په خدای عقیده ۱۹ برخه په خدای عقیده ۲۱ برخه
دی ۱۹

شریعت

 خدای عیسی مسیح یی واستوو،چی د هغه د قربانی په کفاره او په هغه باندی د ایمان په وسیله گناهونه ووینځی او چی خپل صداقت  ښکاره کړ ی ځکه چی خدای صابر دی  نو په تیرو شوو گناهونه یی څه غرض و نه لرو ځکه هغه د هغه وخت منتظر وو چی مسیح راشی او د هغوی گناهونه پاک کړی.
 رومیان دریم شریعت فصل   ایات  ۲۵. 

 

گرانو ورورنو! د خلاصون او د نجات لاره همدا دی چی د زړ ه له کومی د خدای پر زوی ایمان راوړو،د ایمان او شریعت ترمنځ ډیر زیات توپیردی دا ځکه چی خلاصون او نجات د مذهبی مراسمو د ترسره کولو له لاری نشی حاصلایدی ، نجات او خلاصون دگناه څخه او د خدای  حضور ته تلل یوازی او یوازی د هغه کار په وجه چی عیسی مسیح د موږ او تاسو د پاره تر سره ګړې یعنی د گناه گارانو په لاره کی سولی(صلیب) کړی شوی حاصلیدلی شی.

اود هغه ایمان په وجه چی په هغه لرو ، د خلاصون او نجان لاره بلل کیدی شی او بس ! که چیری یو څوک ادعا وکړې چی هغه په خپل ژوند کی د ښه اعمالو خاوند دی،هر وخت او په هر ځاې کې د خلکو پر وړاندې صادق او په انصاف چلند کوې او همداسې هغه کوم کار چې ښه وې تر سره کوې او د بدو څخه ځان ساتې او همداسې د ګناه او ناپاکو اعمالو څخه لیرې ژوند کوی او مذهبې احکام د شریعت له لارې پلې کوې ایا دا سړې کیدې شې چې د خداې پر وړاندې د بې ګناهې ادعا وکړې او ووایې چې زه بې ګناه یم او همداسې ادعا وکړې چې د خداې حضور ته لاره موندلې شې؟

ایا دا به درسته وې؟

ځواب روښانه او واضع دې چې نه ، ځکه خداې فرمایې چې هر سړې ګناه ګار دې ځکه انسان د ادم د نسل څخه دې ، کله چې ادم د خداې پر وړاندې ګناه وکړو، د ادم ګناه ټول بشر یې نسل په نسل  په ګناه ککړ کړو. اسمانې کتاب په دې اړه فرمایې: هیڅوک نیکو کار  (صادق) ندې په ټول عالم کې یو بې ګناه هم نه پیدا کیږې . رومیان دریم فصل لسم ایات

پدې ایات کې دیته باید پاملرنه وکړو چې په ټوله نړې کې یو کس هم بې ګناه نشته ، نو څنګه کیدې شې چې څوک ادعا وکړې چې زه بې ګناه یم ، او حتې دا چې یو څوک نشته چې صادق او نیکو کار اوسې او د گناه څخه فارغ وې دا پدې معنې دې چې انسان ګناه ګار پیدا کیږې، ځکه چې انسان نسلآ ګناه ګار دې، نو د ګناه څخه پرته ژوند څنکه امکان درلودلې شې چې انسان وکولاې شې د خداې حضور ته لاره پیدا کړې او خداې ته د منلو وړ اوسې؟

د عیسې مسیح حضور ته راغلې یاستې چې د نوې وعدې او نوې پیمان تړونکې دې او تاسو د هغه د وینې  خواته راغلې یاستې چې د هابیل د وینې په شان انتقام غوښتونکې ندې بلکې د موږ  پر مخ شنیدل شوې تر څو زمونږ ګناهونه وینځې . عبرانیان ۱۲ فصل ۲۴ ایات.

