ګرانو هیواد والو وطندارانو،
د عیسې مسیح په پاک او سپیڅلې نوم چې د موږ مولا او خداې دې ، د تاسو راتګ د افغانې مسیحیانو د پښتو خپرونې ته ښه راغلاست وایو او د تاسو هر کلې کوو او تاسو ته د ښه چارې غوښتونکې یوو!
زه د خداې شکر کوم چې هغه د ټول بش ریت نجات ورکونکې ده . په مقدس کتاب کې ذکر شوې چې د عیسې مسیح د نوم نه غیر بل هیڅ نوم وجود نه لرې ، چې د شطیان د غلامې او د ګناه څخه انسان ته نجات ورکړې . یوازنې پیغام د حق لټوونکو د پاره د خداې د کلام څخه دادې چې ( هر هغه څوک چې د عیسې مسیح په نوم ایمان راوړې هغه د تل ژوندون خاوند به شې ) په مقدس کتاب کې لیکل شوې چې هغه ( د جهان نور دې ) مقدس کتاب د عیسې مسیح په اړه داسې شاهدې ورکوې ( تل ژوندون په هغه کې ده او دغه ژوند ټولو خلکو ته نور وربخښې ) یوحنا لومړې فصل څلورم ایات . عیسې په خپ ل اړه داسې فرمایې ( زه د نړې نور یم ) هغه څوک چې زما څخه پیروې وکړې په تیاره کې به سرګردانه پاتې نشې ، بلکې د ژوند نور به د هغه سره وې . عیسې مسیح ددې نړې پیدا کونکې او څښتن دې، هغه د پاچاهانو ، پاچا او د کایناتو سرور ده ، ددې حقیقت برسیره ، هغه د انسانې ج امې د هغه مینې له کبله چې د موږ سره یې درلوده په تن کړو ، هغه نه غوښتل او نه غواړې چې څوک د ې دوزخ په اور کې ستې شې . هغه د انسان په صورت کې د پیغله مریم د بطن څخه د روح القدس په مرسته د ګناهګارانو په انسانې نړې کې پښه کیښودو ، د یهودو قام په پیړو ، پیړو د عیسې مسیح د ظهور منتظر ول ، هغوې انتظار درلوده چې د خداې له خوا وعده شوې پاچا د خداې له طرفه یوه ورځ به د دوې د خلاصون د پاره به ظهور وکړې ، هغوې فکر کوله چې عیسې مسیح په یوه مال داره او یا د پاچا په کورنې کې به پیدا شې ، لیکن عیسې مسیح په یوه غریبې کورنې کې ، په اخور کې سترګې نړې ته وغوړول . د خداې کلام فرمایې ( خداې د انسان غوندې فکر نه کوې او د هغه عملونه د انسان په مثل ندې ) د خداې کلام د عیسې مسیح د ظهور په اړه داسې فرمایې) تاسو پوهیږې چې د مو ږ خداې عیسې مسیح څومره بخښونکې دې ، هر څه هغه دولت مند وو ، ستاسو په خاطر ځان یې غریب کړو تر څو تاسو دهغه د فقر له لارې دولتمند شې)
هو ګرانه وطنداره ! د موږ د خداې عیسې مسیح پیغا م ، یعنې د انجیل پیغام ډیره ساده ، لیکن د خداې د قدرت څخه ډک او نجات ورکونکې دې . داسې کلام دې چې هر څوک کولاې شې هغه درک کړې او د ه غه د محتوا څخه پوه شې . د خداې کلام فرمایې ( ټولو ګناه کړې دې او هیڅوک هغه پوره کمال او جلال ته چې خداې انتظار لرې ندې رسیدلې ، اما اوس که چیرې په عیسې مسیح باندې ایمان راوړو ، خداې موږ بې ګناه حسابوې ، ځکه عیسې مسیح په خپل لطف سره په وړیا ډول د موږ ګناهونه یې پورته کړې ده . خداې عیسې مسیح یې راوستول تر څو چې د هغه د قربانې په کفاره کې او په هغه باندې د ایمان په وسیله د موږ ګناهونه ووینځې ، خداې د عیسې مسیح وینه او د موږ ایمان د خداې د غضب څخه د نجات وسیله وګرزول ، په دې ډول هغه خپل عدالت ښکاره کړ و . که هغه ، هغه کسانو چې په تیرو وختونو کې ګناه کړې وو ، مجازات نکړل ، دا هم کاملآ عادلانه وو ، ځکه هغه د هغې وخت منتظر وو چې عیسې مسیح راشې او د هغوې ګناهونه پاک کړې . په دې حاضر وخت کې خداې د همدې له لارې ګناهکاران خپل حضور ته منې ، ځکه عیسې مسیح د دوې ګناهونه پورته کړې ، ایا دا به بې انصافې نه وې چې خداې ګناهکاران بې ګناه وشمیرې ؟ نه ځکه خدا ې دا کار د هغوې د ایمان په وسیله چې په عیسې مسیح باندې لرې تر سره کوې ، یعنې ایمان په هغه چا باندې چې هغه په خپله وینه د هغوې ګناهونه پاک کړې دې، ځکه هر هغه څوک چې ګناه وکړې د ګناه جبران مرګ دې ، مګر هر هغه څوک چې د موږ په خداې عیسې مسیح باندې ایمان راوړې د هغه پاداش د خداې لخوا تل ژوندون ده.
