دی ۱۵

هغه سسته سړی ته مالک جواب ورکړو او ورته وویل، ایی سسته نوکره!

تا ته معلومه وه چی زه یی هلته ریبم چرته چی کرونده نه کوم او هلته یی راټولوم چرته چی خورول نه کوم څه؟

نو بیا تاته په کار وو چی زما پیسی د صرافانو ته ورکړی وی، نو په واپسی کی به ما هغه مال د ګټی سره حاصل کړی وو.

ورونو، په خواری،مشقت او کار کولو کی د هر چا څخه مخکی اوسی او په ټولنه د کار په نتیجه کی ښه نوم پیدا کړی که چیری ستاسو په ډله او یا په دوستانو کی ځنی سست دی او هیڅ کار نه کوی بلکه د نورو په کار کی دخل کوی داسی کسانو ته نصیحت وکړی تر څو په ښه کار کی همت ومومی او کار وکړی.

ځکه هغه څوک چی ښه کار کوی خدای پاک د هغه په کار کی برکت اچوی.

بیا هغه مالک خپلو نوکرانو ته وی ویل چی دده نه د زرو هغه سکه واخلی او د لسو سکی والا ته یی ورکړی.

ګرانو ورونو او دوستانو!

دلته ولیدل شو چی د مالک لخوا هغه سسته سړی رد کړی شو او هغه چا چی ښه کار کړی وو د  مالک لخوا دمهربانی سبب وګرځیدو.

نو لازمه ده چی د ښه مشرانو خبره ومنو او د هغه د حکم تابعداری وکړو.

دلته لازم ګڼم چی ولیکم، غریب ورور د په خپله اوچته مرتبه فخر وکړی او دولتمند د په خپل ادنی حالت، ځکه چی هغه به لکه د وښو د ګل تیر شی ځکه چی د لمر په راختو نمر تاوجن وی چی واښه او ګلونه ریژوی او د هغی ښایست نه پاتی کیږی دغه شان دولتمند به هم د خپل کاروبار د خاورو سره خاوری شی.

او بیا د هغه نوکر مالک ویی ویل.

ځکه چی د چا سره چی څه وی هغه ته به نور هم ورکړی شی تر هغی چی څه تری سیوا شی.

او د کوم سړی سره چی څه نه وی هغه به هغه لږ څه هم بایلی چی ورسره وی.

او بیا د هغه سست نوکر په هکله وی ویل.

دا بی فایدی نوکر تیاری ته وغورزوی، چرته چی د ژړا او د غاښونو چیچل دی.

 

په دی اړه په انجیل شریف کی راغلی ده.

کوم هغه دهقان چی محنت کوی نو د فصل وړومبی حصه هغه ته ورکول په کار وی.

دویم خط د تیموتیوس په نوم، دویم باب شپږم ایت.

هر انسان ته په کار دی چی خپل ځان د خدای پاک په وړاندی مقبول او د یو داسی کارکن په شان د پیش کولو کوشش وکړی چی د خپل کار نه و نه شرمیږی او یواځی د خدای پر وړاندی جوابګو اوسی نو هغه کار ښه ثمره ورکولای شی. امین

نور بیا