په خدای عقیده ۱۴ برخه
هغه کوم دهقان او مزدورکار چی کار کوی په حقیقت کی د خپل د لاس محنت تابع دار وی، کار په هره ټولنه کی د پرمختیګ سبب کیدی شی.
که چیری انسان په هر مکان، موقف او ځای کی چی موقت لری هغه که دکاندار، دهقان، تجار، معلم، مامور، کسبه کار او په نورو چارو کی اخته وی، نو لازم او ضروری دی چی هر کار کوونکی په خدای باندی توکل ولری.
کله چی انسان په خدای پاک باندی ایمان او توکل ولری خدای پاک د هغه سره په هر کار کی مرسته کوی.
په ټولنه کی داسی کسان وجود لری چی هغوی د خدای په عوض په قدرت او زور باندی تکیه کوی او هر څه چی کوی او یا فکر کوی دوی په سرمایه او قدرت باندی توکل کوی چی د دوی اخرت او راتونکی ژوند د تباهی سره مخامخ کیدی شی.
هغه څوک چی په خدای عقیده لری او د هغه عبادت کوی هغه په خدای باندی توکل کوی او په ورځنی ژوند کی بریالی دی.
ګرانو عزیزانو! د نورو سره د مرستی او ښه چلند نه بغیر په بل هیڅ څیز کی هم د چا پور په ځان مه ساتی.
یانی هغه څوک چی د نورو سره مینه، مرسته او ښه رویه کوی هغه په حقیقت کی د خدای په لاره عمل کوی.
ښه چلند، صداقت، اخلاص او په خدای باندی باور انسان ته ورزده کوی چی د خدای پاک حکمونه چی زنا مه کوی، خون مه کوی، غلا مه کوی، حرص مه کوی او ددی نه علاوه نور چی څه حکمونه دی، د هغی ټولو خلاصه پدی کی دی چی خپل ګاونډی سره د خپل ځان په شان مینه، دوستی او محبت کوی.
هر هغه څوک چی د موږ او تاسو سره نژدی وی او د موږ او تاسو په شاوخوا کی اوسیږی هغه د موږ او تاسو نژدی ګاونډ دی.
ددی خبری یادول ضروری دی چی هر هغه څوک چی پیژندګلوی ورسره لرو او یا په لاره او یا په بل ځای کی ورسره مخامیږو او هغه د مشکل سره مخامخ وی نو لازمه ده چی د هغه سره مرسته وکړو او هغه زمونږ او تاسو نژدی ګاونډ شمیرل کیږی .
هر انسان ته پکار دی چی د خپل ګاونډی د ستونزو او مشکلاتو څخه باخبره اوسی او په لازم وخت کی د هغه مرستی ته ورسیږو او هغه ته د مرستی لاس ورکړو.
او هغوی چی مرستی ته اړتیاوی لری که د مرستی توان لرو باید چی د هغوی سره مرستی وکړو.
هر هغه څوک چی په خدای عقیده لری او او د ښه چلند خاوند دی او د وګړو پر وړاندی د مهربانی څخه کار اخلی هغه هرمرو د خپل ګاونډی سره بد نه کوی بلکی مرسته کوی او پدی سره هغه په حقیقت کی د خدای پاک حکم ترسره کوی.
د یاوونی وړ دی هغه څوک چی یوازی د خدای پاک عبادت کوی او د خدای نورو حکمونو ته پاملرنه نه کوی هغه په حقیقت کی د خدای مخالف دی.
نور بیا