عیسې مسیح څوګ دې؟ ړومبې به د مقدس کتاب په ایاتو کې وګورو چې د عیسې مسیح په اړه څه وایې په انجیل کې راغلې ده )عیسې مسیح د نالیدلې خداې په څیره او د خداې زوې دې او په ټولو مخلوقاتوبرترې لرې،مخکې ددې نه چې څه شتوالې ولرې هغه وجود درلود او د هغه قدرت دې چې د عالم شتوالی یې حفظ کړی دې .کولوسیان لومړې فصل ۱۵ او ۱۷ ایات( عیسې مسیح په ټولو مخالوقاتوباندې برتری لرې ځکه هغه د ټولو مخالوقاتو څخه ړومبې، خدایې ماهیت او خپله خداې دې ،دا په دې وجه چې خداې پاک عیسې مسیح یې ځمکې ته واستوو,او هغه بشری پلار نه درلوده او په هم دې وجه هغه په دې نړې کې د ګناه مرتکب ونه ګرځیدو،خداې هغه ځمکې ته واستووتر څو د خداې کلام بشر ته زده کړې او زمونږ لارښود اووسې هغه د خداې له اړخه مونږ ته هدایت او لارښوونې کړې دې.
د خدای کلام او حقیقت څه ده؟( پیلاطوس وویل بیا نو ته باد چا یی چې هو زه باچاه یم ،ستا د خولې زه ددې د پاره تولد شوې او راغلې یم تر څو حقیقت دنیاه ته راوړم او څوک چې حقیقت خوښوې هغه زما څخه پیروې کوې .یوحنا اتلسم فصل ۳۷ ایات (
حقیقت څه ده؟ ددې جواب دادې چې عیسې مسیح حقیقت دې ،ځکه هغه ابدې وجود لرې او مرګ په هغه باندې تسلط او واک نه لرې او عیسې مسیح د دیناه پیداښت کې لاس درلود،ځکه پخپله عیسې مسیح وایې چې هغه د خپل پلار لخوا نه دا نړې ته راغلې او بیا به د هغه خواته لاړ شې . د یوحنا په انجیل کې راغلې ده) او اې پلاره اوس ته ماته په خپل حضور کی جلال راکړه،هغه جلال کوم چې ما ته سره د نړې د پیداښت نه اول لرلو. یوحنا۱۷ فصل پنځم ایات( ولید شو چې پدې ایات کې عیسې مسیح په ښکاره او واضع ډول بیانوې چې هغه کوم جلال چې هغه پخوا درلودې بیرته ورکړې شې،دا پدې معنې چې عیسې مسیح مخکې ددې نه چې ځمکې ته راشې هغه د خداې سره ژوند درلود او د خداې د جلال څخه برخمن وو او دې، عیسې مسیح د انسان په شکل دا نړې ته راغې،عیسې مسیح خداې دې او هغه د خداې په شکل وواو د خداې پیغام یې بشریت ته په ارمغان راوړ او د خداې د کلام زیرې یی دا نړې ته ورسووځکه هغه د جهان نور دې چې د نړې څیره ته بدلون ورکړ او انسانې هدف او موخه یې روښانه کړو.
خداې انسان شو تر څو انسان خپل خواته راجذب کړې، ځکه خداې پوهیده چې انسان داسې پیدا کړې چې په غریزې توګه د خداې اراده پر ځاې کړې، او خداې پاک ترجیع ورکړو چې انسان د انتخاب حق ولرې او د خپل د تفکر پر بنسټ خپله کړنلاره وټاکې .
انسان جسمانې تن او وجود لرې او د یو روح په پیژندنې کې ډیر کم ادراک لرې،ځکه خداې پاک روح دې ،بنا پدې د انسان په څیر او شکل د خپل مخلوقاتو خواته راغې،تر څو دا مخلوقات وکړې شې چې خداې پاک درک کړې او هغه وپیژنې،خداې د عیسې مسیح په شان دې او عیسې مسیح د خداې په شان دې،چې په مقدس کتاب کې په ایاتو کې دیته اشاره شوې او خپله عیسې مسیح وایې )پلار او زه یو،یوو.
