په واقع کې د مقدس کتاب ټولې برخې د خداې د الهام پوسیله ده،پدې وجه موږ ته ګټور دې ځکه رښتینې کارونه موږ ته ښیې، او ناوړه عملونه ټکوې او اصلاح کوې،او د خداې پیژندنې پر لورې موږ ته هدایت کوې.
دویم تیموتیوس دریم فصل ۱۶ ایات
مقدس کتاب د بشر د اصلاح او د خداې پر لورې د انسانانو د بلنې د پاره د خداې په وسیله الهام شوې چې بشر وکولاې شې د مقدس کتاب د لارښوونې،هدایت او د کلام په لوستلو سره په عیسې مسیح باندې د ایمان اقرار وکړې او د ایمان په وسیله د کناهونو څخه ځان پاک کړې
مقدس کتاب لکه د نړې د نورو کتابونو په څیر نه دې لیکل شوې چې د انسانې فکر زیږنده وې او د یو خود اموز په توګه بشر ته ورکړ شوې وې،مقدس کتاب د خداې کلام او قوت دې او د خداې پاک د ارادې او د غوښتنیې د پوهیدلو په خاطر بشریت ته عطا شوې دې،ترڅو انسان وکولاې شې د مقدس کتاب په لوستلو د خداې په اراده،غوښتنه او کلام باندې پوه شې.که په غور او دقت سره مقدس کتاب مطالعه کړو و به ګورو چې خداې پاک،موږ او تاسو ته او هم داسې ټول بشر ته د ښه او پاک ژوند پر لورې هدایت کوې،ځکه خداې پاک د موږ سره مینه لرې،اوهغه مهربان دې.مقدس کتاب چې د خداې کلام او هدایت دې په انسانې ژوند کې هغه کومې ستونزې او مشکلات چې په ورځنې ژوند کې انسان ورسره مخامخ کیږې ،مقدس کتاب موږ ته لارښوونه کوې او انسان ته ښیې چې د ستونزو او مشکلاتو پر وړاندې څنګه چلند او مقابله وشې او انسان د مقدس کتاب د کلام په مطابق څنکه کولاې شې چې خپل ستونزې خداې پاک ته په دعا کې وړاندې کړې او خداې پاک ته دعا وکړې،خامخا او هرومرو خداې پاک د ستونزو او مشکلاتو په ورځو کې د انسان سره مرسته کوې ځکه هغه مهربان دې،نو موږ ته لازم او ضرورې دې چې په ښادې او خوشحالې کې هم خداې پاک هیر نه کړو او تل هغه ته په دعا کې اوسوواو د خداې د هدایت او لارښوونې سره سم ژوند وکړو.مقدس کتاب د انسان د پیداښت،د ځمکې او اسمانونود پیداښت څخه خبرې او بحث کوې او د بشر د پیداښت،شرح په کامل ډول سره بیانوې،چې د خداې د قدرت ښکارندوې دې.هغه کوم بیان چې په مقدس کتاب کې پیدا کیږې او هغه په دې کتاب کې شرح شوې چې څنکه ځمکه،اسمانونه او انسان پیدا شوې دې د نړې په نورو کتابونو کې داسې شرح او بیان چې د پیداښت شرح،څیړنه او بیان وې دا موضوع په نورو کتابونو کې په داسې واضع بیان سره نه لیدل کیړې مقدس کتاب ابتدا او انتها لرې.مقدس کتاب بشر ته د خلاصون او نجات زیرې ورکوې،دا نجات او خلاصون ورکوې ،دا نجات او خلاصون په عیسې مسیح باندې د ابمان اقرار دې او د هغه په احکامو باندې عمل دې.مقدس کتاب انسان ته لارښونه کوې چې د خداې پر کلام پوه شې او د ګناه ّڅخه د خلاصون لاره انسان ته ښیې چې د خداې له طرفه په وړیا توګه انسان ته چمتو شوې دې ،مقدس کتاب د انسان د ژوند په ټولو برخو کې انسان ته لارښونه کوې چې څه باید وکړې ، دا کتاب د خداې کلام دې او بشر ته عطا شوې دې خپله دا کتاب وایې چې د خداې کلام دې.