ددی حقیقی داستان څخه نتیجه اخستلای شو، دا چی د انجیل شریف پیغام چی د خدای کلام دی د ټولو له پاره لیږل شوی دی او د بشر د توبه کولو له پاره کافی او بس دی.
که چیری په نوموړی داستان کی چی پورته یی ذکر وشو او دا داستان ته ښه ځیر شو نو یو غټ حقیقت پدی داستان کی پروت دی هغه دا چی.
د ځمکی پر سر د اوسنی ژوند معیارونه د هغه نړی د معیارونو سره کاملا توپیر لری او سره فرق کوی، ځکه هغه نړی د عدالت نړی دی چی هلته واقعی انصاف او چلند واکمن دی .
دا اوسنی نړی د جنګ او جګړی نړی دی، دلته عدالت او انصاف نشته،زمونږ په نړی کی ظلم او ناروا کارونه خورا ډیر دی هری خواته د یتمیانو او خوارنو غږ او فریاد را ښکاره کیږی، دلته انسانی ژوند دوی ته برابر ندی دوی وژل کیږی، دوی ځورول کیږی او دوی ته د مرستی لاسونه نه رسیږی.
دا نړی د غم او توبی نړی دی، دلته کی یوازی او یوازی د خدای عبادت او هغه ته رجوع کول پکار دی.
هغه کوم کسانو چی مالی او دولتی امکانات لری زه د هغوی څخه خواست کوم او زما خواست د هغوی څخه دادی چی د مظلومانو او خوارانو سره دی مرستی وکړی او د خدای پاچاهی چی راتلونکی دی هیر نکړی.
دلته او زمونږ په نړی کی زور او طاقت واکمنی کوی، خصوصا زمونږ په سیمه کی یانی،پاکستان،ایران، افغانستان او داسی نورو هیوادو کی خو اصلا عدالت او خواخوږی نشته یوازی او یوازی بی عدالتی او زور او زیاتی حکومت چلوی.
نو پکار دی چی هغه کوم کسان چی واکمنانان دی باید چی د عدالت او انصاف څخه کار واخلی او انسان او د هغه مقام ته دی درناوی وکړی او د ظلم او تیری څخه یو پر بله دی مخنیوی وکړی تر څو د خدای پاک لخوا دوی ته اجر ورکړی شی.
بله دا چی شتمن خلک باید چی د خوارانو سره مرستی وکړی او په دا د ډول د خدای پاک د برکاتو څخه برخمن شی.
دا چی د اوسنی نړی معیارونه د هغه نړی د معیارونو څخه فرق کوی او یو ندی، ډیر هغه خلک چی پدی دنیاه کی اول دی، په هغه هغه بله نړی کیبه اخرین وی.
ډیر هغه خلک چی پدی نړی کی عالی مقامات لری، وزیران او ریسان دی، په هغه بله نړی کی به وروستی وی.
دا پدی مانا ندی چی ګواګی هغه کوم واکداران او واکمنان چی د خدای د احکامو څخه پیروی کوی او د خوارانو سره تل مرسته کوی او د خدای پاک عبادت کوی او د ظلم او تیری څخه کرکه او نفرت لری او په ټولنه د ښه عمل خاوندان دی نو خدای پاک عادل ذات دی د هغه واکمنی عادلانه دی.
په دی اړه په انجیل شریف کی راغلی دی(خو ډیر وړومبی به وروستی کړی شی او ډیر وروستی به ړوومبی شی. د متی انجیل ۱۹ باب او ۳۰ ایت)
دوام لری، نور بیا
د ژوندون اداره