د عیسې مسیح د وینې او د ایمان په وسیله د انسان ګناهونه بخښل کیږې او د خداې حضور ته د منلو وړ  کیدې شې او د ایمان په وسیله د انسان ګناهونه بخښل کیږې او  خداې ته د منلو وړ ګرځیدې شې ، نو نتیجه دادې چې انسان د شریعت او دښه اعمالوپه وجه د خداې په نزد بې ګناه نه ګڼل کیږې بلکې په عیسې مسیح باندې  د ایمان په وسیله د انسان ګناهونه د خداې پر وړاندې بخښل کیږې او خدای هغه بخښی او د همدې له لارې انسان کولاې شې چې د خداې سره اړیکې ټنیګ کړې .

خداې شریعت موسې ته ورکړو،او شریعت یوازی د موږ سترګې خلاصوې تر څو خپل ګناهونه وګورو، پس ملاحظه کیږې چې د شریعت په اجرا سره هیڅوک او هیڅکله نشې کولاې چې د خداې رضایت حاصل کړې .

هر څومره ډیر په شریعت باندې پوه شو په همغه اندازه پوهیږو چې هغه مو د پښې لاندې کړې ،شریعت یوازې د موږ سترګې خلاصوې تر څو خپل ګناهونه وګورو. رومیان ۳ فصل ۲۰ ایات

اوس خداې بله لاره موږ ته ښودلې چې په عیسې مسیح باندې د ایمان په وسیله د خداې حضور ته لاره موندلې شو او خداې پاک  د موږ ګناهونه بخښې او د هغه حضور ته بې ګناه ګڼل کیږو،او د ایمان په وسیله خلاصون موندلې شو نه د شریعت د اجرا،او په دې ډول د خداې حضور ته د منلو وړ ګرځو نه دا چې د شریعت د اجر سره.

پدې اړه لاندې ایات ته مو پاملرنه اړوم!

اما اوس که چیرې په عیسې مسیح ایمان راوړو ،خداې موږ کاملآ بې ګناه حسابوې ، ځکه عیسې مسیح د خپل لطف په وجه په وړیا توګه د موږ ګناهونه پورته کړې دی . رومیان ۳ فصل ۲۴ ایات

ولیدل شو چې خلاصون او نجات یوازې او یوازې په عیسې مسیح باندې د ایمان په وسیله ممکن دې او بس نه دا چې د شریعت د پلې کیدو له لارې، او هم داسې د خداې رضایت د ایمان په وسیله لاسته راوړل کیدې شې نه د شریعت له مخې ، هر سړې کولاې شې  په عیسې مسیح باندې د ایمان اقرار وکړې او د همدې ایمان په وسیله د خداې رضایت حاصل کړې او د خداې رضایت یوازې او یوازې د ایمان له لارې لاس ته راځې ، نه دا چې د شریعت څخه د اطاعت په وجه.

انسان څنګه کولاې شې د خداې د احکامو څخه اطاعت وکړې ؟

ایا د خداې احکام د شر یعت د اطاعت په وجه  کیدې شې؟

انسان کولاې شې په عیسې مسیح باندې د ایمان  پوسیله د خداې د کلام او احکامو څخه  په پوره توګه اطاعت وکړې ، او د خداې رضایت حاصل کړې.

نو اوس چې د ایمان په وجه د خداې د احکامو څخه پیروې کوو، نو د شریعت  په وجه نشو کولاې چې د خداې د احکامو او کلام څخه پیروې وکړو.

بشر کولاې شې چې د خداې احکام او حکمونه په عیسې مسیح باندې د ایمان په پوسیله اطاعت کړې او د همدې ایمان له مخې د خداې حضور ته لاره پیدا کړې.

داود فرمایې: بختور دې هغه سړې د چا ګناهونه چې خداې په حساب کې رانه وستل . رومیان ۴ فصل اتم ایات

اوس سوال دادې چې انسان څنګه  او په کوم ډول کولاې شې چې د هغه ګناهونه د خداې په نزد معاف  او وبخښل شې؟

ایا کیدې شې د شریعت د اجرا له لارې د انسان ګناه د خداې په نزد وبخښل شې؟

د انسان ګناه هغه وخت بخښل کیږې چې هغه په عیسې مسیح باندې ایمان راوړې  او په هغه باندې د زړه له کومې د ایمان  اقرار وکړې، نو په هغه صورت کې خداې پاک د هغه ګناهونه بخښی او  په دی توکه  خدای د هغه گناهونه  بخښې او هغه بې ګناه ګڼې.

