په خدای عقیده ۱۹ برخه په خدای عقیده ۲۱ برخه
آبان ۱۵

 

هغه کوم کسان چی په دی نړی کی وړومبی دی هغوی به وروستی کړی شی، او ‌ډیر وروستی به ړومبی شی، دا د خدای پاک کلام دی چی رښتنی او پاک دی.

هغه کسان چی په دی نړی کی خواران او غربیان دی په هغه بله نړی کی به هر څه ولری، دا پدی مانا نه دی چی هغه کوم کسان چی په خدای پاک باندی ایمان نلری هغوی به ښه حالت ولری،بلکی هغوی به په هغه بله نړی کی هم خوار وی او د اسمان بادشاهی ته به داخل نه کړی شی.

د اسمان بادشاهی ددی په شان دی چی یو ځلی د مزکی یو مالک وو، یو سحر هغه د کور نه ووتو چی د خپلو د انګورو د باغ د پاره مزدوران ونیسی،د انګورو د باغ خاوند څه کسان یی وموند او چی کله د ورځی مزدوری ورسره مقرره کړه نو هغوی یی کار ته ولیږل.

 

نو بیا دا سړی کچه غرمه بهر ووتو چی څه مزدوران د کار له پاره پیدا کړی، نو په بازار کی یی یو څو وزګار کسان نور ولیدل.

د انګور د بڼ مالک هغوی ته وویل چی ځی د هغه نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کی کار وکړی او زه به تاسو ته مناسبه مزدوری درکړم.

نو دوی لاړل او د نورو مزدورانو سره په کار اخته شول.

نوموړی سړی غرمه او ماسپښین بیا بهر ته ووتو او هغه شان بند و بست یی وکړو.

د نمر د پریوتو نه یوه ګینټه مخکی هغه بیا ووتو او یو بله ډله یی وزګار ولیده نو د انګورو د باغ مالک دوی ته وویل چی تاسو ولی ټوله ورځ داسی خوشی ګرزی او هیڅ کار نه کوی؟

نوموړی وزګاره ډله چی د کار په تمه ناست وول او دوی ته کار چا نه ورکړی او یا دوی ته کار پیدا شوی نه وو، نو هغوی ورته وویل چی مونږ ته چا د څه کار نه دی ویلی.

د بڼ مالک دوی ته وویل چی ځی تاسو هم د نورو سره د انګورو په باغ کی یو ځای شی او په ګډه کار وکړی.

کله چی ماښام شو او د کار موده پای ته ورسید نو د باغ مالک خپل ناظر ته وویل چی مزدوران راوغواړه او د هغوی د کار مزدوری ورکړه.

د انګورو د باغ مالک چی د هغه ټولنی په هر څه پوه وو او ټول کسان یی پیژندل چی څوک څه لری او څه نه لری.

هغه وویل د وروستی ډلی نه یی شروع کړه او په وړومبی یې ختم کړه،چا چی د ماښام نه یوه ګنیټه اول کار شروع کړی وو هغوی ورغلل او ورته یې د پوره ورځی مزدوری ورکړه.

او هر کله چی د وړومبو مزدورانو وار راغی نو د هغوی دا طمع وه چی څه به زیات ومومی.

خو هغوی ته هم هغه څه ورکړی شول څومره چی نورو ته ورکړی شوی وو، هغوی چی مزدوری واخسته نو د کور مالک ته وګوریدل چی د روستنو خو یوه ګینټه کار کړی دی او مونږ سره د یو برابر کړل چا چی ټوله ورځ په سره غرمه کی د ځانه خولی ایستی دی.

هغه یو ته مخ راواړوو او ویی ویل، زما دوسته!

ما درسره هیڅ زیاتی نه دی کړی تا د ورځی په مزدوری راسره فیصله نه وه کړی څه؟

خپله مزدوری واخله او کور ته ځه، دا زما خوښه ده چی وروستنی سړی ته هم هغه څه ورکړم څه چی می هم تا ته درکړی دی.

دا زما اختیار ندی څه چی زه خپل مال څنګه وویشم؟

ته به دی راته په بد نظر ګوری چی زه سخی یم، دغه شان ورستنی وړومبی شی او وړومبی ورستنی.

اداره

ستاسو نظر