اردیبهشت ۱۱

او که د نیکی د خاطره مصیبتونو هم وزغمی نو تاسو بختور یې د هغوی په ویرولو مه ویریږی او زړونه مه بایلی.
د پطرس لومړی خط دریم باب ۱۴ ایات.
 

ګرانو هیوادوالو ورونو! په پورتنې ایات کی ولیدل شو چې خدای پاک فرمایې چی د ښو کارونود کولو له امله که تاسو ته ستونزی او مشکلات پیدا کیږی د هغه څخه مه ویریږی بلکی د داسی ورته ستونزو او کارونو د ځواب د پاره د خدای د فیض څخه کار واخلی او هغوی ته په مینه او محبت ځواب ورکړی.

خدای پاک موږ او تاسو ته لارښونه کوی او فرمایې چی تل ښګڼې وکړی او د بدی څخه لری اووسې.

یو شمیر هیوادوالو د موږ څخه پوښتنې کوی او د خپلو د سوالونو د ځواب د اوریدلو ته هلیه مند دی، دا شمیر کسان د موږ سره په مینه او محبت چلند کوی او د لیکنی  په واسطه د موږ سره اړیکی ټینګوی، خامخاخدای پاک دوی ته اجر او برکت ورکوی ځکه د دوی زړونه پاک او ښه دی.

خدای پاک په ټولو څیزونو باندی واکمن ذات دی هغه څیز که په اسمانونو کی وی او یا په ځمکه،یانی خدای پاک هرمرو د موږ دا دوستانو سره چی په اخلاص د موږ سره اړیکی  قایموی مرسته او کمک کوی چی دا شمیر کسان وکولای شی په ډاډه زړه په عیسی مسیح باندی د ایمان اقرار وکړی د خدای فیض او برکت د په دی وی.

همداسې ځنیو کسانو او هیوادوالو د موږ سره سوال او ځواب کوی چی د دوی د لیکنی د طرز څخه جویتږی چی دوی د مقدس کتاب په اړه کامل معلومات نلری.

موږ دا ورونو او خویندو ته د خدای د فیض په وسیله ځواب وایوو، نه په تندی او غضب سره، ځکه چی خدای پاک عادل او با انصاف دی هغه د نفرت او کرکه څخه انسانان یې منع کړی دی.

موږ دا شمیر هیوادوالو ته د خدای په دربار کی دعا کوو چی د خدای پاک تر سیوری لاندی او د هغه د کلام په اساس ژوند وکړی او د دوی زړونه پاک شې او د عیسی مسیح په حقانیت پوه شې.

زمونږ ځواب دوی ته د خدای د فیض سره مل دی دا ځکه چی عیسی مسیح د موږ او تاسو سره مینه لری او د هغه مینه پاک او سیپڅلی دی او هغه د ټولو انسانانو سره مینه او محبت لری او همداسی ټولو انسانانو ته د مینی او دوستی پیغام ورکوی.

په انجیل شریف کی راغلی ده.

(که تاسو په نیکی کولو کی بوخت یې نو د تاسو سره بدی کوونکی څوک دی؟)

د پطرس لومړی رساله دریم باب او۱۳ ایات )

د مسیحانو خصوصیات دادی چې دوی هیڅکله بدی کوونکی ندی او د بدی په مقابل کی تل دوی د ښو کارونو د اجرا د پاره چمتو او اماده دی.

که څوک ښه کوی نو بدی د هغه څخه مبرا دی، دا ځکه چی د نیکی په کولو سره د خدای فیض او برکت پروت دی، که چیری مسیحانو د ښو کارونو د ترسره کولو په جریان یانی د ښه کار د عمل په وخت کی د بدی او ازار سره مخامخ شی هغه بدی په نیکی کولو ځواب ورکوی. پدی اړه په انجیل شریف کی راغلی ده( د بدی نه مغلوب کیږه مه بلکی د نیکی په وسیله په بدی غالب شه.رومیان ۱۲ فصل ۲۱ ایات)

 

 ( بلکی عیسی مسیح خدای وګڼی او په خپلو زړونو کی هغه مقدس وګڼی او چی څوک ستاسو نه د تاسو د امید و وجی تپوس وکړی هغه ته د ځواب ورکولو د پاره هر وخت چمتو اوسی. د پطرس اول خط دریم باب ۱۵ ایات)

ګرانو دوستانو! په پورتنی ایات کی ولیدل شو چی خدای پاک موږ ته رهنمایې او لارښوونه کوی چی عیسی مسیح خدای وګڼی او که څوک د موږ د هیلې په باب پوښتنی کوی باید هغه ته د عیسی مسیح د فیض تر سیوری لاندی ځواب وویل شې او همداسې په ښه شان د هغه سره چلند وکړی شې، ځکه د موږ ایمانی دنده شمیرل کیږی.

بیا هم په انجیل شریف کی راغلی ده.

(خو په نرم مزاجی او په احترام سره، هم نیت نیک ساتی ځکه چی په کومو خبرو کی چی په تاسو بد ویل شې چی په هغو کی هم هغه خلک شرمنده شې چی ستاسو مسیحی نیک چلند ته بد رد وایې. د پطرس لومړی خط دریم باب۱۶ ایات)

موږ هم ددی ایات په مطابق هغوو ته چی د موږ سره بد سلوک او چلند کوی د موږ ځواب واضع او روښانه ده هغه دا چی زمونږ ځواب د مینی او دوستی ځواب دی او د مینی ځواب د عیسی مسیح تر فیض لاندی ځواب ګڼل کیږی.

عیسی مسیح د موږاو تاسو د پاره خپل ځان یې د خوشبوی په شان خدای ته نذارنه کړو.

ای ورونو د بدی نه نفرت او کرکه وکړی او د نیکی سره ځان ونغاړوی.

(ځکه چی که د خدای دغه مرضی وی چی تاسو د نیکی کولو په سبب مصیبت وزغمی نو دا د بدی کولو په سبب د مصیبت زغمولو نه غوره دی. د پطرس لومړی خط دریم باب ۱۷ ایات )

په اخر کی باید یادونه وکړم چی مینه، محبت او دوستی، اخلاص او صداقت، زغم او عدالت، خواږی او رحم، امید، سوله او سلامتی، عاجزی او نیکی، پرهیزکاری او رښتیا ویل د مسیحانو دنده شمیرل کیږی.

د ژوندون اداره