په خدای عقیده ۱۹ برخه په خدای عقیده ۲۱ برخه
تیر ۱۷

دا ټول د موږ د خداې د رحمت او پاې نه لرونکې شفقت له کبله دې،ډیر ژر به د سهار وړانکې د اسمان د افق څخه به پر موږ راخیژې او پر هغو کسانو به وځلیږې چې په تیاره او د مرګ تر سیورې لاندې ساکن وې،او د صفا او ارامتیا پر لورې موږ ټولو ته هدایت کړې.  

لوقا:لومړې فصل ۷۸-۷۹ ایات

د کرسمس د مبارکې پیغام د عیسې مسیح د زیږدیز،د کرسمس د جشن او د ۲۰۰۸ کال د رارسیدو له امله د افغانې مسیحیانو د پښتو خپرونې د ژوندون اداره،د افغانې مسیحیانو د وطندار د خپرونې اداره او کار کوونکې،د حقیقت د مجلې اداره او کار کوونکې،د پښتو زیرې د خپرونې اداره او کارکوونکې،نورومسیحیې خپارندوې ادارې،ټولو افغانې، پاکستانې او ایرانې مسیحیانو،همداسې د امریکې متحده ایالاتو ولسونو او وګړو او ټول بشریت ته د کرسمس د ستر جشن له کبله مبارکې او نیکې هیلې وړاندې کوې.موږ هیله لرو چې په خوشحالې سره دا د بشریت او د تاریخ ستر جشن یعنې د کرسمس جشن ونمانځې او یو او بل ته د کرسمس او د ۲۰۰۸ عیسوې کال د رارسیدو له امله تحفې او سوغاتونه ورکړې،او د لوې خداې څخه غواړو چې د خپلو کورنیو او کهول سره په خوشحالې ژوند او د کرسمس شپې او ورځې په نیکمرغې سره تیر کړې.ګرانو وطنوالو ورونو!هر هغه څه چې په ځمکه او یا په اسمان کې شتوالې لرې هغه د عیسې مسیح په وسیله پیدا شوې دې،مقدس کتاب چې د خداې کلام دې او د بشر د لارښوونې د پاره خداې عطا کړې او ددې له لارې بشر ته د عیسې مسیح د ظهوراو د هغه په وسیله انسانانو ته د خلاصون او د نجات پیغام او زیرې ورکړې.عیسې مسیح د مقدس کتاب زړه او مرکز دې ،هغه د تاریخ زړه او د موږ د ژوند محور دې،د پیداښت کتاب چې د مقدس کتاب لومړنې کتاب دې،چې د موسې له خوا د خداې په هدایت او لارښوونې لیکل شوې په دریم فصل ۱۵ ایات کې د (ښځې د ذریت) په وسیله د انسان د پیداښت هیله باقې دې،خداې دا ایات په هغه وخت کې فرمایلې وو چې ګناه د ادم په وسیله نړې ته داخل شو او انسان ګناه وکړو چې ګناه د انسان د سقوط عوامل جوړ کړې وو په مقدس کتاب کې دا لومړنې اشاره چې نجات ورکوونکې به یو شخص وې عیسې مسیح ظهور ته شوې ده ځکه د (هغه )د ضمیر څخه په دې ایات کې د استفادې منظور یو شخص دې چې ظهور به وکړې ،خداې د حیوان د پوټکې څخه ادم او حوا ته کالې تهیه کړه اود هغوې په تن کړو.
د پیداښت کتاب
۳ فصل ۲۱ ایات

ګرانو ورونو ! دا په انسانې نړې او د ځمکې پر مخ لومړنې قربانې دې چې د خداې پاک له خوا تر سره شوې دې د وینې سمبول د عیسې مسیح د وینې بهیدو ته اشاره شوې دې،ګورو چې د مقدس کتاب په اغاز کې د عیسې مسیح ظهور او د هغه وینې ته اشاره شوې او د هغه درخشش د مقدس کتاب په لومړونو صفحاتو کې د بارقه په شکل ګورو او همداسې چې وړاندې ځوو اشارات،تصاویر،ساده او ښکاره ویناوې د هغه د ظهور په هکله ډیریږې،په داسې حال کې کله چې د زړه لوظ نامې اخرې صفحاتو ته نژدې کیږو د عیسې مسیح کامل تصویر په لاس کې لرو ،ګورو کله چې ګناه نړې ته داخل شو او انسان ګناه وکړو،خداې قربانې مقرر کړو،چې د هابیل قربانې د خداې په نزد ومنل شو.  
د پیداښت کتاب ۴ فصل ۴ ایات

په نظر راځې چې دغه ایات په مقدس کتاب لومړنې کامل تصویر دې چې د عیسې مسیح کفاره ورکوونکې مرګ څخه عبارت دې چې نړې ته د هغه په وسیله نجات وربخښل شو،د ایمان په وسیله د خداې د پاره هابیل د قاین نه غوره قربانې تقدیم کړواو هم په هغه ایمان د هغه د صداقت شهادت ورکړې شوه،ځکه چې خداې د هغه د قربانې په هکله شهادت ورکړ. هر څه هابیل مړ شوې دې خو د ایمان په وسیله تر اوسه ګواهې کوې.عبرانیان ۱۱ فصل ۴ ایات ،هم داسې د فصح په اغاز کې وینه وپاشل شوه د فصح د اختر د اسراییل په تاریخ کې د هغه ادامه خداې په نظرکې نیولې وو تر څو تاریخې تصویر د عیسې مسیح څخه د(فصح ورې)او د موږ نجات د هغه د وینې په وسیله.همداسې د اسحق قربانې د ابراهیم په وسیله د عیسې مسیح د مرګ تصویر دې چې پلار خپل زوې قربانې کوې ،ګورو چې د ابراهیم په ذهن کې اسحق درې ورځې مړ پاتې کیږې،د پیداښت کتاب ۲۲ فصل ۴ ایات.ګوروچې بل قربانې د ابراهیم د زوې په ځاې ټاکل کیږې د خداې دغه عمل د عیسې مسیح د مرګ او قیام تصویر دې ،دا چې د عیسې مسیح په هکله په زړه لوظ نامې کې ډیرې پیشګویې شوې ما یواځې یو څه یادونه وکړ چې ضرورې وو .

