په خدای عقیده ۱۹ برخه په خدای عقیده ۲۱ برخه
شهریور ۱۰

چی هغه مالدار سړی پورته وکتل نو لعزر یی د ابراهیم سره ولیدلو، هغه چغی کړی ای ابراهیمه، ای زما پلاره، په ما رحم وکړه او دا لعزر راواستوه چی د خپل د ګوتی سر په اوبو کی لوند کړی چی زما ژبه یخه شی، ځکه چی زه په دی اور کی ډیر په عذاب کی یمه.

دلته که پاملرنه وکړو چی د ابراهیم جولی او د هغه په خوا کی د لعزر اوسیدل په څه مانا دی؟

دلته د ابراهیم جولی د جنت د مکان څخه عبارت دی، چی لعزر د هغه سره لیدل کیږی.

دا هغه ځای دی چی د مقدسینو او پاک خلکو ارواح په دغه مکان کی د قیامت په انتظار کی وی.

هغه خلک چی په خدای باندی ایمان درلودی او په دی نړی کی د خورانو او غربیانو سره مرستی کړی وو د هغوی ځای په هغه بله دنیاه کی پرته له شک څخه همدا مکان دی.

او همداسی کله چی هغه مالدار سړی په عالم ارواح کی په عذاب کی ګیر شو، دا هغه مکان دی چی مفسدین، بدکاران، زناکاران، قاتلین، او هغه شتمن خلک چی د خورانو سره مرستی نه وی کړی په دغه ځای کی د مجازات انتظار کوی.

ولیدل شو چی هغه مالدار سړی د ابراهیم څخه هیله کوی چی لعزر راواستوه او ابراهیم ته وایی چی زه پدی اور کی په عذاب کی یم.

هغه کوم کسانو چی پدی نړی کی د بی پروایی شپی او ورځی تیروی او د خدای د وجود څخه انکار کوی او د ښو کارونو په لټه کی نه وی او تل بدو پسی ګرځی، تقوا، پرهیزکاری او نیکی نکوی بلکی تل بدی کوی نو کله چی ورشی نو خبر به شی.

په عالم ارواح کی عذاب او مجازات چی د خدای له اړخه وی څومره سخت دی.

ځکه خدای پاک هغه خلکو ته چی په دی نړی کی ښه نکوی او بدی کوی هغوی ته سخته جزا ورکوی.

ګرانو دوستانو، ښه خو ښه دی خو چی کله د مظلومانو د حق څخه څوک ننګه کوی نو خدای پاک هغه ته اجر ورکوی، خدای پاک د انسان وژنه منع کړی او هغه کوم کسانو چی انسان ته په درنه سترګه نه ګوروی او د هغه د انسانی کرامت احترام نه کوی اصلا هغه د خپل ځان سره بدی کوی.

د یو بی ګناه انسان وژل په هر بهانه چی حرام دی او خدای پاک د یو بی ګناه انسان وژل چی په هره وسیله وی منع کړی نو څنګه یو انسان کولای شی چی بل قتل کړی؟ نن په افغانستان کی د بی ګناهونو وینه په بهیدو دی چی خدای پاک ناظر دی او هر څه ګوروی او داسی کسانو ته هرمرو جرا ورکوی.

دا چی زموږ بحث لیری لاړ نشی راځو خپل اصلی مطلب ته هغه دا چی کله چی هغه شتمن سړی د ابراهیم څخه هیله کوی ابراهیم د هغه په ځواب کی وویل، چی واوره زویه!

نور بیا

ستاسو نظر