 انسان د مذهبې تشریفاتو له لارې نشې کولاې چې د خداې حضور ته لاره پیداکړې او د هغه ګناهونه د خداې پاک په وړاندې وبخښل شی ، انسان چی کله د ایمان  اقرار وکړی په هغه صورت کې  د هغه ګناهونه د خداې په نزد بخښل کیږې  او خداې پاک د هغه د ګناهونه څخه تیریږې او هغه بې ګناه ګڼې ،ځکه خداې داسې مقرر کړې چې د هغه په زوې باندې د ایمان پواسطه  خداې انسان او د هغه ګناهونه بخښې نه د شریعت د اجرا له لارې.

  

کله چې مسیح د سولې (صلیب) پر مخ د موږ او تاسو دګناهونه په خاطر صلیب کړې شو، د همدې مبدا له مخې د انسان او  خدای تر منځ اړیکې ټنیګ کړې شو او د بشر د پخلاینې اړیکې د خداې سره د همدې صلیب له لارې تامین کړې شو نه د شریعت او مذهبې تشریفاتو له لارې او همداسې خداې پاک خپل برکات موږ او تاسو ته د ایمان له لارې عطا کوې نه د شریعت او مذهبې تشریفاتو له لارې ،  که چیرې مقدس کتاب په غور او دقت سره مطالعه کړو ګورو چې ابراهیم د ایمان له لارې خداې پاک ته مقبول او د منلو وړ، وګرځیدو نه د شریعت د اجرا له لارې.

   په عیسې مسیح باندې  د ایمان له لارې د انسان ګناه بخښل کیږې نه د شریعت اومذهبې  تشریفاتو له لارې ځکه عیسې مسیح  د صلیب پر مخ صلیب کړې شو اومرګ یې مغلوب کړ،او همداسې کله چې موږ د خداې دښمنان وو د عیسې مسیح د فداکارې په وجه د خداې او انسان د پخلاینې موجب او سبب وګرځید، او موږ او تاسو په عیسې مسیح باندې د ایمان په وجه  د خداې دوستان وګرځیدو.

ځکه کله چې په عیسې مسیح باندې ایمان راوړو د خداې دوستان ګڼل کیږو.

(په واقع کې موږ د مذهبې احکامو په پوهیدود ګناه د منګلو څخه خلاصون پیدا نکړو، ځکه چې د هغه د اجرا  توان  نلرو، په همدې علت خداې بله طرح د موږ د خلاصون د پاره چمتو کړو،خداې خپل زوې په انسانې وجود کې دا نړې ته راواستولو، پدې توپیر چې د هغه بدن د موږ د بدن په شان د ګناه په منګلولو اوقبضه کې نه وو، هغه راغې او خپل ځان یې د موږ د ګناهونه د بخښلوو په لاره کې قربان کړو، تر څو موږ د ګناه د تسلط څخه خلاص کړې . رومیان اتم فصل دریم ایات .)

(څه وخت چې موږ د خپل انسانې فطرت په مطابق ژوند تیرولو ، نو موږ د ګناهونو خواهشات د شریعت په وجه رابیداریدل چې نتیجه یې مرګ ده . خو اوس چې موږ د هغه څیزونو د پاره مړه یوو د کومو چې موږ پابندې کړې وه نو موږ د شریعت نه پدې شان ازاد یوو ، چې د خداې روح په نوې شان خدمت وکړو، نه په زوړ شان د لیکلې شوې شریعت په مطابق . رومیان اووم فصل پنځم او شپږم ایات)

په درنښت،

د ژوندون اداره

 

 

ستاسو نظر