ګرانو ورونو! د عیسې مسیح د زیږیدلو واقعه داسې ده(مریم د عیسې مسیح مور د یوسف په عقد کې وو،د هغه سره د واده نه مخکې د روح القدس په وسیله امیدواره شوه،یوسف د اخلاقو د اصولو سخت پابند و،نو هغه د کوژدن د ماتولو نیت وکړو هغه په نظر کې درلود چې دا کار په خفا کې وکړې ،تر څو مبادا مریم بې ابرو نه شې ،هغه په داسې فکرونو کې ډوب وو،چې ویده شو په خوب کې فرښته یې ولید چې هغه ته وویل،اې د داود زوې یوسفه! د مریم سره د واده کولو څخه مه پریشانه کیږه ،هغه ماشوم چې دده په رحم کې دې د روح القدس څخه دې،هغه به زوې وزیږوې او ته به پرې عیسې(یعنې نجات ورکوونکې)نوم یږدې،ځکه چې هغه خپل قام د ګناهونو څخه خلاصوې،دا هغه پیغام دې چې خداې پاک څو پیړې مخکې د خپل نبې اشعیا په ژبه فرمایلې وو،وګوروې یوه پیغله به حامله شې او نړې ته به زوې زیږوې ،او هغه باندې به د عمانویل نوم یږدې (عمانویل په عبرې ژبه کې په دې معنې دې خداې د موږ سره دې.متې انجیل لومړې فصل ۱۸څخه تر ۲۳ ایات)دا د خداې کلام دې چې د عیسې مسیح د زیږیدلو زیرې یې په پیړیو،پیړو مخکې نبوت کړې وو،په دې توګه عیسې مسیح انسانې نړې ته راغله،د خداې کلمه انسان شو او د ځمکې پر مخ د انسانانو سره ژوند وکړو،عیسې مسیح د بخښنې د روحیې څخه ډک وو او خداې پاک خپل کلام یې د عیسې مسیح په وسیله بشر ته عطا کړو،عیسې مسیح هغه نور دې چې تل ځلیږې ځکه نړې د هغه په وسیله په وجود کې راغې او د هغه د فضل په برکت نوې ژوندون د هغه په وجود او د هغه په وسیله دا نړې ته داخل شوه او انسانې نړې ته بدلون ورکړ،په انسانې ډګر کې دا د تاریخ بې سارې پښیه وو چې عیسې مسیح د انسانانو په منځ کې اوسیدو ،او هغه ژوندې دې او د خداې د ښیې لاس په خوا کې ناست دې،دا چې موږ د کرسمس په اړه خبرې کوو نو لازم دې چې پوه شو چې دا تقویم څنګه رامنځته شو .
ګرانو ورونو! ایا پوهیږې چې څنګه رومې تقویم په عیسوې تقویم باندې بدل شو؟
د عیسې مسیح د زیږیدلو تاریخ
۳ او یا ۴ ق م فرض شوې دې.

د روم امپراطورې ۶۳ ق م د عیسې مسیح تر وخته پورې دورې ته په لنډ ډول یوه کتنه کوو! د فلسطین ځمکه په ۶۳ ق م کې د رومیانو په وسیله او د (پمپې)په نوم د یو شخص په لاس تصرف شو ،د ادومې یو حاکم د (انتې پاتر)په نوم د یهودا فرمانروایې یې په لاس کې ونیول ،د یادولو وړ دې چې ادومېانو د عیسو د نسل څخه وو،د انتې پاتر زوې (هیرودیس کبیر) د خپل د پلار جانشین شو او ۳۷ نه تر ۳ ق م پورې د یهودا د حکومت چارې دده په لاس کې وو،هیرودیس کبیر هیکل یې ډیر په عظمت سره بیا جوړ کړو،په دې توګه د یهودو پاملرنه یې ځان ته جلب کړې وو ،لیکن هغه یو ظالم او بې رحم انسان وو ،دا هغه هیرودیس دې چې د عیسې مسیح د تولد په وخت کې د یهودا حاکم وو او د یهودا د بیت لحم د ماشومانو د عام قتل حکم صادر کړې وو.متې انجیل دوم فصل ۱۶ ایات.کله چې عیسې مسیح وزیږیدو،تاریخ د رومې تقویم له مخې حسابیدل چې د مبدا د روم د ښار پیداښت و یو راهب د (دیونسیوس اګزیګوس)په نوم په ۵۲۶ میلادې کې د (ژوستینین امپراطور)په غوښتنلیک د نوې تقویم په لیکو بریالې شو چې مبدا یې د عیسې مسیح د زیږدو نټیه وو،چې وروسته د رومې تقویم ځاې یې ونیول،ځکه اوس هر کال په نړې کې د عیسې مسیح د زیږیدلو کالیزه نمانځل کیږې.په اخر کې یو ځلې بیا ټولو ته د کرسمس مبارکې وړاندې کوو.
په مسیحیې مینه
د ژوندون د خپرونې اداره

یک پاسخ به “کرسمس”

  1. ismaeil گفت:

    mn mekhoa hmba shoma ekja shaom

ستاسو نظر