انسان ګناه ګار دې او ګناه یوازې د خداې په وسیله بخښل کیدې شې ، چې د ګنا ګارانو په کړنو او اعمالو باندې قضاوت او داورې د خداې کار دې ، ځکه هر هغه څوک چې د ګناه مرتکب کیږې ، خداې هغه په عادلانه توګه مجازا ت کوې . که چیرې د موږ څخه څوګ ووایې چې ګناهګار د مجازت شې ، ایا دا په خپله د هغه څخه غوره ده ؟ په حقیقت کې دغه سړې خپل ځان محکوموې . ایا داسې فکر کیدې شې چې څوګ د ګناه وکړې او د خداې د مجازات څخه وتښتې ، دا چې خداې پاک موږ ته وخت او فرصت راکړې تر څو د ګناه د کولو څخه ډډه او توبه وکړو او په عیسې مسیح باندې ایمان راوړو ځکه خداې پاک هغه چاته ابدې او تل ژوندون ورکوې چې د هغه په ځوې عیسې مسیح باندې ایمان راوړې او په صبر او تحمل سره هره هغه څه چې رښتیاه وې هغه د ې په ځاې او تر سره کړې نو هغه سړې ته خداې په خپل جلال کې د بقآ او د تل ژوندون عطا ورکوې . لیکن هغه خلک او کسان چې د خداې د وجود د حقیقت سره په ضدیت کې قرار نیسې ، هغوې د مسیح نه دې او خداې پاک هغوو ې خامخاه مجازات کوې ، ځکه هر هغه څوک چې ګناه کوې د هغه انجام مرګ وې . هر انسان کولاې شې په خپل وجدان کې د حق او با طل تر منځ توپیر وکړې ، د هر هغه عمل څخه چې د انسان وجدان نه ارامه کیږې هغه ګناه ده ، ځکه هغه چې د ښه او بدو تر منځ توپیر لیدې شې نو د هغه په وجدان کې د خداې احکام لیکل شوې ، هغه احکام دادې چې د هغه په زوې عیسې مسیح باندې د ایمان راوړې او د ایمان اقرار دې وکړې او د بدو او ګناه څخه د لاس واخلې ،ځکه هر هغه انسان چې ښه کار وکړې د هغه وجدان به راحت وې او په ارام خیال سره د خپل ژوند د سمون چارې د عیسې مسیح تر سیورې لاندې د اجرا کړې ، ددې په خوا کې هر هغه انسان چې د ګناه او بدو کارونو مرتکب شې هغه به د خپل وجدان پر وړاندې به محکوم وې او د وې به د خپل وجدان لخوا به تنبیه کیږې ، د مثال په توګه کله چې ادم د خداې په مقابل کې او د خداې د فرمان څخه سرغړونه وکړ او د ګناه مرتکب شول ، د هغه ګناه ټول بشریت یې په ګناه ککړ کړه او د ادم د ګناه په نتیجه کې مرګ رامنځته شو، ځکه ټول انسانان ګناه وکړل او هر هغه ستونزه چې نن بشر د هغه سره لاس په ګریوان دې د هغه ګناه په نتیجه کې رامنځته شو ځکه ادم د خداې د فرمان څخه اطاعت ونکړ او د هغه د فرمان څخه نا اطاعتې وکړه ، ګورو چې د ادم د ګناه او د خداې د بخشش تر منځ څومره توپیر وجود لرې ، چې د ادم د ګناه په وجه مرګ رامنځته شو او د عیسې مسیح په وجه د مرګ څخه د خلاصون ور پرانستله شو او عیسې مسیح د خداې د مهربانې په اساس د ډیرو ګناهګارانو ، ګناه وبخښل او د همدې طریقې د لارې د انسان ګناه د خداې پر وړاندې بخښل کیږې ځکه په هغه باندې ایمان ددې سبب کیږې چې د انسان ګناه په وړیا توګه وبخښل شې او عیسې مسیح د هغه ګناه بخښې . هو د ادم ګناه ټولو ته محکومیت په سوغات ورکړ ، لیکن د عیسې مسیح مقدس او پاک عمل ټولو ته د محکومیت څخه د خلاصون اود نجات زیرې ورکوې ، او هر هغه څوک چې په مسیح باندې ایمان راوړې د خداې په نزد بې ګناه شمیرل کیږې ، ځکه مسیح د خداې د فرمان څخه اطاعت وکړ او د سولې ( صلیب) پر مخ صلیب کړې شو ، چې مخکې ددې څخه ګناه په انسان باندې حکومت کوله لیکن اوس د عیسې مسیح لطف او مهربانې پر موږ او تاسو باندې قرار لرې ، نو تاسو ته بلنه ورکول کیږې چې ددې مینې او محبت ّڅخه استفاده وکړې او په عیسې مسیح بانذې د زړه له کومې ایمان راوړې ځکه مسیح مینه او دټولو دې امین
تیر ۱۷