په خدای عقیده ۱۹ برخه په خدای عقیده ۲۱ برخه
تیر ۱۲

 

هو دا سمه ده چی د عیسی مسیح سره پیژندګلوی د ژوند تر اخره د انسان سره مل پاتی کیږی،ځکه هغه د یو انسان په شکل زمونږ نړی ته راغی، هغه یوازی د ځمکی پر سر دری نیمه کال خدمت وکړو،په دی موده کی عیسی مسیح د خلکو پر وړاندی مهربانه او بخښونکی وو.

اوس دا سوال پیدا کیږی چی عیسی مسیح څه نوم یې د ځانه شاګردانو ته پریښود؟

ایا د هغه پاکی، بی ګناهی او کاملیت ددی باعث کیده چی د خلکو څخه منزوی وی؟

راځی چی ددی تپوس ځواب په انجیل شریف کی وګورو.

( په ازل کښی کلام وو او کلام د خدای څخه وو او کلام خدای وو،دغه په ازل کښی د خدای څخه وو، او د هغه په وسیله ټول څیزونه په وجود کښی راغلل، څه چی په وجود کښی راغلل، یو څیز هم بغیر د هغه نه په وجود کښی رانه غی. د یوحنا انجیل لومړی باب لومړی نه تر دریمه ایات)

ددی ایاتو څخه جوته کیږی چی هغه د ټول جهان مالک او پیدا کوونکی دی.

اوس کیدی شی د ځنیو په سوچ دا روحیه چی هغه څنګه د ټول جهان پیدا کوونکی دی پیدا شی چی باید دوی درک کړی چی عیسی مسیح په خپله خدای وو او هغه د انسان په جامه دا نړی ته راغی.

ایا پدی دلیل چی هغه د خدای زوی دی په نورو ځان تحمیلول؟

ددی تپوس په ځواب کښی باید وویل شی چی ددی ځواب ښکاره او روښانه دی، هغه دا چی د هغه کلام او ویناووی د برکت څخه ډک وو او دی او د هغه کلام انسانانو ته خوشحالی او فیض وربخښل، همدا دلیل وو هغه کومو کسانو او د هغه د جملی څخه د هغه شاګردان، کله چی د عیسی مسیح د کلام څخه مستفید شول بیا هیڅکله د هغه کلام او ویناووی یې هیر نکړو، او هر هغه څوک چی د هغه کلام یې اوریدل هغووی ته باطنی ارامتیاه په نصیب کیدی.

د عیسی مسیح سره کښناستل د فیض او برکت سره مل وو او هغه کوم کسانو چی په هغه باندی د ایمان اقرار کوله هغوی د تل ژوندون خاوندان کیدلی.

پدی اړه په انجیل شریف کی راغلی دی.

( په هغه کښی ژوندون وو او هم دغه ژوندون د بنی ادمو نور وو، او نور په تیاره کښی ځلیږی او تیاره پری هیڅ کله هم غالبه نه شوه. د یوحنا په مطابق د مالک عیسی زیری اول باب څلورم او پنځم ایات)

عیسی مسیح د ځمکی په سر ژوند وکړو هغه بخښونکی او مهربان وو، خدای پاک عدالت، صداقت او تل ژوندون یې د عیسی مسیح په وسیله بشریت ته عطا کړی دی .

ایا عیسی مسیح خپل شاګردان په زور او تهدید دیته مجبورول چی ددی څخه اطاعت وکړی؟

د هغه مینه او محبت پای نلری او هغه د حقیقت منبع او سرچنیه دی او د انسانانو سره رښتنی مینه لری.

ایا عیسی مسیح دومره مصروف ویل چی د ناروغانو، ضعیفانو او ماشومانو ته وخت نه درلود؟

ایا ښځینه د عیسی مسیح د سترګی پر وړاندی بی ارزښته وه؟

ایا عیسی مسیح د نړی نورو خلکو ته د حقارت په سترګو کتل؟

نوربیا

 

ستاسو نظر