په مقدس کتاب کې د نژاد،رنګ،فرهنګ او د ژبې توپیر نه لیدل کیږې،دا کتاب ټولو انسانانو ته په وړیا توګه عطا شوې دې تر څو د بشر د ژوند رهنما اوسې ،په موجوده نړې کې د انسانانو لخوا ډیر کتابونه د ټولنیز او انسانې بحران او د ورځنې ژوند د ستونزو او مشکلاتو د لیری کولو په خاطر لیکل شوې او یا په راتلونکې کې لیکل کیږې. چې دا کتابونه د مقدس کتاب سره فرق او توپیر لرې ځکه مقدس کتاب د خداې خبرې او کلام دې او په دې برخه کې خپله مقدس کتاب هم وایې چې دا د خداې کلام او خبرې دې په مقدس کتاب کې راغلې ده (مقدس کتاب جاهلانو ته حکمت وربخښې او ځوانانوته فهم او بصبرت)امثال لومړې فصل ۴ ایات.په دې ایات کې لیدل کیږې چې د جاهلات او نادانې د بحران د مخنیوې لپاره مقدس کتاب جاهلانو ته حکمت او علم ورکوې او هغوې اصلاح کوې او د خداې پیژندنې په لور هدایت کوې مقدس کتاب جاهلانو ته علم او حکنت ورکوې تر څو دوې د خداې د حکمت په رڼا کې وکولاې شې په سمه لاره خپل ژوند عیار کړې او د بدو اعمالو او کارونو څخه ځانونه وژغورې.په نړې کې جاهلات او نادانې ستر ناورین دې .ځکه مقدس کتاب موږ او تاسو ته هدایت کوې چې حکمت او علم زده کړو او د مقدس کتاب د لارشوونې په مطابق د جاهلات او ناپوهې څخه ځانونه لیرې وساتو،دا کتاب هر انسان ته هدایت او لارښوونه کوې چې حکمت او علم زده کړې او د خداې په لورې خپل ژوند ته سمون او جهت ورکړې.ځکه خداې پاک بشرسمه او رښتنیې لارې ته هدایت کوې او فرمایې(نو هغه ټول کسان چې ماته غوږ کیږدې د هیڅ بلا څخه به نه ډاریږې او په امنیت کې به ژوند وکړې)امثال لومړې فصل ۳۳ ایات.په دې ایات کې خداې پاک انسان ته یادونه کوې چې دده په خبرو او کلام ته دې پاملرنه وکړې او هغه ته غوږ شې ،ځکه د خداې خبرې پاک دې او انسان هوسا او شه ژوند ته هدایت ګوې او د بدو څخه یې ساتې مقدس کتاب فرمایې(بخښوونکې خداې حکمت دې او د هغه د خولې خبرې انسان ته فهم او دانش وربخښې)امثال ۳ فصل ۶ ایات.خداې پاک ،مهربان او بخښونکې دې هغه د انسانانو سره مینه لرې او هغه بخښونکې دې ،خداې پاک انسان ته ښیې چې شه او بد څه ده او هغه فرمایې چې د بدو څخه ځانونه لیرې وساتې او ښه کارونه وکړې ،خداې فرمایې (که زما خبرې ته غوږ شې ،پوه به شې چې عدالت،انصاف او صداقت څه ده)امثال ۳ فصل ۹ ایات .ګرانو هیوادږالو!خداې پاک هر انسان ته هدایت کوې چې په ورځنې ژوند کې صدافت ولرې او په ټولو کارنو کې د انصاف څخه کار واخلې که داسې وکړو چې په خپل ژوند کې د عدالت او انصاف څخه کار واخلو او د چا په حق تیرې ونه کړو خداې پاک د موږ څخه خوشحالیږې او د بدو څخه مو ساتې.