د دویمی برخی د سوالونو په اړه باید وویل شی چی عیسی مسیح د خلکو سره مینه درلود او لری او هغه د خلکو په خدمت کی قرار درلود، خصوصاْ هغه د ماشومانو سره خاصه مینه درلود او هر وخت او په هر ځای کی په هغوی پاملرانه درلود، هغه خپل شاګردانو ته تعلیم ورکول چی ماشومانو ته اجازه ورکوی چی دیته ورشی او همداسی کله چی ماشومانو غوښتل عیسی مسیح ته ورسی، هیڅ ډول خنډ او ممانعت وجود نه درلود او هغوی کولای شو په ازدانه توګه عیسی مسیح سره وګوری.
عیسی مسیح د ماشومانو سره مینه درلود او کله چی ماشومانو دیته ورتلل هغه خپل لاس د هغوی پر سر ایښودل او هغوی ته برکت ورکول.عیسی مسیح د ماشومانو په هکله وایی دا ماشومان ماته راپریږدی چی راشی،دوی مه منع کوی ځکه چی د خدایی بادشاهی د دغسی خلقو دی.
خلکو ددی د پاره عیسی مسیح له ماشومان راوستل چی لاس پری کیږدی، نو عیسی مسیح د هغوی نه لاسونه راچاپیرول او خپل لاسونه یی پری کیښودل او برکت ورکول.
عیسی مسیح د خپل خدایی فطرت او طبعیت له مخی ښځو ته پاملرنه درلود او د دوی په ستونزو پوهیدل،کله چی خلکو یوه ګناهګاره ښځه دیته رواړ نو هغی یی وبخښل.
عیسی مسیح د نر او ښځه د حقوق په هکله فرمایلی دی.
( خو د دنیاه د پیداښت نه خدای دوی نر او ښځه پیدا کړل، په دی وجه به سړی خپل مور پلار پریږدی او د خپلی ښځی سره یو ځای شی. او دواړه به یو وجود شی او پس له هغی به دوی یو وجود وی او بیلتون به په کی نه وی. هر څه چی خدای پاک یو کړی وی بنی ادم دی نه جدا کوی.د مرقوس انجیل لسم باب ۶ نه تر ۹ ایاتو )
دوستانو په پورتنی ایات کی ولیدل شو چی عیسی مسیح ښځو ته څومره جدی پاملرنه درلود او حتی دا چی نر او ښځه یی یو وجود ګڼلی دی.
یو ورځ د عیسی مسیح څخه دده شاګردانو او مریدانو د طلاق په باره کی تپوس وکړو، عیسی د د خپل شاګردانو په جواب کی وویل.
( هغه هغوی ته وویل، هر څوک چی خپله ښځه طلاقه کړی او بله واده کړی نو هغه د اولنی ښځی خلاف زنا کوی. او دغه شان که یوه ښځه خاوند طلاق کړی او بل میړه وکړی نو هغی زنا کوی. د مرقوس انجیل لسم باب ۱۱ او ۱۲ ایات)
که پورتنی ایاتو ته ښه ځیر شو و به ګورو چی عیسی مسیح حتی دا چی د طلاق مخالف دی او د نر او ښځه یووالی غواړی او طلاق نه منی ځکه هغه وایی چی ښځه او نر سره نه بیلدونکی دی او هغه تاکید کوی که چیری داسی کومه واقعه پیښږی نو که نر او یا ښځه وی که بله واده وکړی د زنا په معنی دی.
عیسی مسیح تل په سفر روانیدو او خلکو ته خدمت کول، یوه ورځ یو سړی د هغه څخه تپوس وکړو، او وویل چی ای نیکه استاده زه د تل ژوندون د لاسته راوړو او یا وارث کیدو د پاره څه کارونه وکړم.
عیسی مسیح د هغه سړی په ځواب کی وویل چی ته ماته نیک ولی وایی؟
ځکه عیسی مسیح هغه ته وویل چی یوازی او یوازی خدای پاک نیک دی او د خدای نه غیر په دنیاه کی هیڅوک نیک نشته، نو هغه ته وویل چی قتل،زنا، درواغ، ټکی مه کوه او د خپل مور او پلار احترام کوه.
هغه سړی د مسیح په ځواب کی وویل چی دی په دی هر څه عمل کړی دی.
نو عیسی مسیح په مینه هغه سړی ته په خطاب کی وویل ورځه هر څه چی لری هغه خرڅ کړه او په خوارانو یی وویښه نو ستا خزانه به په هغه دنیاه کی جوړه شی او بیا راځه زما څخه پیروی وکړه او په ما پسی شه.
نور بیا