(په ازل کې مخکې ددې نه چې کوم څیز وجود ولرې،کلام وجود درلود او هغه د خداې په نزد وو او هغه هر وخت ژوندې وو،هر هغه څه چې شتوالې لرې د هغه په وسیله پیدا شوې او داسې څیز نشته چې هغه نه وې پیدا کړې،تل ژوندون په هغه کې دې او دغه ژوند ټولو خلکو ته نور وربخښې . یوحنا لومړې فصل د اول ایات څخه تر پنځمې ایاتو پورې)
دلته یو څیز ته پاملرنه باید وکړو چې د نړې د پیداښت څخه ړومبې عیسې مسیح پیدا شوې دې او هر هغه څیز چې وجود لرې هغه عیسې مسیح پیدا کړې اوس سوال دادی چې دا یوازنې قدرت چې د عالم د پیداښت سبب ګرځیدلې هغه څوک دې؟ ځواب روښانه او واضع دې چې هغه عیسې مسیح دې او عیسې مسیح پخپله خداې دې او هر هغه څه چې په نړې کې وجود لرې، د هغه په وسیله پیدا شوې که ښه ځیر شو او پاملرنه وکړو چې څوک کولاې شې چې کاینات او مخلوقات پیدا کړې بیا هم ځواب ښکاره او واضع دې چې د کایناتو او مخلوقاتو پیدا کوونکې خداې پاک دې ،ځکه دا د خداې قدرت دې چې مخلوقات او کاینات یې پیدا کړې او د خداې د قدرت نه غیر هیڅوک نشې کولاې چې مخلوقات او کاینات پیدا کړې او یوازنې قدرت چې ددې توان لرې هغه خداې دې په پورتنې ایاتو کې مو ولوستلو چې هر هغه څه چې وجود لرې د عیسې مسیح پواسطه او د هغه دقدرت په نتیجه کې پیدا شوې دې چې موږ او تاسو نتیجه اخستلاې شو چې عیسې مسیح پخپله خداې دې .
کله چې عیسې مسیح په دې نړې کې ژوند تیرولو هغه ناروغانو ته شفا ورکړو،بې وزلو خلکو ته ډوډوې او همداسې طوفانونه یې ارام کړو او حتې دا چې مړې یې ژوندې کړې،عیسې مسیح دا معجزات یی وکړو تر څو د خداې قدرت په خلکو کې ښکاره کړې ،او هغه غوښتې چې خلکو سره مرسته وکړې او هغه اوس هم د خلکو سره مرسته کوې کوم هغه کسان چې په هغه باندې ایمان لرې د هغوې سره په ستنونزو کې مرسته کوې .
د عیسې مسیح معجزات دا ثابت کړو چې هغه د خداې زوې دې ،اوس سوال دادې چې څوک کولاې شې چې مړې ژوندې کړې بیا هم د سوال څواب ښکاره او واضع دې چې یوازنې قدرت چې مړې ژوندې کولاې شې هغه خداې دې،نو عیسې مسیح چې کله په دې نړې کې ژوند تیرولوهغه مړې ژوندې کولو نو نتیجه دادې چې مسیح د خداې قدرت او پخپله خداې دې،د خداې غوره او برجسته صفات او خصوصیات عبارت دې بخښل،مبحت او مینه،عدالت،حکمت،هیله،انصاف او قدرت دې او دا خصوصیات په عیسې مسیح کې ټول دې .
عیسې مسیح کله چې په دې نړې کې د انسانانو سره ژوند تیرولو هغه دا قدرت درلود او لرې چې د انسانانو ګناهونه وبخښې، مړې ژوندې کړې او خلکو ته د حکمت ،عدالت،انصاف،مینه او محبت،او یو او بل تا د بخښنې درس ورکړې ځکه هغه د انسانانو سره مینه درلود او لرې یې چې غوره لاره یې دادې چې موږ او تاسو د مقدس کتاب له لارې کولاې شو چې عیسې مسیح ښه وپیژونو او په هغه باندې د ایمان اقرار وکړو.
او په خداې د خداې زوی او په روح القدس باندې د ایمان په وسیله زموږ او تاسو د ګناهونو معافې کیدې شې ، یعنې د خداې پر وړاندې هر سړې ګناهکار دې او داسې څوک نشته چې د خداې پر وړاندې ګناهکار ونه اوسې هیڅوک نشې کولاې چه ادعا وکړې هغه بې ګناه دې .
