په خدای عقیده ۱۹ برخه په خدای عقیده ۲۱ برخه
تیر ۱۷

ایا مقدس کتاب منسوح او یا تحریف شوې ده؟
د مقدس کتاب

خداې ته تل زما دعا دادې ، چې کله د خداې کلام اورو او یا مطالعه کوو موږ ته دا حکمت راکړې ، تر څو په خپل ژوند کې د خداې رضا درک کړو خداې ، د موږ خداې واقعآ چې د انسانانو سره مینه لرې ، او غواړې چې د موږ سره مشارکت ولرې د خداې سره د اړیکې یوه لار ه د خداې د کلام اوریدل او لوستل دې ، مقدس کتاب د خداې کلام ده ، چې د انسانانو د لارښوونې په خاطر بشر ته عطا شوې دې ، نو خداې د هغه ساتونکې او حامې دې .

ایا مقدس کتاب منسوح او یا تحریف شوې ده !

د خداې کلام د هغه سپینو زرو په شان ده چې اوه ځلې په کوره کې تصفیه شوې وې ، سپیڅلې او د اعتماد وړ دې د شمیرنه ( اعداد ) په کتاب کې چې د مقدس کتاب د کتابونو څخه یو کتاب ده لیکل شوې دې ( خداې انسان نه دې چې درواغ ووایې ، هغه بنې ادم نه دې چې خپل اراده ته تغییر ورکړې ، یا دا چې کومه خبره کړې وې او هغه اجرا نه کړې ، او یا څه ویلې وې هغه ثابت او استوار پاتې نه شې .) ۲۳- ۱۹ خداې انسان نه دې چې درواغ ووایې ، درواغ ویل د انسان زیږید دې ، ځکه د انسانانو په فطرت کې ګناه نغښتې ده ، پس هغه ډیره په اسانې سره کولاې شې چې درواغ ووایې ځکه چې د انسان طعبیت ګناه ګار دې ، که چیرې انسا ن داسې طعبیت ولرې ، نو هغه ناوړې او کرغړنه عملونه لکه قتل ، زنا ، درواغ ، غچ اخستنې ، چل او ول ، تزویر او داسې ورته عملونه مرتکب کیږې . لیکن دې انسان په عکس خداې پاک او سپیڅلې دې او د ګناه څخه لرې ، خداې پاک خپل کلام خلکو ته عطا کړو . ، ځکه داسې اراده کړې وو . د موږ د خداې اراده نه بدلیدونکې او تغییر نه کوونکې ده ، خداې د انسان غوندې نه دې ، چې یوه کتاب بشر ته عطا کړې او وروسته ووایې چې دا اشتبا ده او د هغه په اړه تجدید نظر وکړې .

مقدس کتاب د خداې کلام دې ، چې نه بدلیدونکې او تغییر نه کوونکې ده ، ځکه د خداې اراده نه بدلیدونکې او تغییرنه کوونکې ده ، په دې اساس مقدس کتاب تغییر نه منونکې ، نه بدلیدونکې او منسوخ نه کیدونکې یو کتاب دې چې بشر ته د خلاصون زیرې ورکوې ، په انسانې نړې کې داسې قوت وجود نه لرې چې د خداې کلام ته تغییر ورکړې او یا هغه تحریف کړې ، مقدس کتاب د خداې د ذات قدرت ده چې بشر ته ازادې ورکوې ، نور څوک کولاې شې هغه تحریف کړې؟ دا قوت نه د فرښتې ، نه د انسان او نه د شیطان په وجود کې دې چې هغه تحریف کړې ، یو شمیر ګناهګاران داسې ادعاوې کوې چې مقدس کتاب تحریف شوې ، که چیرې مقدس کتاب د خداې کلام دې او د خداې لخوا د بشر د لارښوونې د پاره عطا شوې ده، انسان څنکه کولاې شې هغ ه تحریف کړې او یا نقصان ورته ورسوې . خداې پلار د خپل کلام ساتونکې او محافظت کوونکې ده ، هغه خداې چې د اسمانونو او د ځمکې ټول واک او قدرت د هغه سره دې ، نو څنکه اجازه ورکوې چې څوک د هغه کلا م ته تغییر ورکړې ، د خداې اراده تغییر نه خوړونکې ده ، په دې وجه د خداې کلام نه بدلیدونکې او تغییر نه منوونکې ده ، په مقدس کتاب کې راغلې ده ” د خداې کلام ، سپیڅلې کلام دې ، چې په کوره کې اووه ځلې تصفیه شوې وې “  زبور شریف ۱۲ باب ۶ ایات

 د خداې کلام پاک او سپیڅلې ده ، د انسانې فکر څخه پاک او لرې دې ، نه دا چې انسان وکولاې شې هغه ته تغییر ورکړې او یا یوه حرف په کې کم یا زیاد کړې ، ځکه د خداې کلام د هغه سپینو زرو په شان ده چې په کوره کې تصفیه شوې وې ، پاک او خالص دې ، د خداې د کلام ساتوونکې او حامې په خپله خداې پاک دې ، هغه د خپل کلام ساتونکې ده.

