مرداد ۱۳

 

 

کله چی عیسی مسیح هغه ته وویل، هر څه چی درسره دی هغه خرڅ کړه او په غریبو او هغه خلکو ته چی د مرستی وړ دی او په ژوندانه کی څه نلری او په ټولنه کی د خواری ژیوند تیروی په هغوی یې وویشه.

د عیسی مسیح هدف دا وو چی انسان د اخرت له پاره څه توښه باید ولری چی هغه توښه ښه کول او د نورو سره مرسته دی.

سمدستی د هغه سړی په دی خبرو د هغه زړه په ډوبیدو شو دا په څه وجه؟

ځکه چی هغه ډیر مالدار سړی وو.

او هغه دا کار ته زړه نه ښه کول نو ځکه په سوچ کی هغه ډوب شول، کله چی عیسی مسیح دده دا حالت ولیدل نو وی وییل.

(د دولتمند سړی د پاره د خدایې په بادشاهی کی داخلیدل څومره ګران کار دی. د یو اوښ د پاره د ستنی په سوم کی ننوتل په نسبت د مالدار سړی د خدایې په بادشاهی کی داخلیدل اسان دی.د لوقا انجیل اتلسم باب ۲۴ او ۲۵ ایات)

ګرانو دوستانو په پورتنی ایاتو کی ولیدل شو چی د یو مالدار سړی ننوتل جنت ته څومره ګران ښودل شوی دی.

ایا دولت مند او مالدار سړی نشی کولای چی خلاصون پیدا کړی او د تل ژوندون خاوند شی؟

نوبیا به څوک خلاصون پیدا مومی، هر سړی کولای شی چی د ایمان په وجه د خدای په وړاندی بی ګناه وګڼل شی.

ځکه هغه څه چی د بنی ادم د پاره ناشونی او ناممکن دی، هغه خدای پاک ته ممکن دی.

ښه به دا وی چی د انجیل شریف له مخی د یو مالدار او د یو غریب انسان څخه دلته پدی لیکنه کی یادونه وکړو هغه داچی، یو مالدار سړی وو چی ریښمینی جامی یې اغوستی او هره ورځ به یې په ډیر شان او شوکت دعوتونه کول او پخپلو دعوتونو کی مالدار حلک یی دعوتول او د خوار او غریب خلکو سره کومه مینه نه درلوده او حتی دا چی هغوی یې نه دعوتول.

دا سړی چی ډیر مالدار وو او فکر کوه چی مال او سرمایه کولای شی چی انسان  ته نجات ورکړی د همدی مفکوری له مخی هغه د خوارانو سره مرسته نه کوله او د هغه فکر او پاملرنه یوازی او یوازی په مالدارو خلکو باندی وو.

ددی سړی په عصر کی یو عاجز سړی چی لعزر نوم یی وو او په وجود یی ډیری دانی راختلی وی، چی د هغه سره هیڅ ډول مرستی دده سړی لخوا نه کیده او حتی داچی هغه یې نه لیدل.

لعزر د مالدار سړی په دروازه کی پروت وو او ډیر په خوشحالی او خوښی به یی هغه وروسته پاتی او ټکړی خوړی کومی چی به د دی مالدار سړی نه پاتی شوی وی،بلکه سپی به هم راتلل او د هغه زخمونه به یې څټل.

دا سړی مرستی ته اړ وو او د هغه سره مرسته په انسانی سلوک کی ښه فرهنګ ګڼل کیږی چی هر هغه انسان چی مالدار وی باید چی خوارانو سره مرسته او همکاری وکړی تر  څو هغه خوار سړی وکولای شی خپل ستونزی حل کړی په دی وجه هغه د خدای پاک څخه مننه کوی او د خدای شکر ادا کوی.

ځکه دا رضا مندی د خدای څخه دی نو هرومرو هغه کوم مالدار خلک چی د خوارانو سره مرستی کوی خدای پاک هغوی ته اجر ورکوی.

ګرانو دوستانو راځی چی د لعزر په باب خپل لیکنی ته دوام ورکړو، هغه دا چی بالاخره لعزر د غریبی او ډیری دانی له وجه چی په هغه باندی راختلی وی، اخر یوه ورځ هغه عاجز سړی مړ شو.

دوام لری،