په خدای عقیده ۲۰ برخه په خدای عقیده ۲۲ برخه
مرداد ۰۶

په خدای عقیده ۲۲ برخه

دا چی د انسان او خدای تر منځ عیسی مسیح قرار لری دا په دی مانا دی چی انسان د هغه په وسیله خدای ته رسیدلی شی.

دا ځکه چی مخلوقات د فنا تابع کړی شوی دی او په دی اوسنی نړی کی ژوند پرته د ایمان څخه مانا نلری او ایمان پرته د عیسی مسیح څخه بی ارزښته دی، دا چی د خدای په رضا مخلوقات د فنا تابع ګرځیدلی ده نو خدای پاک هغه ته بله لاره پرانستی هغه دادی چی مخلوقات به یوه ورځ د فنا کیدو نه ازاد شی او د خدای د بچو د جلال په ازادی کی به شامل شی.

تر دی پوری مونږ ته دا معلومه ده چی ټول مخلوقات تر اوسه هر چیری ناقلاره دی.

هر هغه څوک چی په خدای ایمان لری نو پدی هم ایمان لری چی د پوښتنی ورځ به راتلونکی وی او دا هغه ورځ دی چی هر څوک خدای ته ځواب ورکونکی دی.

هو هر هغه څوک چی په عیسی مسیح باندی ایمان لری او یا په اینده کی د ایمان اقرار کوی نو دوی په انتظار کی دی چی خداې دوی په خپل زوی والی کی واخلی اود دوی ټول وجود ازاد کړی.

پاول په خپل کتاب کی خط د رومیانو په نوم چی د خدای رښتنی کلام دی فرمایی.

( ځکه چی ددی امید په وسیله مونږ خلاصون وموندو، خو که مونږ د هغه څیز امید کوو چی مونږ یې وینو نو هغه رښتنې امید نه دی.

څوک د هغه څیز امید کوی چی وینی یې؟ خو که چیری مونږ د هغه څیز په امید چی لا یې نه وینو نو بیا به په صبر سره د هغه انتظار کوو)

خط د رویانو په باب اتم باب ۲۴ او ۲۵ ایت.

دلته وینو چی هغه کومه هیله چی په سترګو لیدله کیږی او بیا انسان د هغه د لاسته رواړنی په خاطر کوښښ کوی تر څو هغه لاسته رواړی او خپل ژوند ته پرمختیګ ورکړی دا ژوند د ځمکی پر سر د هیلی ژوند دی.

هر انسان په ننی عصر کی دا هیله لری چی ښه ژوند ولری او د ښه ژوند په درلودلو سره خپل ژوند تیر کړی.

په کورنی او ټولنیزو شرایطو کی دا هیله تل موجود وی او دا ښه دی چی انسان د خپل د کورنی او چاپیریال د ښه توب او پرمختیګ له پاره کار او کوښښ وکړی او دا د هر انسان حق دی چی هوسا ژوند ولری.

دا ددی مانا نه ورکوی چی انسان دی یوازی د مادی ژوند په خاطر خپل ټول وخت دتیر کړی بلکی لازم او ضروری بریښې چی انسان په هر کار کی په خدای باندی توکل وکړی او د هغه عبادت دی هیر نکړی.

دوستانو! په انسانی ټولنه کی یووالی او ورورګلوی د خدای هم خوښ دی نو تاسو هم د هغه بندګان یاستی.

ولی چی تر اوسه په خپلو کی سره په جګړه اخته یاستی؟

ولی په تاسو کی کینه او جګړه ده؟

ایا تاسو خبر نه یې چی تاسو د خدای کور یې او د خداې روح په تاسوکی اوسی؟

که څوک د خداې کور برباد کړی نو خداې به هغه برباد کړی ځکه چی د خدای کور پاک دی او هغه تاسو یې.

نور بیا


ستاسو نظر