د زبور په کتاب کې د ۱۲ باب ۷ ایات کې لیکلې شوې ” او ته اې خداې دوې به ساتې د نن څخه نیولې تر ابده پورې او محافظت به کړې”  کله چې خداې پاک خپل کلام بشر ته سوغات کړد هغه وخت څخه تر ننه ، او تر ابده پورې د هغه ساتونکې ده ، پس د خداې کلام زوال نه منونکې او له منځه نه تلونکې ده . د موږ خداې عیسې مسیح په دې اړه موږ ته ډاډ راکوې ، چې اسمانونه او ځمکه به زوال مومې ، لیکن زما کلام هیڅ وخت له منځه نه ځې.

(د مرقس انجیل ۱۳ باب ۳۱ آیت) 

د خداې کلام د رومیانو په رساله کې په ۳ باب ۲۳ ایات کې مطالعه کوو ( ځکه چې ټولو ګناه کړې دې او د خداې د جلال څخه لرې پاتې دې د هم دې کتاب په ۶ باب ۲۳ ایات کې راغلې ده ( ځکه چې د کناه جبران او بدل مرګ دې ، خو د خداې بخښنه د موږ خداې عیسې مسیح کې د تل ژوندون دې . د خداې کلام نه شې منسوخ کیدې ، هر څوک کولاې شې چې د ګناه څخه توبه وکړې او په عیسې مسیح باندې ایمان راوړې ، په دې باندې باور ولرې چې په هغه صورت کې د تاسو ګناهونه بخښل کیږې او مسیح په تاسو کې اوسې ، او خداې تاسو د خپل بیچانو په څیر منې ، تر څو د ابدې هلاکت څخه وژرغول شې او خلاصون پیدا کړې او د خداې په پاچاهې کې شامل شې . دا هغه لوظ او وعده دې چې مسیح موږ ته راکړې ده ، هغه په خپل لوظ ټنیګ او استوار ولاړ دې ، ځکه د خداې کلام او لوظ نه شې بدلیدې او نه منسوخ کیږې ، نو د هغه لوظ او وعده نه بدلیږې او تغییر نه کوې . مسیح وایې ځمکه او اسمانونه به زوال مومې لیکن زما کلام نه زوالیږې او له منځه نه ځې .د خداې کلام د هغه سپینو زرو په شان ده چې اووه ځلې په کوره کې تصفیه شوې وې ، پاک او د باور وړ دې . موږپه مخکنې مقاله کې په دې باندې خبرې وکړې چې د خداې کلام تغییر نه کوې او هغه د خپل د کلام رښتنې ملاتړ دې او د خپل د کلام څخه ساتنه کوې ، د خداې کلام د هغه سپینو زرو په شان ده چې د ځمکې په بیخ کې پاک شوې وې ، خداې انسان نه دې چې تغییر وکړې ، خداې هیڅکله د خپل د کلام څخه نه راګرځې ، ځکه خداې کامل ذات دې . ایا څوک تر اوسه پورې په یاد لرې چې خداې څه ویلې وې او تر سره کړې نه وې ؟ پس خداې د خپل په تحقق کې ثابت او استوار دې ، په دې اساس د خداې کلام نه منسوخ کیدونکې دې او منسوخ شوې نه ده ، د یوحنا په انجیل کې مسیح فرمایې ( زه لار یم ، زه حق یم او زه ژوندون یم ) دا درې صفتونه د خداې کلام او صفت دې . که څوک ګناه وکړې او ووایې چې دا کلام منسوخ شوې ، هغه په خداې باندې عقیده نه لرې ، او د خداې په اړه سمه نظره نه لرې . تر دې ځاې پورې د مقدس کتاب په بنسټ مو ثابت کړو چې د خداې کلام نه بدلیدونکې او نه منسوخ کیدونکې دې .

اوس د بلې اړخ څخه په دې موضوع باندې رڼا اچوو !

د خداې منلې شوې بنده ګانو ، شپه او ورځ دوې د خداې عبادت یې کولې او په زړونو کې د خداې سره مینې درلودلې او دوې په خپلوو زړونو کې د خداې کلام ساتل ، په خاص ډول هغه کسانو چې د مسیح سره ژوند کړې وو او د هغه خبرې او عملونه یې لیدلې وو ، هیڅ وخت هغه یې د یاده ایستلې نه و، د خداې په لور د عیسې مسیح د صعود څخه څو کاله وروسته ، ددې د پاره چې راتلونکې نسلونه د هغه کلام هیر نه کړې ، یو شمیر کسانو د خداې د مستقیمې لارښوونې او تر نظر لاندې د مسیح کلام یې ثبت او ولیکلوو .د یادولو وړ دې هغه کومو کسانو چې د عیسې مسیح کلام یې ولیکوو ، هر یو یې د خداې د روح   څخه ډک وو او یوه ګړې هم دوې د خداې او د ایمان د یاد څخه فارغ نه وو هغوې یو او دوه نه ول بلکې یو شمیر ډیرو کسانو د هغه کلام ولیکوو دا کسانو د خداې د لارښوونې او هدایت لاندې او همداسې د اورشلیم د کلسیا سره په مشوره ، چې د کلسیا   د مشرانوڅخه ډیرو یې د مسیح خبرې اوریدلې او د هغه معجزاې یې لیدلې  وو په دې توګه اناجیل شریف ولیکلو شو .

