په خدای عقیده ۱۹ برخه په خدای عقیده ۲۱ برخه
تیر ۱۷

که زه نبوت کولاې شم او که زما ایمان به تر دې مضبوط وې چې غرونه وخوزوم،خو که زه مینه ونه لرم نو هیڅ نه یم.کورنتیان ۱۳ باب ۲ ایات.
 
د خداې مینه د عیسې مسیح کلام دې،او مسیح د موږ سره مینه لرې د هغه مینه پاک او سپیڅلې ده،هغه ټولو انسانانو سره مینه لرې او د مینې پیغام ورکوې.په عیسې مسیح باندې د ایمان په وسیله د خداې روح د موږ سره په ستونزو کې مرسته کوې،او کله چې هغه ته دعا وکړو هغه د موږ سره مرسته کوې ،او هغه پوهیږې چې موږ څه غواړو،نو د هغه روح د موږ له خوا دعا کوې ،ځکه خداې د هر انسان د زړه نه خبر دې ،خداې پاک د ابتدا څخه پوهیږې چې کومو کسانو دده خواته راځې او د عیسې مسیح په برکاتو کې شاملیږې.دافسیانو په نوم رساله په۲ باب ۱۰ ایات کې داسې راغلې ده (ځکه چې موږ هم خداې جوړ کړې یوو او موږ د عیسې مسیح په یووالې کې د هغه د ښه کارنو د پاره پیدا شوې یوو کوم چې خداې د اول نه موږ د پاره چمتو کړې وو) ګورو چې د عیسې مسیح په یووالې کې د مسیح د وینې په وسیله یو د بل سره نژدې شوې یوو،دا د خداې مهربانې او مینه د انسانانو سره دې،د همدې مینې په وجه خداې پاک هغه کسانو چې په عیسې مسیح باندې ایمان راوړې او د زړه له کومې په هغه باندې د ایمان اقرار کوې د هغه ګناهونه بخښې،دا کار په مذهبې تشریفاتو باندې نشې تر سره کیدې،چې څوک وغواړې د مذهبې تشریفاتو د تر سره کولو په صورت کې د خداې رضا ژوند کې حاصله کړې،د خداې مینه د موږ سره په عیسې مسیح باندې د ایمان په وسیله ټنګیدې شې،نو یوازنې لاره چې د ټولو انسانانو د پاره په وړیا توګه د خداې د مینې په وجه برابر شوې دې هغه لاره د خلاصون لاره ده،چې د عیسې مسیح باندې د ایمان په وسیله لاس ته راوړل کیدې شې،ځکه د هر چا څخه هغه موږ ته نژدې دې او د موږ سره مینه لرې دا د خداې شان ،برکت او مینه د انسانانو سره دې،ځکه همغسې چې خداې پاک وعده راکړې هغه په خپل بندګانو باندې احسان او رحمت کوې.خداې فرمایې( اې په خداې ګرانو بچو! کوښښ کوې چې د هغه په څیر لاړ شې،او داسې مینه کوې لکه چې عیسې مسیح تاسو سره وکړله او د موږ د پاره یې خپل ځان د خوشبوې په شان خداې ته نذرانه کړو او قربان شو.افسیانو۵ باب ۱-۲ ایات،) دا د خداې مینه ده چې خپل زوې یې قربان کړو او موږ ته د عیسې مسیح په وسیله او هغه باندې د ایمان پواسطه حکمت،قوت،او سمه قضاوت رابخښې،چې په انسا نې نړې کې او انسانې چاپیریال کې د ګناه څخه لیرې ژوند غوره کړو او د ناپاکواو کرغړنو عملونه څخه ډډه وکړو،دا کار هغه وخت کیدې شې چې موږ په رښتینې ډول د خداې سره مینه ولرو او همداسې د هغه په احکامو او عیسې مسیح باندې ایمان او باور پیدا کړو ،ځکه خداې،پاک او نیک دې او هغه هر وخت نیکې کوې او د بدې څخه کرکه لرې په همدې وجه عیسې مسیح د انسانانو څخه غواړې چې په خپلو منځونو کې یو د بل سره مینه ولرې او د بدې څخه ځانونه وژغوروې او نیکې وکړې ځکه نیکې کول د خداې سره مینه دې
 
