فروردین ۰۵

په خدای عقیده ۱۸ برخه

 

همداسی هغه کوم کسانو چی په مالک باندی عقیده لری او په دی فانی نړی کی د بی ځایه غرور څخه کار نه اخلی او په خپل ورځنی ژوند کی فروتن او په تقوا کی ژوند تیروی او ددی په څنګ کی د خدای پاک عبادت کوی، او د نورو سره د خپل امکاناتو سره برابر مرسته کوی او همداس هغه د خدای پر وړاندی عاجزی غوره کوی او په نورو باندی الزام نه لکوی، نو مالک د زړونو باچاه دی او هغه مهربان دی نو ځکه هر انسان ته پکار دی چی د مالک عبادت دی وکړی.

الزام  لګول او په نورو بی ځایه نیوکه کول په ټولنه کی ښه کار ندی،زمونږ او تاسو په ورځنی ژوند او په عمومی ډول په ټولنه کی څوک خو داسی دی چی یوه ورځ په نورو ورځو افضله ګڼی او څوک ټولی ورځی یو برابر، خو هر سړی دی په خپل زړه کی په خپله عقیده لری.

څوک چی یو ورځ منی، هغه هم د خدی شکر کوی او هغه چی هر څه خوری هغه یی د خدای له پاره خوری، ځکه چی هغه د مالک شکر کوی، او څوک چی څه نه خوری هغه یی هم د خدای د پاره نه خوری او د مالک شکر  ادا کوی.

دلته ولیدل شو چی دا دوه ډوله وګړی چی په خدای عقیده لری مګر یو یی خوری او د خدای شکر کوی او بل یی هغه نه خوری مګر د لوی کالک شکر پر ځای ګوی، نو لازمه ده چی پر دوی باندی الزام و نه لګول شی.

ځکه چی مونږ کی نه خو څوک د خپل ځان د پاره ژوندی دی او نه د ځان پاره مړ کیږی، که چیری مونږ ژوندی یوو، هم د مالک له پاره ژوندی یوو او که مرو نو هم د خدای د پاره مرو.

نو که مونږ ژوندی یوو او که مرو خو د مالک یوو، څنګه چی عیسی مسیح د هم دی د پاره مړ شو او بیا ژوندی شو.

چی هغه د مړو او ژوندو دواړو مالک وی.

نو لازم او ضروری دی چی پر بل ورور الزام و نه لګوو او همداسی بل ورور ته په سپکه نظر و نه ګورو، بلکی هغه ته په درناوی وګورو.

دا ځکه که چیری یو انسان د بل انسان درناوی کوی په حقیقت کی هغه د خدای پاک په مرضی عمل کوی او هر هغه څوک چی د لوی مالک په مرضی عمل وکړی هغه ته خدای پاک اجر ورکوی او همداسی په انسانی ټولنه کی احترام،درناوی او یو بل ته په ښه نظر کتل پدی مانا دی چی هغه ټولنه د پرمختیګ پر لوری درومی.

د کرکی او نفرت څخه څه نشی حاصلیدی او په هغه ټولنه کی چی کرکه او انتقام وجود لری هغه خلک د ترقی او پر مختیګ څخه وروسته پاتی کیږی.