نو د ایمان په وسیله د خداې پر واړندې بې ګناه ګڼل کیدې شوځکه د عیسې مسیح وینه د موږ ګناهونه یې پاک کړې دې هر څه عیسې مسیح خدایې قدرت درلودنو کله چې هغه په دې نړې کې ژوند تیرولو هغه ونه غوښتې چې د خدایې اختیار او قدرت څخه استفاده وکړې ،هغه د انسان په شکل ظاهر شو او عاجزې یې غوره کړو چې د یو ګناهکار په توګه سولې ) صلیب( کړې شواو په دې توګه د خپل د وینې په بیه او د قربانې په وجه د انسان رابطه د خداې سره ټینګ کړواو مرګ یې مغلوب کړو او هر هغه څوګ چه په هغه باندې د ایمان اقرار کوې او بپتسمه ) غسل تعمید(اخلی د هغه ګناهونه بخښل کیږې .
او همداسې د خداې پلار د پاره هر یو په خپل ژبه اقرار وکړې چې عیسې مسیح خداې دې ځکه عیسې مسیح سولې کړې شو تر څو انسان د خداې سره پخلا کړې، د هغه جانبازې او قربانې چې د هغه وینه د صلیب پر وړاندې وبهیده په دی توګه د انسان رابطه د خداې سره ټنیګ کړو،چې دا رابطه د موږ او تاسو پر حال هم شاملیدې شې او دا امکان په عیسې مسیح باندې د ایمان په وسیله امکان درلودلې شې چې په عیسې مسیح باندې د ایمان په وسیله د نوې او تل ژوندون خاوند کیدې شو.
) اوس چې د مسیح سره نوې ژوندې شوې یاستې،نو بیا تاسود اسمانې څیزونو لټون کوې چیرته چې مسیح موجود دې او د خداې ښې لاس ته ناست دې . کولسیان دریم فصل لومړې ایات(
اوس چې تاسو پر عیسې مسیح ایمان لرې او مسیح د تاسو ژوند دې،نو د خداې پر وړاندې پاک ژوند غوره کړې او ددې فانې نړې ګناهونه ته مه نژدې کیږې او د ګناه څخه لیرې ژوند غوره کړې ځکه عیسې مسیح پاک دې او همغسې چې عیسې مسیح په واقعې ایمان دارانو باندې مهربان دې تاسو هم د نورو په مقابل کې مهربان اوسې،ځکه ایمان،امید او مینه د سولې او یووالې عامل دې،هغه کوم ارامیتاه چې عیسې مسیح موږ او تاسو ته عطا کړې،تل د هغه مهربانې او مینه زموږ او تاسو په زړونو کې مسلط او نغښتې وې، هغه ځان قربان کړو تر څو موږ او تاسو وکولاې شو تر ابده پورې د هغه سره ژوند وکړو ځکه ټول هغه کسان چې په هغه باندې د ایمان اقرار کوې دهغه کناهونه بخښل کیږې او تل ژوند تر لاسه کوې.
) اما اوس د نجات د پاره خداې بله لاره موږ ته ښودلې دې،موږ تر اوسه پورې کوښښ لرلو چې د مذهبې تسریفاتو او مقراتو )شریعت( د اجرا له لارې خلاصون ته لار پیدا کړو او د خداې حضور ته پاک او بې ګناه وشمیرل شو،او په دې نوې لاره کې نور داسې ندې،هر څه دغه لاره دومره نوې ندې، ځکه اسمانې کتاب د ډیر پخوا زمانې څخه ددې خبرې کړې وو،دادې خداې داسې مقرر کړې دې که څوګ په عیسې مسیح باندې ایمان راوړې د هغه د ګناهونه څخه تیریږې او هغه کاملآ بې ګناه ګڼې،انسان پرته د مقام او سابقې څخه کولاې شې د همدې لارې یعنې په عیسې مسیح باندې د ایمان له لارې خلاصون ومومې . رومیان ۳ فصل ۲۱ او ۲۲ ایات (
) ځکه خداې ددې نړې د خلکو سره هومره مینه لرې چې خپل یوازنې ځوې یې ولیږو،هر هغه څوک چې په هغه باندې ایمان راوړې هغه هلاک نشې،خود تل عمر ژوندون بیا مومې . یوحنا دریم فصل ۱۶ ایات(عیسې مسیح فرمایلې ) سترګې په لار اوسې ، زه عیسې زر درځم او خپل اجر د ځان سره راوړم چې هر یو له د هغه د عمل په مطابق اجر ورکړم . زه الف او یا،پیل) اغاز( اوانجام، لومړې او پاې) اخر( یم.
مکاشفات ۲۲ باب ۱۲ او ۱۳ ایات