خداې فرمایې(مینه صابره ده،مینه مهربانه ده او هیچا سره کینه نه لرې،مینه نه خو لافې وهې او نه لوې کوې.کورنتیان ۱۳ باب ۴ ایات)ګورو چې د خداې په احکامو کې مینه څومره درجه لرې،ځکه د مینې په وجه عیسې مسیح باندې ایمان لرو او هغه پیژنو او دا د خداې احکام دې چې د هغه پر زوې عیسې مسیح باور او ایمان ولرو.د خداې نعمتونه او د هغه بلنه د انسانانو څخه د خلاصون د پاره دې،چې د خداې د مینې ښکارندوې دې،نو موږ ته ضرورې بریښې چې د عیسې مسیح سره مینه ولرو او د هغه پر احکانو باندې عمل وکړو،ځکه د عیسې مسیح له مخې د خداې رحم او مینه په تاسو شوې دې،نو اوس چې تاسو رحم مومې دا د خداې مینه او برکت دې،ځکه د خداې مینه،دولت،پوه،علم،بخښنه او قدرت پاې نهلرې.
 
د خداې سره مینه څه ده؟ځواب روښانه او څرګنده دې چې هغه په عیسې مسیح پر کلامو باندې ایمان او عمل د خداې سره مینه دې او دا برکت په وړیا توګه موږ ته حاصله ده،ځکه ټول څیزونه خداې پاک پیدا کړې دې او دا ټول څیزونه د هغه په وسیله او د هغه د پاره،دا مینه، برکت او نعمتونه چې خداې موږ ته راکړې د خداې د مینې یوه بیلګه ده.
 
اې ګرانو ورونو! خپل ځانونه عیسې مسیح ته داسې وړاندې کړې چې هغه ته قبوله او مناسب وې.ځکه هغه د موږ سره مینه لرې او د موږ څخه د مینې له مخې چې د موږ سره یې لرې غواړې چې د هغه عبادت د زړه له کومې وکړو.پر ما ګرانو ورونو د موجوده نړې په شان ځانونه مه جوړوې،ځکه په عیسې مسیح باندې د ایمان په وجه ستاسو انسانې طبیعت او فطرت بالکل بدله شوې دې دا په دې معنې دې کله چې موږ د عیسې مسیح سره مینه ولرو او په هغه باندې ایمان راوړو د نودموږ زړه او ژوند نوې کیږې او په موږ کې عیسې مسیح ژوند کوې او د موږ ژوند یوازې او یوازې د هغه د پاره وې،تر څو په خپل ژوند کې موږ د خداې مینه او رضا وپیژنو چې هغه څه ده؟ هغه د عیسې مسیح کلام او په هغه باندې ایمان چې د هر انسان د پاره منونکې او د خداې رضا دې، ځکه د عیسې مسیح کلام د خداې کلام او کامل دې.
 
