په خدای عقیده ۱۹ برخه په خدای عقیده ۲۱ برخه
تیر ۱۷

 او کله چې خداې د خپلې نقشې او اراده اې په مطابق چې د پخوا نه ټاکلې وو، تاسو ته اجازه درکړونو تاسو هغه د بې دین خلقو په وسیله سولې (صلیب) ته وخیژولو او مړ مو کړو . خو خداې هغه بیا راژوندې کړو او د مرګ د تکلیفونو نه یې خلاص کړو، ځکه چې دا ناممکنه وه چې هغه د مرګ په منګلولو قبضه کې پاتې شې . د رسولانو اعمال دویم فصل ۲۳ او ۲۴ ایات.

د پیدایښت کتاب په دویم فصل ۲۱ او۲۲ ایات کې لولو  چې خداې ادم  په ډوپ خوب کې و یده کړو او د هغه د یوې خوا څخه ښځه یې جوړ کړو،ممکن د عیسې مسیح مرګ د صلیب پر مخ لکه ادم په  شان  عیسې مسیح د خوا پهلو څخه کله چې هغه د صلیب پر مخ ځوړند وو خداې کلیساه چی د عیسی مسیح ناوی دی  جوړ کړی وی.

 

عیسې مسیح په رښتینې ډول د جلال څڅه ډک مرګ درلود ، ځکه چې د ځان کندن  ساه ورکولو  په وخت کې خپلو قاتلینو ته د بخښنې دعا وکړو  عیسې وویل ، پلاره ! دوې وبخښه ! ځکه چې هغوې نه پوهیږې چې څه کوې . لوقا ۲۳ باب ۳۴ ایات  او هم داسې یو جنایت کار ته د جنت وعده ورکړه او خپل مور ته د کور تدارک ولید چې دا د  عیسې مسیح د ځمکنې کارونو څخه اخرین کارونه وو، د ظهر څخه تر ۳ بجو پورې ټول ځایوو کې تیاره خپور شوه، هغه د صلیب په اولو ساعتو کې د مهربانې او لطف څخه خبرې کولې ، چې د عیسې مسیح د رحم ، مینې ، مهربانې ، د زغم او بردبارې څخه دلالت کو .

د صلیب پر مخ  عیسې مسیح  او په هغه موقع کې د بشر د ګناهونه کفاره نهایې حد ته رسیدلې وو ، داسې احتمال شته چې د تیارو خپیریدل د صلیب پر وخت د فدیه عمل کمال ته رسیدل ول ، دا چې عیسې مسیح په هغه اولو ساعتو کې د څه ډول درد او رنځ سره مخامخ وو او دا لوې درد یې وزغمل ، دا هغه واقعیت  دې چې په بله نړې کې  د هغه په  پوهیدو او درک باندې به بریالې شو.

خو کله چې هغوې د عیسې خواته راغلل نو هغه یې ولید چې مړ دې ، نو هغوې د هغه پښې ماتې نکړلې . سربیره پر دې په سپاهیانو کې یو د هغه پوښتې په نیزه ووهله او سمدستې ترې د وینې او اوبو دارې روانې شوې  . یوحنا ۱۹ فصل ۳۳ او ۳۴ ایات 

ګرانو ورونو!  د عیسې مسیح او د صلیب پر مخ دهغه مرگ د مسیحیانو د پاره د ژوند او ایمان مبدا ګڼل کیږې ، او هغوې چې تر اوسه  په عیسې مسیح باندې ایمان نلرې هغوې ته د ایمان د راوړلو مبدا ګڼل کیږې.

هر مسیحیې او غیر مسیحیې باید تفکر وکړې چې عیسې مسیح د  رنځ او درد په حالات کې خپلو دښمنانو ته د خیر او بخښنې دعا کوې ، دا په حقیقیت کې هغوې ته د ایمان بلنه وو او هم  تاسو هر یو ته د عیسې مسیح د وینې پیغام او د ایمان راوړلو پیغام دې .. 

دپیدایښت کتاب په دویم فصل ۲۱ او۲۲ ایات کې لولو  چې خداې ادم  په ډوب خوب کې و یده کړو او د هغه د یوې خوا څخه ښځه یې جوړ کړو،ممکن د عیسې مسیح مرګ د صلیب پر مخ لکه ادم په  شان  عیسې مسیح د خوا پهلو څخه کله چې هغه د صلیب پر مخ ځوړند وو خداې کلیساه جوړ کړی وی.

د عیسې مسیح دا  بلنه موږ او تاسو ته لارښونه کوې چې خپل دښمنان وبخښو او د چا په مقابل کې کینه په زړه کې ونه ساتو او په ټولنه کې په مینه او محبت ژوند وکړو تر څو نورو ته سرمشق اوسوو، پدې  توګه کله چې خلک د موږ او تاسو اعمال وګورې هغوې هم د عیسې مسیح ،  حقانیت درک کوې او د ایمان اقرار کوې .

بله دا چې و مو لیدل چې عیسې مسیح یو جنایت کار ته د جنت وعده ورکوې او د هغه گناهونه بخښې ،دلته دا مطلب نغښتې دې چې هر سړې د خداې په نزد ګناهګار دې او په نتیجه کې قضاوت او داورې د خداې سره دې او خداې د همدې لارې انسان بخښې ،دا په دې معنې دې چې هر مجرم او جنایت کار کولاې شې په عیسې مسیح باندې د ایمان اقرار وکړې او د خپلو بدو اعمالو څخه توبه وکړې او د خپل د ګناه اعتراف دی  و کړې نو خداې هغه بخښې .

د عیسې مسیح څلورو خبرو څڅه په لنډ ډول  یادونه کوم ، ځکه دا څلور خبرې د عیسې مسیح اخرې خبرې دې چې د صلیب پر مخ د درد په حا لات کې کړې دې .

