تیر ۱۷

څه وخت چې عیسې مسیح په دې نړې کې ژوند تیرولو،نو هغه د  زړه له کومې ،چې اوښکې یې بهیدلې د خداې حضور ته دعاګانې او زارې وکړې،چا چې هغه له مرګ نه بچ کولې شو،خداې د هغه د اطاعت په وجه د هغه دعا واوریدو او قبول کړو. عبرانیان پنځم فصل اووم ایات . عیسې مسیح د خداې حضور ته دعا وکړو تر څو د مرګ د قدرت څخه هغه خلاص کړې او د مرګ څخه یې وژغوروې خداې پاک د عیسې مسیح دعا واوریدو او قبول کړو او هغه یې د مرګ څخه وژغورول . د لوقا په انجیل کې راغلې ده) عیسې مسیح دلته نشته ! هغه ژوندې شوې دې تاسو رایاد کړې هغه خبره چې په ګلیل کې یې درته کړې وې،چې څنګه د ګناګارو خلکو په لاس حواله کیږې او په سولې )صلیب( به شې او په دریمه ورځ به ژوندې پاڅې . لوقا ۲۴ فصل ۶ او ۷ ایات( خداې عیسې مسیح یې د مرګ څخه خلاص کړو او د تل د پاره ژوند ورته په برخه کړو،ځکه عیسې مسیح د خداې څخه په پوره ډول اطاعت وکړو او د خداې د رضا په خاطر سولې ) صلیب( ته غاړه کیښود،د همدې اطاعت په وجه خداې پاک عیسې مسیح د مرګ څخه بچ کړو او په دریمه ورځ هغه یې ژوندې کړو،عیسې مسیح د مرګ څخه پاڅیدو،په دې توګه مرګ یې مغلوب کړو،ځکه اوس مرګ په هغه باندې تسلط او واک نه لرې،او عیسې مسیح ژوندې او د خداې په ښې لاس کې ناست دې . عیسې مسیح فرمایې ) کله چې دعا کوې که د چا په مقابل کې کینه لرې نو هغه معاف کړې،ددې د پاره چې د تاسو اسمانې پلار د تاسو د ګناهونو څخه تیر شې او تاسو وبخښې . مرقوس ۱۱ فصل ۲۵ ایات ( په دې ایات کې عیسې مسیح بشر ته لارښوونه کوې چې د چا په خلاف کینه او عداوت په زړه کې مه ساتې او که چیرې په انسانې چاپیریال کې که څوک د چا په مقابل کې نفرت او کینه په زړه کې وساتې،خداې پاک د هغه انسان په دا عمل نه خوشحالیږې،نو ځکه عیسې مسیح ارشاد کوې چې یو او بل سره وبخښې ،په سوله او په مینه کې ژوند وکړې او کله چې تاسو په عیسې مسیح باندې ایمان لرې او یا په هغه باندې ایمان راوړې او په خوله اقرار کوې چې هغه د خداې زوې دې نو د تاسو ګناهونو خداې پاک بخښې یعنې په عیسې مسیح باندې د ایمان په وسیله د تل ژوندون خاوندان کیږې،کله چې تاسو په عیسې مسیح باندې ایمان لرې اویا ایمان راوړې نو خداې پاک د تاسو دعا ته غوږ کیږدې . عیسې مسیح فرمایې چې خداې پاک ته دعا وکړې او د دعا څخه مخکې که د چا په مقابل کې کینه او عداوت لرې نو هغه معاف کړې،تر څو رښتنیې خداې د تاسو ګناهونه معاف کړې،تر هغه چې تاسو نور معاف نه کړې ،څنګه کیدې شې چې خداې موږ معاف کړې ؟ اې ورونو! تل خداې ته په دعا کې اوسې او دعا وکړې ،ځکه د عیسې مسیح دعا خداې ته په اخلاص او اطاعت سره وو،چې موږ هر یو ته لارښوونه او زده کوې چې خداې ته په پوره اطاعت او اخلاص سره دعا وکړو. لا هم په دغه ورځو کې عیسې مسیح د دعا د پاره غرونو ته لاړو او ټوله شپه یې د خداې سره په راز او نیاز کې تیر کړو . لوقا ۶ فصل ۱۲ ایات) ولیدل شو چې مسیح ټوله شپه یې په دعا کې تیر کړو نو تاسو هم خداې ته د بې ریا زړه څخه دعا وکړې او باور ولرې چې عیسې مسیح تاسو سره اوسې, او اطمنیان ولرې .خداې ته دعا په سوکت او په جګه غږ هم کیدې شې چې خداې پاک ته دعا وکړو،عیسې مسیح فرمایې(په دعا کې باید داسې وکړې تر څوستاسو د دعا ځواب درکړې شې،ولټوې تر څو ومومې،تر هغه ور وټکوې تر څودروازه بیرته کړې شې،ځکه هر هغه څوک چې یې غواړې هغه به په لاس راوړې،او څوک یې چې لټوې هغه یې مومې،وډبوې دروازه به درته خلاص کړې شې .