په خدای عقیده ۱۷ برخه
دوستانو مخکی مو د انتقام او بخښلو په اړه د خدای پاک د حکم څخه مو خبری وکړی، په اوسنی ټولنه کی چی ژوند کوو د ټولو انسانانو عقیده یوه شانته نه وی،څوک په خدای پاک باندی اصلا عقیده نلری چی دوی د کافرانو د ډلی څخه دی، او بیا داسی خلک شته دی چی په خدای باندی کلک باور لری او ایمان یی قوی دی، او همداسی داسی خلک شته دی چی کمزوری ایمان لری.
دا چی د انسان ایمان کمزوری وی او د هغه سره نور خیالونه مل وی او د خدای د عبادت څخه کله کله غافله شی، نو تاسو ته پکار دی چی د کمزوری ایمان خاوندان د ځان سره شامل کړی.
خو ددی د پاره نه چی تاسو ورسره د هغه د خیالاتو بحث کوی، ځکه که یو ایمان دارانسان چی په خدای باندی کلک عقیده لری، مګر د هغه دا عقیده دی چی هر څیز خوری، څکه د هغه د عقیدی پر اساس د هر څیز خوړل روا دی، او همداسی کمزوری ایمان لرونکی تشه سبزی خوری، نو ایا دا لازم دی چی د هغه پر وړاندی د کرکی او نفرت څخه کار واخستل شی؟
د هغه د عقیدی پر اساس چی هغه څه خوری او نه خوری هغه ته په سپکه نظر مه ګوری.
څوک چی نه خوری او یا هغه څوک چی خوری هغه د په خوړونکی الزام و نه لګوی، ځکه چی خدای پاک هغه قبوله کړی.
اساسی او پر ځای پوښتنه دادی چی هغه کوم کس چی په خدای باندی کلک او ثوی عقیده لری او هغه مالک ته د قبول وړ دی.
نو ایا انسان دا صلاحیت لری چی پر هغه باندی الزام ولګوی؟
د هغه قایم پاتی کیدل یا پریوتل د هغه د مالک سره تعلق لری، ځکه هغه بخښونکی او مهربان ذات دی چی د انسان له پاره د ښه ژوند کولو موقع ورکړی دی، پدی وجه انسان د خدای پاک لخوا ازاد پیدا شوی.
چی انسان کولای شی ددی ازادی څخه ګټه پورته کړی او نورو ته خدمت وکړی، دا پدی مانا ندی چی انسان ازاد پیدا شوی هر څه چی یی زړه غواړی هغه تر سره کړی، بلکی ددی ازادی څخه باید ښه ګټه پورته او د خدای پاک عبادت وکړو.
پدی وجه انسان ته پکار دی چی بی ځای غرور ونګړی، او هغه کوم کس چی په خدای باندی د زړه له کومی ایمان لری هغه به قایم کړی شی.
ځکه چی مالک هغه ذات دی چی د هغه په قایم کیدو کی قادر دی.