آذر ۱۰

ولیدل شو چی هغه کوم سړی چی ایمانداره وه او په رښتیاه کار یی کړی وو د خپل مالک لخوا د انعام وړ وګرځیدو.

وروسته دده څخه بیا د دوه سکی هغه سړی راغی او ویی ویل، مالکه!

تا ماته دوه سکی سپارلی وی، ګوره ما ورسره دوه نوری زیاتی کړی.

مالک ورته په ځواب کی وویل، شاباس! زما اعتباری او ایمانداره نوکره!

تا په لږ څه کی ځان اعتباری ثابت کړو، اوس به زه تا د ډیر څه مختار کړم.

راشه او د خپل مالک په خوسحالی کی شریک شه.

دلته ولیدل شو چی نوموړی سړی په لږ څه کی د ځان قابلیت او لیاقت ثابت کړو.

همداسی هغه کوم خلک چی په ګوچنی او لږ څه کارونو  کی د ځان څخه وړتیا او لیاقت معلوم او ښکاره نکړی همداسی په لوو او غټو کارونو کی هغه نشی کولای چی ځان ټولنی ته ثابت کړی او د خلکو اعتماد او باور تر لاسه کړی.

په ټولنه، محیط او کهول کی هر انسان خپل خاص ځای او کقام لری ، او وګړی او انسانان د یو کس د کار ثمره ته ګوروی چی ښه دی که نه.

او د انسان د کار ثمره د هغه صداقت او ایمانداری څخه الهام اخلی او په ټولنه او محیط کی یو انسان خپل ځای د کار او وړتیا په درلودلو پیدا کوی.

نو راځی چی د دریم کس د کار د نتیجی څخه خبر شو نو بیا هغه سړی راغی چا ته چی یوه سکه ورکړی شوی وه او هغه سړی ویی ویل، مالکه!

ماته پته وه چی ته یو سخت سړی یی، ته یی هلته ریبی چرته چی د کرونده نه وی کړی، ته یی هلته راټولوی چرته چی د خواره کړی نه وی.

ددی کس ځواب خپل مالک ته قناعت بخښونکی نه وو نو خپل مالک ته مخ واړول او ویی ویل، نو زه ویریدلم ځکه لاړم او ستا سره زر می په مزکه کی ښخ کړل.

او بیا ورته داسی ویی ویل، څه چی ستا وو هغه دادی در واخله.

دا کس د خپل شخصی استعداد څخه ګټه نه وو اخستی او کار یی نه وه کړی.

دا چی دا سړی کولای شو د هغه څخه ګټه پورته کړی او د ځان او د مالک په ګټه هغه سره زر په کار واچوی چی نه وه کړی اوس دده مالک دی سره باید څه چلند وکړی.

دا ستو خلکو ته یوه جدی خبرداری دی.

په انجیل شریف کی راغلی دی.

 

( ای ورونو! مونږ د خپل مالک عیسی مسیح په نوم تاسو ته حکم درکوو چی د هر هغه ورور نه په ډډه شی چی سست دی او په هغه تعلیم عمل نه کوی چی هغه ته زمونږ له طرفه نه ږرږرسیدلو.)

دریم باب د تسالونیکیانو په نوم خط او شپږم ایات.

داسی کسانو ته مونږ د مالک عیسی مسیح په نوم حکم ورکوو او نصیحت کوو چی په پټه خله د کار کوی او خپله ډوډی په خپله وکټی.

تو څو ژوند یی ښه شی.

نور بیا