لوقایوولیسم فصل نهم او لسم ایات)هر هغه څوک چې په عیسې مسیح باندې ایمان لرې او یا په هغه باندې د ایمان اقرار کوې،نو کله چې هغه دعا کوې خداې پاک اې ورونو! تاسو کولاې شې هم دا اوس دخداې حضور ته دعا وکړې او د خداې ددې وعدې په مطابق چې عیسې مسیح به د هغه دعا اورې او د هغه سره په ستونزو کې مرسته کوې،د خداې کلام دې چې دعا وکړې او خداې پاک د تاسو د دعا ځواب درکوې ځکه عیسې مسیح په دعا کولو باندې اسرار کوې او فرمایې چې تر هغه دعا وکړې تر څو چې ځواب تر لاسه کړې، څوک یې چې لټوې هغه یې مومې ځکه خداې مهربان او رښتنې ‌دې او ددې نړې د خلکو سره مینه لرې،نو په هر مکان،هر ځاې او هر وخت کې تل خداې ته دعا وکړې او په اخلاص سره هغه ته په دعا کې اوسې،ځکه خداې فروتنو او بې وزلو خلکو دعا ته ځواب وایې،نو په دعا کې عاجزې غوره کړې او خداې پاک ته ځان تسلیم کړې  خداې ته په اخلاص زړه دعا وکړې ځکه هر انسان د ګناه مرتکب شوې او خداې ته کناهګار دې تر څو د دعا او د ایمان له لارې خداې پاک زموږ او ستاسو ګناهونه وبخښې نو لازم دې چې په ډیره عاجزې سره خداې ته دعا وکړو)عیسې مسیح هغو خلکو ته چې په خپل پرهیزګارې او پاکوالې باندې فخر یې کوله او نوریې سپک ګڼل دا داستان وویلو،دوه سړې د دعا د پاره د خداې کور ته لاړل یو مغرور او خودپسند فریسې او بل د باج او د مالیې د اخستلو مامور،خودپسند فریسې ودریدلو او داسې دعا یې وکړه،اې خدایه! ستا شکر دې چې زه د نورو خلکو په شان نه خو غل،نه زنا کار او نه لکه دا باجیګر غوندې ګناه ګار یم چې په نورو ظلم کوې،زه په هفته کې دوه ځلې روژه نسیم او څه چې ګټم د هغې لسمه ورکوم،خو هغه ګناهګار باجیګر لیرې ولاړ وو د دعا په وخت کې د خجالت په وجه حتې جرات یې ونکړو چې خپل سر اوچت کړې،خو خپله سینه یې ووهله او وویل یې اې خدایه! په ما رحم وکړه،زه ډیر ګناګار یم! زه تاسو ته وایم چې دغه ګناګار سړې وبخښل شو او خپل کور ته لاړو، خو هغه خود پسند فریسې د خداې د رحمت او بخښل څخه محروم پاتې شو،ځکه هرهغه څوک چې ځان اوچت ګڼې،هغه به خوار کړې شې او هر هغه څوک چې ځان فروتن کړې هغه به سرلوړې شې . لوقا ۱۸ فصل ۹ نه تر ۱۴ ایاتو پورې( ګرانو ورونو! ولیدل شو چې هغه خودپسند او مغرور فریسې په خپل ځان باندې توکل کوه چې ډیر پرهیزګار دې او د ښه عمل خاوند دې،ددې دا عمل او بې ځاې غرور او تکبر ددې باعث شو چې د خداې د جلاال او رحمت څخه لیرې پاتې شو. ځکه عیسې مسیح فرمایې ) دعا وکړې او د خداې څخه وغواړې چې د شیطانې تحریکاتو مغلوب نه شې( لو قا دوویشتیم فصل څلوروم ایات . نو د عیسې مسیح د لارښوونې سره سم باید خپل ژوند عیار او چمتو کړو او هم داسې پاملرنه وکړو چې په دې نړې کې د شیطانې تحریکاتو او لمسون تر اغیزې لاندې رانشو او د ګناه څخه لیرې ژوند غوره کړو او خداې ته دعا او عبادت وکړو. عیسې مسیح فرمایې ) د هیڅ څیز غم مه کوې په عوض کې د هر شې د پاره دعا وکړې او هر هغه څه چې اړیتا لرې خداې ته ووایاست او مه هیروې چې د خپل د دعا په ځواب کې د خداې څخه مننه وکړې . فیلپیانو ۴ فصل ۶ ایات( ګرانو دوستانو! د خداې د احکام په مطابق د ژوند په ټولو برخو کې