په خدای عقیده ۲۰ برخه په خدای عقیده ۲۲ برخه
اردیبهشت ۱۳

 

دلته زما یادونه هغوی ته دی کوم چی د خدای کلام اوری او عمل پری نکوی، د عیسح مسیح کلام د خدای کلام دی او هر هغه څوک چی د عیسی مسیح د ایمان زیری تاسو ته ورکوی هغه په حقیقت کی د خدای پاک د کلام په اړه تاسو سره خبری کوی، ځکه هر هغه څوک چی په خدای پاک ایمان او عقیده لری هغوی هرمرو په عیسی مسیح باندی ایمان لری ځکه پرته د عیسی مسیح څخه ایمان نیمګړی دی.

نو وغواړی در به کړی شی، ولټوی نو وبه یی مومی،وټکوی نو ور به درته بیرته شی،هو وغواړی.

د خدای څخه غوښتنه د هر ایمان دار انسان روا حق دی او هغه مهربان ذات دی چی هر یو ته د هغه د غوښتنی پر اساس وربخښی.

ځکه څوک یی چی غواړی هغه یی اخلی دا پدی مانا دی چی خدای پاک ورته ورپه برخه کوی.

هر هغه څوک او هر انسان چی لټون کوی هغه یی مومی او څوک یی چی ټکوی هغه ته ور بیرته کیږی.

هو هر هغه څوک چی د ایمان په لټه کی وی هغه یی مومی او هر هغه څوک چی د خلاصون له پاره د عیسی مسیح ور ټکوی، هغه ته ور بیرته کیږی، ځکه د عیسی مسیح ور تل تر تله د هغه چا پر وړاندی خلاص دی چی د هغه لټون کوی.

دا غوښتنی او لاره د تاسو د اسمانی پلاره احکام دی، نو ستاسو اسمانی پلار یعنی خدای به څومره غوره څیزونه هغه چا ته ورکوی چی څوک یی په اخلاص مندی تری غواړی.

د خدای پاک څخه غوښتنه په پاک زړه سره کیدی شی او یوازنی لاره چی خدای پاک ته لاره موندی شو هغه دادی چی د زړه له کومی په عیسی مسیح د ایمان اقرار وکړو او خپل زړونه پاک کړو هغسی چی خپله مسیح پاک دی.

نو عیسی مسیح مهربان او بخښونکی دی او په هغه کی تل ژوند نغښتی دی ځکه هغه دی چی د ټولو مخلوقاتو داوری او عدالت کوی.

نو لازمه او ضروری بریښی چی تاسو ته د هر څه نه مخکی د خدای پاک د کلام پیروی لازم دی.

تاسو د هر څه نه اول د خدای بادشاهی او د هغه د ریښتینوالی لټون کوی نو هر څه به تاسو ته په خپله حاصل شی.

دا چی څوک چی د عیسی مسیح سره یووالی لری د هغوی مجرم کیدل نشته دا ځکه چی عیسی مسیح د هغه ګناه ی بخښی، دا پدی مانا چی په عیسی مسیح کی د ژوند ورکونکی د روح شریعت د ګناه او د مرګ له شریعت نه ازاد ژوند وعده ورکړی شوی دې.

ځکه خدای پاک خپل زوی یی په ګناه ګار انسانی وجود کی راواستولو هر څه هغه د هیڅ ډول ګناه مرتکب نشول بلکی د موږ د ګناهونو کفاره یی کړو او دغسی هغه ګناه په انسانی فطرت کی مجرمه کړه.

ددی د پاره چی د شریعت هغه حکم په مونږ کی پوره شی چی د روح په مطابق ژوندون تیروو.

دا پدی مانا چی هر هغه څوک چی په عیسی مسیح ایمان لری هغه د انسانی فطرت په دننه ژوند نه اختیاروی بلکی هغه د روح په مطابق ژوند تیروی.

هغه څوک چی انسانی دی نو د انسانی فطرت په مطابق کی د اوسیدولو انجام مرګ دی.

او په روح کی د اوسیدلو انجام ژوندون او سلامتی ده.

هر هغه څوګ چی په عیسی مسیح ایمان لری او یا په راتلونکی کی د ایمان اقرار کوی هغوی د روح په مطابق ژوند تیروی.

ددی مانا دادی چی د هغوی ګناهونه بخښل کیږی او دوی د انسانی فطرت پر بنسټ ژوند نه اختیاروی بلکی دوی خپل ژوند عیسی مسیح ته وقف کوی.

نو د خدای پاک بادچاهی او دهغه د ریښتنوالی لټون یوازی او یوازی په همدی کی نغښتی دی او بس.

ځکه د خدای او دانسان تر منځ عیسی مسیح قرار لری او خدای ته رسیدل د عیسی مسیح له لاری ممکن کیدی شی نه په نورو لارو.

نور بیا

ستاسو نظر