په خدای عقیده ۱۹ برخه په خدای عقیده ۲۱ برخه
خرداد ۲۶

په خدای عقیده

په فدارلی روسیه(پخوانی شوروی)او پدی ځمکه کی اکثریت خلک او وګړی په خدای باندی عقیده او باور نلری،او همداسی هغه کوم خلک چی پدی لوی ځمکه کی په خدای باندی اعتقاد لری دا شمیر کسان د ګوتو په شمیر دی او دوی خپل خپل اعتقادات او بیلا بیل لید لوری او نظرات د خدای د پیژندګلوی په اړه لری.

چی د دوی اعتقادات او نظرونه یو د بل سره سمون نه خوری او متفاوت دی.

باید وویل شی چی په خدای باندی ایمان او باور د ستاینی وړ دی،ایا د تاسف وړ ندی چی په خدای باندی ایمان ولرو چی هغه دقیق نه پیژنو؟

دا چی ما د فدارتیف روسیی څخه د مثال په توګه یاد کړ دا ځکه چی اکثریت روسیان د خدای د ماهیت او شخصیت په اړه ډیر کم معلومات لری.

د خدای د ماهیت او شخصیت څخه د نه خبرتیا موضوع نه یوازی په روسیه کی محدویږی بلکه په اکثرو هیوادو کی خلک د خدای په اړه دقیق پیژندګلوی نلری په خاص توګه نوی ځوانان.په روسیه او دیته ورته هیوادو کی هغه ډلی او ګروپونه چی په خدای باندی اعتقاد او باور لری، پدی کی یو شمیر خلک خدای د یو معما او د هغه وجود د مرموز په ډول منی او یا فکر کوی.

ایا تاسو شخصاْ خدای پیژنی؟

د یو شخص د وجود څخه خبرتیا او اګاهی د هغه شخص د پوره او دقیق پیژندنی په معنی ندی او داسی شناخت د کامل او پوره شناخت څخه ډیر توپیر لری.

د مثال په توګه،ممکن موږ د لری سمیی د باچاه د وجود څخه، او یا د کوم معروف او شناخته شده ورزش کار، او یا د یوی سنمایی هیرو او د کومی لوبډلی څخه خبر او اطلاع ولرو، ایا دا پدی معنی دی چی دا کسان موږ دقیق او پوره پیژنو؟

پدی کی موږ ویلی شو چی هغووی شخصاْ نه پیژنو، ځکه د هغوی پیژندل پدی معنی دی چی د هغوی د شخصیت، رفتار او سلوک، احساسات، سلیقه او راتلونکی برنامی څخه اشنا اوسوو.

د یو کس او یا د یو شخصیت پیژندل، یو سړی د هغه سره د اړیکی ټنګولو خواته نژدی کوی او سړی کولای شی چی د پیژندګلوی له لاری د هغه سره اړیکی ټنیګ کړی.

په سلهاو زرو خلکو دی نتجیی ته رسیدلی دی چی د خدای په اړه مبهم فکر او سوچ او یوازی په هغه باندی عقیده کافی ندی،له همدی کبله دوی کوښښ کوی چی خدای ښه وپیژنی او همداسې دوی زیار باسې چې د خدای په اړه پوره او دقیق معلومات لاسته راوړی او د هغه په شناخت کی دقیق اقدام وکړی.

ایا د دوی دا کار ګټور دی؟

د خدای سمه او دقیق پیژندنه وخت او زحمت ته اړیتا لری چی ډیری ګټی لری او په نتجیه په انسانی ژوند کی انسان ته ګټه رسوی.

هغه څوک چی د ټولو مخلوقاتو او کانیاتو پیدا کوونکی دی د هغه سره په ورځنی ژوند کی اړیکی ټنیګول د انسان ژوند ته سمون ورکوی او د خدای پیژندنی له لاری انسان د پرمختیګ پر لوری ګامونه پورته کوی.

ایا هغه کوم وخت چی د خدای پیژندنی په لاره کی وقفوو،او هغه کوم تلاښ چی د خدای د شناخت په اړه کوو د موږ په حال څه ګټه لری؟

ددی تپوس په ځواب کی باید وویل شی چی هوکی خدا پیژندنه هرمرو انسان ته پدی نړی او اخرت کی ګټه رسولی شی،او همداسی هغه کوم کسان چی د خدای پیژندنی په اړه زیار باسی او په هغه باندی پوره ایمان لری پرته د شک څخه خدای پاک هغه ته ددی کار په بدل کی اجر ورکوی.

باید وویل شی هغه کوم شخص چی په صادقانه ډول د خدای په لاره کی زیار باسی د هغه کس ورځنی ژوند سمون پیدا کوی او په ژوند کی د پرمختیګ احساس کوی.

کله چی خدای ښه وپیژنو او د هغه په اړه په مقدس کتاب کی معلومات لاسته راوړو چی په نتجیه کی په خدای باندی کامل ایمان او عقیده انسان تل ژوندون ته لارښوونه کوی.

ایا د تل ژوندون څخه پورته انسان ته بل کوم څیز ارزښت درلودلی شی؟

او ایا نوی ژوند او تل ژوندون د خدای نه پرته امکان درلودلی شی؟

ځواب روښانه او واضع ده چی نه په مقدس کتاب کی خدای فرمایلی ده چی دا نوی ژوند او تل ژوندون عیسی مسیح پوری نغښتی دی،چی هر انسان کولای شی د ایمان پوسله په وړیا توګه نوی ژوندون لاسته راوړی.

ایا د عیسی مسیح او د هغه د پیژندنی په اړه د کافی معلوماتو او شناخت څخه بی خبری د ژوند د نمګړتیاوو څخه ګڼل کیدی شې؟

هوکی کیدی شې او رشتیاه همداسی ده په څه دلیل؟ مقدس کتاب موږ ته عیسی مسیح معرفی کړی دی چی هر انسان کولای شې د هغه سره پیژندګلوی حاصله کړی،همدا چی د هغه سره پیژندګلوی شروع شی او بیا وروسته دا پیژندګلوی تر ابده ادامه پیدا کولای شی.

نور بیا

د ژوندون اداره

ستاسو نظر