خپل اړتیاووې خداې ته په دعا کې وړاندې کړې او هم داسې د خداې څخه شکرګزارې وکړې،دا ډیر مهم دې چې تل په هر تصمیم کې خپل زړونه د خداې پر لورې خلاص کړې،مخکې ددې نه چې خپل مسایل او ستونزې دوستان او یا د کورنې غړې سره شریکه کړې غوره دادې چې لومړې باید خداې پاک ته وړاندې کړې او د هغه څخه په دعا کې وغواړې او دعا وکړې . عیسې مسیح فرمایې ) ویښ پاتې شې او دعا وکړې تر څو شیطانې تحریکات پر تاسو غلبه ونه کړې،د انسان روح غواړې هغه څه چې غوره وې تر سره کړې،مګر د هغه بشرې طبع کمزورې دې . متې ۲۶ فصل ۴۱ ایات( زموږ خداې عیسې مسیح فرمایې چې ویښ پاتې شې او دعا وکړې ،یعنې دا چې هیڅکله د دعا څخه مه غافله کیږې تر څو په عیسې مسیح باندې د ایمان او د دعا په وسیله د شیطانې تحریکاتو څخه ځانونه لیرې وساتو او خداې ته تل په دعا کې اوسوو،عیسې مسیح ځکه په دعا کولو باندې اسرار کوې چې انسانې طبع کمزورې دې او هر انسان ته لازم دې چې هر وخت او په هر مکان کې چې قرار لرې خداې ته دعا وکړې او خپل خداې هیر نه کړې او خداې ته داسې دعا وکړې ! ایمان لرم چې عیسې مسیح ستا زوې دې د ستا څخه مننه کوم د هغه ناوړو کارونو چې ما تر سره کړې،عیسې مسیح سولې ) صلیب( کړې شو هیله کوم چې زماد هغه ناوړو عملونو او کارونو په وجه چې ما تر سره کړې ما وبخښه، غواړم چې عیسې مسیح تل زما سره او زما کې اوسې، ما سره مرسته وکړه،همغسې اوسم چې ته یې غواړې ستا څخه مننه کوم چې زما دعا ته ځواب وایې . مسیح فرمایې) بنا په دې د کومې ورځې نه چې موږ دا خبره اوریدلې دې،تل دعا کوو او د خداې څخه غواړو چې تاسو سره مرسته وکړې تر څو د هغه غوښتنیې او اراده ومومې او تاسو ته حکمت عطا کړې تر څو روحانې چارې درک کړې . کولوسیان لومړې فصل ۹ ایات( د خداې اراده او غوښتنه څه ده؟ د خداې غوښتنه او اراده دادې چې تاسو پر عیسې مسیح باندې ایمان راوړې او د خداې څڅه تل وغواړې چې حکمت او علم درکړې د خداې حکمت دادې تر څو بشر د هغه د غوښتنیې په مطابق ژوند وکړې او د هغه پر ځوې باندې د ایمان اقرار وکړې،ورونو د خداې څخه په دعا کې وغواړې تر څو روحانې چارې موږ او تاسو ته وریخښې،روحانې چارې د موږ سره مرسته کوې چې د خداې د غوښتنې په مطابق خپل ژوند سمبال کړو او د خداې پیژندنې په لاره کې خداې ته خدمت وکړو او په دې لاره کې تل یو د بل سره مرسته وکړو. عیسې مسیح فرمایې) هم داسې دعا کوم د هغه د جلال د قدرت په مطابق د هر ډول قوت سره مضبوط شې چې په خوشحالې سره په هر شان سره صبر او زغم کولې شې . کولوسیان لومړې فصل یوولیسم ایات(

اې خداې! د سهار په وخت ستا حضور ته دعا کوم او ته زما غږ اورې،پس انتظار به وکړم تر څو زما ځواب راکړې . زبور پنځم فصل ۳ ایات . اې خدایه! زما فریاد واوره او رحمت وفرمایه ، دعا مې قبول کړه . زبور ۲۷ فصل اووم ایات .

هغه به زما فریاد واورې او زما دعا به قبول کړې . زبور شپیږم فصل ۹ ایات .

اې خدایه! زما د عدالت غوښننې فریاد واوره او زما دعا چې د بې ریا زړه څخه راوزې پاملرنه وکړه . زبور ۱۷ فصل لومړې ایات .امین

۲ پاسخ به “دعا”

  1. ismaeil گفت:

    سلام دتمهیدغسل طریقه راولیکی

  2. ismaeil گفت:

    سلامونه اونیکی هیلی می ومنی
    دخدای دقیام دورزی په مناسبت تاسوته مبارکی وایم
    اسماعیل شینواری

ستاسو نظر