عیسې مسیح فرمایې (مینه د بې ریا وې،د بدې نه نفرت کول او د نیکې سره ځان ونغاړې او لکه د ورونو په څیر مینه کوې او د عزت له مخې بو او بل ته ښه ګورې.رومیان ۱۲ باب ۹-۱۰ ایات)ګورو چې عیسې مسیح تاکید کوې چې یو د بل سره مینه او محبت ولرې ځکه مینه د ایمان د پاره ضرورې دې،هغه څوک چې په عیسې مسیح باندې ایمان لرې هغوې ته ضرورې دې چې په خپلو کې د مینې او ایمان نه پرته په بل څیز باندې ډډه ونه لګوې،ځکه د موږد خداې عیسې مسیح مینه د انسانانو سره پاې نه لرې او موږ ته په کار دې چې په خپل ژوند کې د عیسې مسیح د کلام څخه الهام واخلو او په خپل ژوند کې د هغه د مینې کلام پلې کړو او د خداې حمد او ثنا ووایو،هغه کوم کارونه چې د انسانې فطرت له مخې چې د عیسې مسیح د کلام سره سمون نه لرې د هغه څخه ډډه وکړې ، ددې پر ځاې په عیسې مسیح باندې ایمان راوړې چې د مینې او عدالت منبع دې او تاسو ته نوې او تل ژوندون دربخښې،ځکه هغه د ټولو انسانانو سره مینه لرې او عیسې مسیح انسانانو ته د مینې،اخلاص،زغم،عدالت،خواخوږې،رحم،امید او د ایمان بلنه ورکوې،نو باید چې په خپل ژوند کې د مسیح کلام عملې کړو.د موږ خداې عیسې مسیح زیرې بشر ته سوله،سلامتې،نیکې،عاجزې،پرهیزکارې،رښتیاویل،امید ، خلاصون او ایمان دې.عیسې مسیح فرمایې(ایمان ،امید اومینه درې واړه پاتې کیږې خو په درې کې مینه افضله ده.کورنتیان۱۳ باب ۱۳ ایات)او دا څیزونه د خداې سره د مینې په وجه امکان درلودلې شې.عیسې مسیح فرمایې (خو بیا هم ددې هر څه سره ښکاره ،کامله فتح بیا مومو د هغه چا په وسیله چې موږ سره مینه کوې.رومیان ۸ باب ۳۷ ایات) ولید شو چې مینه د عیسې مسیح په کلام کې د انسانانو د پاره د خلاصون زیرې ورکوې ،دا خلاصون په عیسې مسیح باندې ایمان او د خداې د مینې په وجه موږ ته حاصله دې، یعنې موږ ته د عیسې مسیح د وینې په وسیله خلاصون یعنې د ګناهونو معافې د هغه د برکت،فیض او د مینې په اساس چې هغه د موږ سره یې لرې حاصله ده،ځکه د نړې ښه څیزونه ،مینه او تل ژوندون په عیسې مسیح کې راغونډ دې که هغه په اسمان کې وې او یا په ځمکه.د افسیانو په کتاب کې راغلې ده (ځکه چې هغه موږ په خپل مینه کې د دیناه د پیداښت نه مخکې په عیسې مسیح کې غوره کړو چې موږ د هغه په نزد پاک او بې عیبه شو.افسیانو ۱ باب ۴ ایات) دا د خداې مینه ده چې د انسانانو ته په وړیا ډول ورکړ شوې دې،د خداې مینه د انسانانو سره پاې نه لرۍ،ځکه رښتینې خداې تاسو د خپل زوې عیسې مسیح د شراکت د پاره رابللې یاستې او دا د هغه د مینې په وجه دې چې تاسو سره لرې،هغه خپل یوازنې زوې زمکې ته واستول تر څو د موږ د ګناهونو د کفارې او جریمه ورکړې اې ګرانو ورونو ! ومو لیدل چې خداې د موږ سره څومره مینه او محبت لرې د هغه مینې په وجه چې خداې تاسو سره لرې تاسو ته بلنه درکوم چې د موږ خداې عیسې مسیح باندې ایمان راوړې او د خداې د مینې څخه برخمن شې ،دا یوازنې او ممکنه لاره ده چې د خداې له خوا بللې شوې یاستې ،ځکه عیسې مسیح د خداې قدرت او حکمت دې.د کورنتیانو په رساله کې راغلې ده (ځکه چې سولې(صلیب)پیغام د هلاکیدونکو په نزد حماقت ده ،خو د موږ نجات موندونکو په نزد د خداې قدرت دې.کورنتیان۱ باب ۱۸ ایات)ولید شو چې د عیسې مسیح کلام د مینې کلام او د خلاصون کلام دې،دا خلاصون د هر چا د پاره او د ټولو انسانانو د پاره دې ځکه عیسې مسیح د انسانانو سره مینه لرې او په هغه باندې ایمان د خلاصون او د خداې سره د مینې په معنې دې . امین

ستاسو نظر