په خدای عقیده ۲۰ برخه په خدای عقیده ۲۲ برخه
فروردین ۱۲

په خدای عقیده ۱۹ برخه

 

په تیرو پاڼو کی مو د بدل او انتقام په اړه یادونه وکړه، عیسی مسیح فرمایی چی بدل مه اخلی او داسی ارشاد کوی، تاسو خبر یی چی دا ویلی شوی وو چی د سترګی په بدل کی سترګه او د غاښ په بدل کی غاښ، خو زه تاسو ته دا وایم چی د هغه سړی پر خلاف مه ودریږی څوک چی درسره بد کوی.

که څوک درله په ښی مخ څپیړه درکړی نو کس مخ وروړاندی کړه،که چیری یو سړی ستا په قمیص دعوی لری نو ته خپله چوخه هم ورله ورکړه.

دلته ولیدل شو چی عیسی مسیح د بدل څخه کرکه لری او انسانانو ته بلنه ورکوی چی بدل مه اخلی حتی دا چی که یو څوک پر تاسو تعرض هم وکړی تاسو هغه وبخښی او بدل مه اخلی او حتی دا چی د بدل په سوچ کی هم مه اوسی.

بیا عیسی مسیح فرمایی.

که چیری یو اختیار من تا یو میل په بیګار بیایی نو ته ورسره دوه میله لاړ شه، دلته عیسی مسیح انسانانو ته توصیه کوی چی سرغړونه مکوی نه دا چی داسی ورته سرغړونه د انسان په مرګ او عذاب بدل شی.

همداسی دلته هغوی چی په انسانی ټولنه واک او اختیار لری هغوی ته بلنه دادی چی ظلم ونکړی .

بیا عیسی مسیح فرمایی( چی څوک درنه ځه وغواړی هغه ورکړه او د داسی سړی نه مخ مه اړوه څوک چی درنه قرض غواړی)د متی انجیل پنځم باب ۳۲ ایت.

ګرانو دوستانو!

دلته مسیح په واضع ډول وایی چی هغه کوم کس چی د ضرورت او ناچاری له کبله تا ته مخ اړوی او د پور غوښتنه کوی او ته دا توان لری چی هغه ته قرض ورکړی نو لازم او ضروری بریښی چی هغه کس تش لاس رخصیت نشی بلکی د خدای رضایت هم په همدی کی دی چی د هغه لاس نیویی وشی.

عیسی مسیح فرمایی تاسو خبر یی چی هغوی ته ویلی شوی وو چی د خپل ګاونډی سره مینه کوی او د خپل دښمن نه کرکه.

مسیح وایی خو زه درته دا وایم چی د خپلو دښمنانو سره مینه کوی او څوک چی په تاسو ظلم کوی د هغو د پاره دعا غواړی.

چی په دی تاسو د خپل اسمانی پلار زامن شی، څوک چی په بدوا او په ښو یو شان نمر راخیژوی او په دیانتدارو او په بد دیانتو یو شان باران وروی.

که چیری تاسو تش د هغو سره مینه کوی څوک چی تاسو سره مینه کوی نو بیا تاسو د څه اجر طمع دار یی؟

ولی چی محصولچیان هم دغسی کوی، که چیری تاسو په خپلو ورونو سلام اچوی نو دا کومه نا اشنا خبره ده؟

دغه څه خو غیر قومونه هم کوی، تاسو کامل شی لکه څنګه چی ستاسو اسمانی پلار کامل دی.

نور بیا

 

 

ستاسو نظر