فروردین ۲۷

په خدای عقیده ۲۰ برخه

 

عیسی مسیح فرمایلی ده، چی بختور څوک دی، بختور هغه دی چی د روح غریبان دی ځکه چی د اسمان بادشاهی د هغوی ده.

بختور دی هغوی چی غمژن دی، هغوی په تسلی ومومی، بحتور هغوی چی رحم کوی،په هغوی به رحم وکړی شی.

بختور دی هغوی چی زړونه یی پاک دی، هغوی به د خدای دیدن وکړی، بختور دی د امن راوستونکی، خدای به هغوی ته خپل زامن ووایی،بختور دی هغوی چی د خدای د رضا د پاره ربړولی کیږی، د اسمان بادشاهی د هغوی ده.

دلته عیسی مسیح په ښکاره ډول دیته اشاره کوی هغه کوم کسان چی په دی نړی کی د خواری او غریبی شپی او ورځی تیروی او هغوی پر خدای باندی ایمان لری ، هغوی به تسلی ومومی، دا تسلی د خدای له طرفه هغوی ته به ورکړی شی.

همداسی هغه کوم خلک چی د خبلو ورونو او د انسانانو پر وړاندی د پاک زړه خاوندان دی خدای پاک به هغوی ته اجر ورکړی.

بیا دلته عیسی مسیح ډیره ښه ارشاد کوی چی د امن او د سولی په اړه دی، هر هغه څوک چی په یوه ټولنه کی د امن او سولی کوښښ کوی او نورو ته د امن او سولی خبری رسوی نو نه یوازی دا چی ددی ګټی هغوی چی د جنګ او بربادی په حالت کی ژوند کوی رسیږی بلکی دیته چی د امن پیغام خلکو ته رسوی د خدای له طرفه د اجر وعده شوی دی.

هر انسان د جنګ او جګړایزو شرایطو کی د ناخوښی احساس کوی او جګړه ایز حالت د انسان او د ټولنی د نه پرمختیګ سبب کیدی شی.

پداسی شبیو کی انسان او ټولنه بیمار وی او هر کورنی د سولی په طمع شپی او ورځی تیروی ځکه سوله ته کولای شو نیکمرغی هم وایو.

د سولی او د مینی په شرایطو کی د انسان فکر او روان ښه پرمختیګ کولای شی نو ځکه عیسی مسیح هم هغوی چی د امن او سولی پیغام نورو ته رسوی د اجر او تسلی وعده ورکړی ده.

عیسح مسیح فرمایی( بختور دی هغوی چی حلیمان دی ځکه چی دوی به د مزکی وارثان شی)

همداسی بختور دی هغوی چی د صداقت وږی تږی دی، دوی به ماړه کړی شی.

دلته پدی ایت کی خدای پاک فرمایی چی د حلیمانو مرتبه په مزکه کی ډیره اوچته دی، ځکه دوی ته د مزکی وراثان لقب ورکړی شوی دی.

هغوی چی حلیم دی د خدای په نزد هم د تسلی وړ دی ځکه دوی د صداقت پر لوری مخ پر وړاندی حرکت کوی او دوی چی د صداقت وږی او تږی دی نو خدای پاک نوموړو کسانو ته وعده ورکړی چی دوی به ماړه کړی شی.

عیسی مسیح ارشاد کوی هغه کوم خلک چی د مزکی پر سر د رحم خاوندان دی او د ظلم او نفرت څخه لیری ژوند تیروی او هر ډول شرایطو کی په زړه کی رحم لری نو دا ښکاره او واضع دی چی پر هغوی به رحم وکړی شی او خدای پاک هغوی ته ددی رحم په بدل اجر او بخښنی ور په برخه کوی، نو هر انسان ته لازم دی چی په نورو باندی ظلم ونکړی او تل پده هیله اوسی چی څنګه کولای شی نورو سره مرسته او د خوارانو لاس نیوی وکړی او دا مرسته همدا دی چی انسان باید رحم ولری.

 دا په دی مانا دی  هر هغه څوک چی پر نورو رحم کوی په هغوی به رحم وکړی شی.

عیسی مسیح خپلو پیروانو ته  او همداسی ټولو ته خطاب کوی(  تاسو بختور یی چی زما د پاره په ځان ملامتی او سختی زحمتی تیروی او د خلقو قسم قسم دروغژنی بدی خبری زعمی)

د عیسی مسیح دا ویناووی هغوی ته شوی دی چی د عیسی مسیح په لاره کی زحمت باسی او د هغه کلام د خلکو غوږونو او زړونو ته رسوی او په دی مقدسه لاره کی د ځنیو جاهلانو د فزیکی برخورد سره مخامخیږی او په دی لاره کی خپل ژوند د لاسه ورکوی چی موږ د داسی ورته خلکو په هکله پوره معلومات لرو.

هغه کوم خلک چی پدی لاره بدی خبری زغمی او سختی تیروی په واقعیت کی هغه ته خدای پاک اجر ورکوی.

بیا عیسی مسیح په دی هکله وایی دا هر ځه تاسو په خوشحالی او روڼ تندی وزغمی ځکه چی په اسمان کی ستاسو د پاره لوی اجر دی ځکه چی ستاسو نه وړاندی هم دغه رنګ دوی نبیان ربړولی دی.

داسی خلکو ته پکار دی چی د پوره زغم څخه باید کار واخلی او په خپلو اموراتو کی هوښیار اوسی.

نور بیا