مقدس کتاب هر انسان ته لارښوونه کوې چې د هغه کسانو سره چې انسانې ژوند خرابوې د هغوې څخه ځان لیرې وساتې او فرمایې(او د بدو کسانو څخه به تالیری ساتې،هغه افراد چې د دوې خبرې انسان منحرفوې)امثال ۲ فصل ۱۲ ایات.که هر انسان د مقدس کتاب د احکامو او هدایانو څخه ځان خبر کړې او په هغه باندې پوه شې او د خداې پر کلام د عمل وکړې ،هغه شخص په ټولنه کې د ښه ژوند خاوند دې،ځکه هغه شخص په خپل ژوند کې د خداې د کلام څخه برخمن دې او همداسې د خپل کورنې،محیط سره د خداې کلام پر اساس په امنیت،سلامتې او خوشحالې کې ژوند کوې نو لازم او ضروری بریښې چې د کورنې هر غړې د خداې په کلام باندې پوه شې او عمل د وکړې او د ګناه څخه ځانونه لیرې وساتې په دې توګه هر کورنې د مقدس کتاب د احکامو او هدایاتو څخه برخمن کیدې شې چې په هغه باندې پوه شې او عمل وکړې.زه د مقدس کتاب د احکامو څخه چې د شرابو د څښلو څخه انسان منع شوې او بشر ته هدایت شوې په لنډ ډول دلته یادونه کوم چې د لوستونکو پاملرنه ورته اړوم.مقدس کتاب په دې اړه فرمایې(د هغو کسانو سره چې شراب څښې،د هغوې سره معاشرت مه کوې)امثال ۲۳ فصل ۲۰ ایات.ولې په مقدس کتاب کې شراب منع شوې دې ؟ په ټولنه کې د انسانې ژوند د تعادل د پاره لازم دې چې د شرابو څښلو څخه انسانان ډډه وکړې دا په دې خاطر چې په ټولنه کې اخلاقې معیارونه د انسانانو تر منځ لاید مراعات شې او د بلې خوا څخه انسان باید دیته توجه وکړۍ چې د صحت او سلامتې په خاطر د شرابو استعمال څومره صحت ته خطر ناک دې او اجتماعې زیان یې ډیر دې ،دلته ګورو چې د انسانې ژوند د تعادل او د کورنې د سلامتې په خاطر خداې پاک شراب منع کړې دې ځکه د شرابو څخه د استفادې په وجه په تولنیز ژوند کې ډیرې ستونزې رامنځته کړې او انسانې،کورنې،او ټولنې ته ته زیان رسولې د شرابو استعمال د انسان فکرې،ذهنې او اقتصادې فکتورنه کمزورې کوې.که جیرې په اوسنیې نړې کې وګورو چې څومره د شرابو استعمال مروج شوې او مصرفیږې او همداسې اقتصادې،جسمانې،ټولنیز او کورنې سلامیتا ته زیان رسولې دې، چې په نتیجه کې د ټولنې پر روحې،صحې روحیې باندې بد او منفې اغیزې درلودلې او کړې دې ،چې په اکثرو مواردو کې جرمونه او جنایتونه زیږوې ،خداې پاک څومره د موږ سره مینه لرې او مهربان دې چې په مقدس کتاب کې بشر ته لارښوونه کوې چې د داسې ورته اعمالو څخه باید ډډه وشې او دا یوه انسانې او منطقې هم دې چې د شرابو د څښلو څخه باید ډډه وشې،بشر ته لازم دې چې د خداې د کلام څخه اطاعت وکړې او خپل ورځنې ژوند د مقدس کتاب د لارښوونې سره سم هدایت او پر مخ بوزې یه مقدس کتاب کې راغلې ده (نو اې خوږو دوستانو! چونکه د موږ سره داسې وعدې شوې دې نو راځې چې موږ خپل ځانونه د هر ډول جسمانې او روحانې ناپاکو نه،پاک کړو او د خداې د ویرې نه خپل پاکوالې کمال ته ورسوو.)
دویم کورنتیان ۷ فصل لومړې ایات