د زړې لوظ نامې په اړه بیا هم داسې مینه او علاقه د خداې د منلوو شوو استازو په زړونو کې نغښتې وو ، د زبور کتاب د ۱۱۹ باب په ۱۱ ایات کې راغلې ده ( ستا کلام مې په زړه کې وساتل نه دا چې ګناه وکړم ) په دې توګه ملاحظه کوو چې د زبور لیکونکې د خداې کلام په خپل زړه کې ساتې او بیا په خپله ژبه هغه   بیانوې ، تر څو هغه ګناه ګار نه شې د خداې په استازو کې د خداې څخه ویره او ډار د دوې په زړونو کې نغښتې وو ، او دا امر ددې سبب کیدې چې د خداې پر وړاندې دوې ویره ولرې او صادق اوسې . او د هغه یوې کلمې ته   تغییرورنه کړې . هم داسې د زبور د کتاب په ۱۱۱ باب ۱۰ ایات کې ویل شوې ده ( د خداې څخه ویره د حکمت ابتدا ده ) د سلیمان په متلونه کې د لومړې باب په اووم ایات کې ویل شوې ، (د یهو څخه ویره د علم اغاز دې ، لیکن ناپوهان او جاهلان حکمت او ادب خوار ګڼې ).

 

 په دې توګه ګورو هغه کوم کسانو چې د خداې کلام (زړې لوظ نامې ) یې لیکې په زړونوکې د خداې څخه ډار درلودل او په امانت دارې سره دوې د خداې کلام بیانول ، تر څو دوې د خداې پر وړاندې ګناه ګار ونه شمیرل شې . د بلې خوا څخه د خداې څخه ویره اوپه هغه باندې ایمان د هغوې علم او حکمت وو نه دا چې د دوې انسانې تجربې ! د بلې خوا   څخه یهودوپه دولسوو قبیلوو ویش ول او دوې تل یو د بله سره په جګړو کې اخته وو او دا جګړې او اختلافونه ددې سبب کیدل چې دوې نه توانیږې چې د خداې د کلام یوې کلمې ته تغییر ورکړې ،ځکه د خداې کلام ټولو یهودو ته ورکړ شوې وو نه یوې خاصې قبیلې ته ، که د یهودو یو قبیله غوښتې د خداې په کلام کې تغییر راوړې ، نورو قبیایلوو دا یې نه منل ، ځکه د خداې کلام په متحدو نسخوو او په یوه ژبه باندې په مختلفوو قبیلوو کې ساتل کیدل ، او څوک یو او بل ته درواغ نشو ویلې ،که چیرې داسې چې ګویا یهودو مقدس کتاب ته په خپل ګټه تغییر ورکړې ، دا خبره ددې له امله بې اعتباره ده ، چې په مقدس کتاب کې د یهودو منفې عملونه او کړنه په ډیرو برخو کې د خداې لخوا توبیخ شوې دې او دا د یهودو په ګټه نه دې ، که هغوې غوښتې چې د خداې کلام ته تغییر ورکړې ، باید چې د خپل په ګټه ورته تغییر ورکړې واې ، نه دا چې د خپل په زیان ، هغوې چې ګناکار دې او ادعاوې لرې چې انګلسیانو ورته تغییر ورکړې ، دا موضوع ته باید پاملرنه ولرو چې مقدس کتاب په انګلسیې ژباړه شوې ده او د مقدس د کتابونو څخه یو هم په انګلسیې ژبه باندې نه دې لیکل شوې ، بلکې د اصلې نسخوو څخه د یونانې ، عبرې او ارامې ژبو څخه په انګلسیې ترجمه شوې دې ، ددې کاذبانه ادعا په ځواب کې باید ووایو هغه نسخې چې په ۱۹۴۷ کال کې د یوې اسراییلې شپون لخوا د اریحا په اته کیلو مترې کې لاسته راغلې ده ، په اکثرو برخو کې د مقدس کتاب سره مطابقت لرې ، چې دا نسخې خوندې ساتل شوې ده او دا ددې خبرې ثبوت دې چې خداې پاک خپل کلام تر ابده پورې ساتې او د هر خطر څخه هغه خوندې کوې ، ځکه د خداې کلام ژوندې او نه بدلیدونکې او تغییر نه خوړونکې   کلام دې.

 

ستاسو نظر