 ۱ـ   زما خدایه! زما خدایه!   تا زه ولی پریښودلم؟  هغه حاضر شو چې درد وزغموې لکه د جهنم او دوزخ درد پدې توګه   راتلونکې ایمان دارانو یې د دوزخ څخه وژغورول .

یعنې هر هغه څوک چې په هغه باندې ایمان راوړې  هغه د دوزخ څخه ژغورول کیږې ،ځکه چې هغه د صلیب پر مخ درد او رنځ یې تیر کړې تر څو موږ او تاسو د دوزخ د تګ څخه وژغوروې .

۲ ـ زه تږې یم ، د صلیب پر مخ مرګ او ځان کندن  د تږې والې خصوصیات جوړوې ، لیکن دا ډیر ژ وره  او عمیق معنې لرې.

 هغه چغې کړې ، اې ابراهیمه! اې زما پلاره! په ما رحم وکړه! دا العزر راواستوه چې د خپل ګوتې سر په اوبو کې لوند کړې چې زما ژبه یخه شې ، ځکه چې زه پد ې اور کې ډیر په عذاب یم . لوقا ۱۶ فصل ۲۴ ایات

پدې توګه رښتینې ایمان داران یې د دوزخ  د درد او رنځ څخه وژغورول او هغه د موږ او تاسو د ګناهونه په خاطر درد او رنځ یې وزغمول او موږ او تاسو ته د خلاصون لاره  پرانستل.

  ۳_ کله چې سرکه ورته ورکړې شوه نو هغه وویل چې ”پوره شو!” سر یې ټیټ کړو او مړ شو.

د عیسې مسیح دا فریاد یو پیروز مندانه چغه وو ، چې په بریالیتوب او خوښې سره وویل  “تمام شو”

پدې ډول د ګناه ظالمانه حکمرانې پاې ته ورسید او مرګ یې مغلوب کړو.

۴ -  عیسې مسیح د مرگ او ځانکندن په وخت وویل ، پلاره ستا په لاس خپل روح سپارم.

( نو بیا عیسې یوه اوچته چغه وویسته او وې ویل ، اې پلاره ! زه خپل روح ستا په لاس سپارم ! لوقا ۲۳ فصل ۴۶ ایات

 اسمانې کتاب فرمایې ( هغه وخت د خداې کور پرده د یو سر نه تر بل سره په منځ کې وشلیده او زلزله راغله، ګټان   “تږې” وچاودل، او قبرونه وسپړدې او د خداې ډیر پاکان د خوبه رابیدار شول . متې ۲۷ فصل ۵۱ او ۵۲ ایات پدی توگه خدای پاک د خپل زوی استقبال  ته  لاړو.                                                                                                 

یو وخت موږ او تاسو په خپلو ګناهونو کې مړه وو او باطل فکرونه او هوسونه د موږ او تاسو په وجود کې نغښتې وه ، لیکن خداې موږ او تاسو د عیسې مسیح په ژوند او برکاتو کې شامل کړې ، ځکه هغه په خپل مرګ سره د موږ او تاسو ګناهونه پاک کړې او د محکومیت سند چې د نا اطاعتې له کبله وو له منځه یووړ، یعنې هغه یې په صلیب کې ټک وهلوو او د موږ او تاسو د مخې نه لیرې کړواو په دې توګه د شیطان قدرت چې موږ او تاسو یې په ګناه متهم کولې ورمات کړ.

خداې ټول نړې ته په ښکاره ډول وښوده چې عیسې مسیح د صلیب پر مخ په شیطان باندې غالب او بریالې شوه او موږ او تاسو هم د همدې صلیب له کبله د ګناهونو څخه پاک شوې یوو، ځکه په عیسې مسیح باندې ایمان لرو.

 

او خداې د هغه د وینې په سبب  چې په سولې ) صلیب وبهیدله ټولو سره صلح وکړله او ټول څیزونه یې د هغه په وسیله د ځان سره پخلا کړل ، هغه که په ځمکه وې یا که په اسمانونو. کولسسیانو  لومړې باب ۲۰ ایات

 

  اوس چې    د بدن یو غړې یوو، نور زموږ په منځ کې کینه او دښمنې وجود نلرې، زموږ او خداې تر منځ سوله عیسې مسیح ټنیګ کړې او دموږ  پخوانې  دښمنې د هغه د صلیب پر  مخ  له منځه تللې ده . افسسیان  دویم باب  ۶ ا ایات

او څوک چې د مسیح دې نوهغوې خپل د انسانې فطرت ټول رغبتونه او خواهشونه په صلیب خیژولې دې . ګلیتانو ۵ باب ۲۴ ایات

(ځکه چې د صلیب پیغام د هلاکیدونکو په نظر حماقت ده ، خو د موږ د نجات موندونکو په نظر د خداې قدرت دې.

اول کورنتیانو لومړې فصل ۱۸ ایات

موږ ته معلومه ده چې څنګه په یو وخت کې چې  موږ وو نو زمونږ هغه زوړ فطرت د مسیح سره په سولې کړې شوې دې چې د ګنا ګار د نفس قوت بې اثره کړې، ددې د پاره چې موږ د هغې نه پس نور د ګناه غلامان نه شو. رومیان ۶ باب ۶ ، ایات

په درنښت

د ژوندون اداره

یک پاسخ به “رښتینې سولې”

  1. جویا گفت:

    برای اداره ژوندون تبریک گفته موفقیت شمایان را از خدا ارزو دارم.
    در اینده مقالات دری و پشتو برایتان ارسال خواهم کرد
    جویا برادر تان در مسیح

ستاسو نظر