مرداد ۲۷

هو لعزر مړ شو او فرښتو یوړو او د ابراهیم په جولی کی یی کیښود، او خدای پاک چی مهربان ذات دی هغه ته لوړ مقام ورکړو.

ګرانو دوستانو، دلته که لږ شانته ځیر شو، چی د یو غریب سړی مرګ څومره شانداره دی چی خدای پاک هغه ته دومره لوی مقام ورکوی، چی د ابراهیم په جولی کی کینوی.

لعزر یو عاجز سړی وو هغه پدی نړی کی څه نه درلوده او د غریبی شپی او ورځی یی تیرول، هغه ناروغ وو او د هغه ناروغی دیته اجازه نه ورکوله چی کار وکړی، نو هغه د ناکامی او محبوریت له مخی یو مالدار سړی چی وریښمنی جامی یی اغوستی او هره ورځ به یی په ډیر شان او شوکت سره دعوتونه ورکول نو لعزر د هغه په دروازه کی پروت وو او نوموړی مالدار او شتمن سړی ددی غریب څه پروا یی نه ساتل.

دا چی مرګ د ژوند سره تړلی دی او هیڅوک نشی کولای د مرګ څخه ځان خلاص کړی، دا په دی مانا دی چی د موږ او تاسو فانی وجودونه لرو او دا فانی وجو دونو خامخا د نابودی سره مخامخیږی.

هغه لعزر چی ډیر غریب وو او پدی نړی کی څه نه درلود نو خدای پاک هغه یی وبخښل، دا په څه وجه؟

ددی له پاره چی هغه په خدای پاک باندی باور او ایمان درلود او د  هغه باور او اعتقاد د ریا څخه پرته وو او رښتنی ډول په خدای باندی ایمان درلود.

نو هر انسان ته په کار دی چی د هغه دنیاه له پاره ښه توښه ولری او هغه ښه توښه په صداقت سره په خدای ایمان او په په خوارانو او غریبانو باندی پاملرنه او توجه دی،خدای پاک فرمایلی دی چی په ښه کار کی د صبر څخه کار مه اخلی بلکی هغه اجرا کړی چی ناوخته نشی، ځکه خوارنو او بی کسو د موږ او تاسو څخه هلیه لری تر څو د هغوی سره بی له ځڼده مرستی وکړو او خصوصا هغه کوم خلک چی ددی وس او توان لری چی د نورو سره مرستی وکړی باید چی زر تر زره دا کار وکړی تر څو د دوی دا کار د خدای پاک د رضامندی سبب وګرځی او خدای پاک دوی ته اجر ورکړی.

دوستانو، لنډه دا چی  هغه مالدار سړی چی لعزر دده د کور په دروازه کی پروت وو اخر هغه هم مړ شو او په ډیره شاندارو مراسمو سره دا شتمن سړی ښخ کړی شو.

دوستانو، پوهیږی کله چی دا مالدار سړی ښڅ کړی شو او په عالم ارواح په عذاب کی ګیر شو،هغه چی پورته وکتل نوسمدستی د لری څخه یی لعزر د ابراهیم سره ولید، دا چی په هغه نړی کی لعزر د ابراهیم سره ناست وو او دا مقام د خدای پاک لخوا دیته ورکړی شوی وو.

نو ځکه زه تاسو  ته وایم چی د د نیاه ناجایز دولت د غریبو خلکو او د دوستانو د جوړولو د پاره ولکوی.

ځکه چی هر کله چی دولت ستاسو سره نه وی نو تاسو به د تل د پاره ښه دوستان او د خدای په نزذ قبول کړی شی.

ادامه لری