آبان ۲۸

په لسمه برخه کی مو ولوستله چی د انګورو د بڼ مزدورانو وروستنی ډله لومړی کړی شو او لمړی وروستنی.

ګرانو دوستانو، دا پدی مانا ندی چی په اسمان کی انعام او پاداش نشته، راځی چی په دی اړه په انجیل شریف کی وګورو چی خدای پاک فرمایلی دی.

( یو سړی وو چی سفر ته تلو ،دا مثال د هغه سړی دی څوک چی په سفر روان وو او نوکران یی راوبلل او خپل مال او شته یې دوی ته وسپارو، همداسی د مزدورانو مالک خپل یو نوکر ته د سرو زرو پنځه سکی ورکړی،او بل ته دوه سکی او دریم ته یوه سکه ورکړی، د ګارګرانو څښتن هر یو ته د هغه د لیاقت او قابلیت په مطابق د طلا سکی ورکړی)

بیا وروسته  هغه د هیواد نه روان شو او خپل سفر یی پیل کړو، چا ته چی پنځه سکی ورکړی شوی وی هغه سمدستی لاړو او سوداګری یی پری شروع کړه،تر څو لازمی ګټی وکړی چی په اخر کی هغه پنځه سکی یی په کی نوری وګټلی.

او هغه بل کوم سړی ته چی دوه سکی ورکړی شوی وی هغه هم تجارت شروع کړه او دوه نوری وکټلی.

او کوم سړی ته چی یوه سکه ورکړی شوی وو هغه لاړو او په مزکه کی یی ډوغل(کنده) وکنستو او د مالک هغه  سکه یی په کی ښخی او پټی کړلی .

ډیره موده پس د هغوی مالک واپس راغی او د هغوی نه یی حساب وغوښتو.

دوستانو داسی حساب او کتاب په هر ځای کی شته دی او حتی انسان د خپل ژوند د پایښت د پاره مکلف دی چی کار وکړی او حساب او کتاب ولری،همداسی خدای پاک هم د هر انسان څخه حساب غواړی چی پدی نړی کی په څه ډول ژوند کړی او د انسانانو په ګټه او یا په تاوان.

په هر صورت کله چی مالک د هغوی نه حساب وغوښتو نو هغه کوم سړی ته چی یی د سرو زرو پنځه سکی ورکړی وی هغه راغی او پنځه نوری یی ورسره کیښودی او ورته یی وویل چی ګوره مالکه!

تا ماته پینځه تیلی( سکی) راکړی وی، ما ورسره پینځه نوروی زیاتی کړی.

 نوموړی سړی د خپل شخصی استعداد څخه کار اخستی وه او په هغه پیسی چی مالک ورکړی وو د هغه څخه په ښه شان استفاده وکړو او هغه پیسی یی په کار واچولی تر څو ګټه وکړی د یوی خوا څخه د کار زمینه ورته پیدا شو او د بلی خوا څخه هغه سړی خپله دنده ترسره کړی وو او اوس دیته انتظار کوی چی مالک د هغه سره څه کوی.

 

مالک هغه ته وویل، شاباس زما اعتباری او ایمانداره نوکره!

تا په لږ څه کی ځان اعتباری ثابت کړو، اوس به زه تا  د ډیر څه اختیار مند کړم.

راشه او د خپل مالک په خوشحالی کی شریک شه.

نور بیا