په خدای عقیده ۱۹ برخه په خدای عقیده ۲۱ برخه
شهریور ۲۰

 

 

خو ابراهیم ورته وویل چی واوره زویه، په دنیاه کی ټول نعمتونه ستا په نصیب وو او ټولی بدبختی د لعزر په برخه وی، اوس هغه دلته په ارام دی او ته په عذاب کی یی.

په پورتنی لیکنه کی د ابراهیم ویناوی د پند او عبرت څخه عبارت دی، هغه کوم کسان چی پدی نړی کی ژوند کوی باید دیته پاملرنه وکړی چی په هغه دنیاه کی حساب او کتاب شته دی.

چی پدی نړی کی انسان ته لازم او ضروری دی چی خپل ورځنی  کارونو،اعمالو او ژوند ته داسی سمون ورکړی چی د نورو په کټه د

نورو سره مرستی وشی.

خصوصا هغه کوم کسان چی شتمن دی او د مرستی امکانات د دوی سره شته دی چی باید د خوارانو او بی وسو خلکو سره مرستی وکړی او د خدای پاک څخه د هغه اجر تر لاسه کړی، که چیری مرستی خوارانو ته ورسیږی نو هغوی هرومرو د خدای پاک څخه مننه کوی او د هغه شکر وایی.

ابراهیم هغه شتمن سړی ته په خطاب کی وفرمایله، بله خبره داده چی زمونږ او ستا تر مینځه یوه لویه کنده ده چی د هغی نه، نه څوک درپوری وتی شیاو نه تری څوک دی خوا راپوری وتی شی.

د ابراهیم هدف د لوی کندی څخه د جنت او دوزخ تر مینځ فاصله په ګوته کوی.

هغه کوم کسان چی د خدای پاک په نزد بخښل شوی وی، نو هغوی د ابراهیم په خوا کی به د قیامت د ورځی انتظار کوی او هغه ډله او کسان چی د نابودی او ناکامی سره مخامخیږی او د خدای پاک په نزد نه وی بخښل شوی او یا د بخلښو وړ نه وی دا شمیر کسان او یا ګناهکاران د هغه شتمن سړی په خوا کی چی په دی نړی کی د خوارانو سره مرستی نه کولی او د خدای په لاره سم روان نه وو قرار به ولری.

داسی کسانو په عذاب او اور کی د قیامت د ورځی انتظار به کوی ځکه دوی پدی نړی کی د خدای د لاری څخه منحرف شوی او ناروا کارونه کوله.

کله چی ابراهیم هغه شتمن سړی ته وویله چی دلته په عذاب کی یی نو هغه سړی د ابراهیم په ځواب کی وویله، چی بیا نو پلاره!

ته به لعزر زما د پلار کره واستویی، چیرته چی زما پنځه ورونه دی، چی هغوی خبردار کړی، هسی نه چی هغوی هم د عذاب دی ځای ته راشی.

دا شتمن سړی د خپل ورونو په فکر کی وو خو ابراهیم ورته وویل،

ادامه لری

نور بیا

ستاسو نظر