چی د هغوی سره موسی پغمبر او نور نبیان شته، په کار دی چی د هغوی واوری،دا ویناوی دیته اشاره کوی چی د خدای پاک لخوا د بشر د لارښونی او رهمنایی له پاره پغمبران او نبیان استول شوی.
نو په کار دی چی د شتمن سړی ورونه او ټول هغه کوم خلک چی په خدای باندی عقیده او باور لری او همداسی د خدای پاک څخه ډاریږی باید چی د ځمکی پر سر د خدای عبادت دی وکړی او د خدای پاک د هدایت په مطابق خپل خپل ژوند ته سمون ورکړی.
تر څو د خدای پاک د لارښونی او هدایتو څخه پوره، پوره ګټه پورته کړی نه دا چی د هغه شتمن سړی چی د اور په لمبو کی د قیامت د ورځی انتظار کوی.
کله چی ابراهیم د نبیانو په هکله هغه شتمن سړی ته معلومات ورکړو، نو هغه مالدار سړی چی په عذاب کی ګیر پاتی وو جواب ورکړو.
چی نه، ابراهیمه پلاره!
که د مړو نه څوک هغوی ته لاړ شی نو هغوی به هله توبه ګار شی.
ګرانو دوستانو د نوموړی مالدار سړی غوښتنه یوه بی ځایه غوښتنه وو چی د ابراهیم څخه کړی وو.
ځکه داسی کوم امکانات وجود نه درلودی چی ابراهیم د مړو څخه څوک هغوی ته واستوی، نو ابراهیم جواب ورکړو که چیری موسی، دواد او نور نبیانو خبری او لارښونی ته غوږ نه ږیږدی نو که څوک د قبر نه ورپاڅی هم نو هغوی به یی هیڅ پروا و نه کړی.
د لعزر او هغه مالدار سړی د ژوند او مرګ خبری مو ولوستل چی هغه مالدار سړی د لعزر او دخوارنو څخه نفرت درلودی او دوی سره مرستی نه کولی چی انجام یې په اور کی شوه.
خو هر هغه څوک چی د خپل ورور او یا د انسان څخه نفرت کوی هغه په تیاره کی ګرزی او همداسی په تیارو کی ژوند تیروی او هغه نه پوهیږی چی چیرته روان دی ځکه چی تیارو د هغه سترګی ړندی کړی دی.
هغه څوک چی په خدای پاک عقیده لری او ایمان یې مضبوط دی د خدای رحمت پر هغه وی ځکه یوازنی څیز چی په تاسو کی پاتی کیږی هغه د خدای کلام دی او بس.
هغه څوک چی د مال او شته په فکر کی دی زه داسی خلکو ته وایم چی د دنیاه او د هغی څیزونو سره تړاو او زیاده مینه مه لری.
ځکه هغه څوک چی د دنیاه او مال سره مینه لری او د خلکو څخه نفرت نو د داسی خلکو په وجود د خدای پلار مینه نشته.
هغه څوک چی د دنیاه د څیزونو سره مینه لری نو هغه ته دا پوهیدل پکار دی چی د دنیاه او د هغی شوق فنا کیدونکی دی.
خو څوک چی د خدای پاک په مرضی عمل کوی هغه به تل تر تله پاتی کیږی.
ادامه لری.