رومیان دریم فصل ایات ۲۳- ۲۶ او د همدې کتاب شپږم فصل ۲۳ ایات
ګرانه وطنداره ! خداې د موږ سره مینه لرې ، خداې د هر انسان سره مینه لرې ، هغه غواړې چۍ د موږ سره یوه خاصه اړیکه ولرې ، هغه عیسې مسیح یې واستول ( ځکه خداې ددې نړې سره په هغه اندازه مینه درلوده چې خپل یوازنې ځوې یې دې نړې ته واستول ، تر څو هر هغه څوک چې په هغه باندې ایمان راوړې هغه به هلاک نشې ، بلکې د تل عمر ژوندون به مومې . یوحنا دریم باب شپاړلسم ایات . د خداې دوستې د مینې دوستې ده ( اما وګورې چې خداې څومره د موږ سره مینه لرې ، ددې برسیره کله چې لا ګناکار وو عیسې مسیح یې واستول ، تر څو د موږ د پاره فدا شې.
رومیان پنځم باب اتم ایات.
خداې موږ له د لیاقت په وجه نجات رانه کړ و ، بلکې د خپل رحمت په خاطر هغه دا کار وکړ . تیطوس دریم باب پنځم ایات . پس ددې په خاطر چې موږ د خداې نجات حاصل کړو څه باید وکړو ؟ ایا موږ کولاې شو د ښه عملونه په وجه خد اې خو شحاله کړو تر څو ددې په بدل کې هغه موږ ته نجات راکړې ، او وبخښې . د خداې کلام فرمایې هغوې د خداې د پیژندلو دعوې کوې خو په عمل کې د هغه څخه انکار کوې ، ځکه چې هغوې درواغ وایې او نا فرمانه دې او د یو نیک کار وړ هم نه دې.
تیطوس لومړې باب شپاړلسم ایات
په نړې کې د عیسې مسیح نه غیر داسې انسان نه شته دې چې د خپل عمر په دوران کې یو ځ لې درواغ یې نه ویلې او د کینه او بغض نه لرې پاتې شوې وې ، او شرم اورې خبرې یې نه وې کړې او همداسې بد فکر یې نه وې کړې . د خداې کلام فرمایې : هیڅوک عادل نه شته ، یو هم نه شته ، موږ د خداې نه لرې شوې یوو . رومیان دریم باب لسم ایات ـ اشیعا ۵۹ باب ۲ ایات . م وږ باید د خداې شکر وکړو چې هغه سمه او پوره لاره ، د انسان د پاره د خپل له خوا چمتو کړې دې . مسیح ددې لارې په اړه فرمایې : زه لار یم ، زه حق یم او زه ژوندون یم ، هیڅوک زما د وسیلې نه غیر پلار ته نه شې راتلې . یوحنا ۱۴ باب ۶ ایات . ددې په خوا کې هغه فرمایې هر هغه څوک چې ماله راځې هغه به زه هیڅکله و نه شړم . یوحنا ۶ باب ۳۷ ایات.
پس څه باید وکړو ؟ ځکه که ستا په خوله دا اقرار وې چې عیسې مسیح خداې دې او د زړه نه ایمان راوړې ، چې خداې هغه د مړو نه راپا څولو نو ته به نجات مومې ، ځکه انسان په زړه ایمان راوړې او عا دل ګڼله کیږې ، او په خوله دا اقرار کوې خلاصون به مومې.
رومیان لسم باب ۹ او لسم ایات.
هو ګرانه وطنداره : خداې هیڅوک نه ردوې ، هغه د هر انسان سره مینه لرې او غواړې هر هغه څوک ، که چیرې هر څومره لویه ګناه هم ولرې د هغه خواته وګرزې خداې یې منې، هغه فرمایې ( روغو خلکو ته د ې ډاکتر اړیتاه نه وې ، بلکه ناروغان ته یې وې ، زه د ې متقیانو (پرهیز ګارانو) دې پاره نه یم راغلې چې توبې ته یې دعوت کړم ، بلکې ددې د پاره راغلې یم چې ګناهګارو ته د توبې بلنه ورکړم . لوقا ۵ باب ۳۱- ۳۲ ایات . عزیزانو : مه هیروې چې د خداې کلام فرمایې ( ټولو ګناه کړې ده او د خداې د جلال نه محروم دې ، لیکن د خداې په فیض او د مسیح په وسا طت او د هغه د وینې په کفاره سره په هغه باندې ایمان راوړونکې په وړیا ډول عادل شمیرل کیږې ،ځکه عیسې مسیح هغوې خلاص کړې.
خداې پاک تاسوته غږ کوې ! ( اې ټولو خوارکښانو او هغوې چې بار مو دروند دې ماله راشې او زه به ارام درکړم.
د متې انجیل باب ۱۱ اته ویشتم ایات . خداې تاسو ته دې برکت درکړې .
ستاسو خواږې ورور او وطندار.
یکشنبه ۶ بهمن ۱۳۸۷ در ۵:۰۳ ق.ظ
سلام
زما نوم عبدالقادر عمر ۲۳ کاله ده افغانستان اوسیدونکی یم
ما ده عیسی مسیح په باره کی ڈیره مطالعه کڑی ده رشتیا چی دا ٹول حقیقت دی
زه په عیسی مسیح باندی ایمان لرم زه چی کله هم مطالعه کوم ما ته سکون پیدا کیگی
زه غواڑم چی ما ته یو بل ایماندار بپتسمه راکڑی زه به ڈیر خوشحاله سم
زه ڈیر مایوسه یم چی زما سره کوم بل مسیحی ایماندار نسته او تنها یم او نه چاته ده خپل
زڑه حال ویلای سم هیله لرم چی له ما سره مرسته وکڑی
ستا سو ده جواب په هیله
ستا سو ورور
عبدالقادر