اردیبهشت ۲۴

خدای انسان نر او ښځه پیدا کړی او هغوی ته برکت ورکړی، او د خلقت د ورځی څخه هغوی یې د (ادم) په نوم یاد کړی.

د پیدایش کتاب پنځم فصل او دوم ایات

 

یو شمیر کسان ګویا داسی سوچ کوی چی په مسیحت کی د ښځو حقوق ندی مراعات شوی.

باید یادونه وکړم چی مسیحت د خدای لاره ده او انسان د خدای له لوری پیدا شوی چی خدای پاک د نر او ښځی تر منځ کوم توپیر قایل ندی بلکی هغه ته نر او ښځه مساوی او یو دی.  

په پورتنی ایات کی خدای پاک د همغی لومړی ورځی نه چی انسان یې خلق کړو هغه نر او ښځه د ادم په نوم یاد کړو، یانی داچی انسان د نر او ښځه څخه عبارت دی او دوی ته یو شانته حقوق ورکړیدی.

د ځنیو کسانو په نزد داسی اټکل کیږی چی ګویا ادم یواځی نارینه ته استعمال شوی دی.

په داسی حال کی چی داسی ندی خدای پاک د ادم کلمه نر او ښځه ته پکار وړی چی په پورتنی ایات کی مو ولوست.

خدای پاک په مقدس کتاب کی فرمایلی ده. ( ای خاوندانو! د خپلو ښځو سره مینه لری او د هغوی سره ترخیږی مه. خط د کولوسیانو په نوم، دریم باب ۱۹ ایات)

خدای پاک په پورتنی ایات کی نارینو ته لارښوونه کوی چی د ښځو په مقابل کی د تندمزاجی او تریخوالی څخه کار وانخستل شی، بلکی د ښځو سره د مهربانی او د مینی څخه کار واخستل شی ځکه ښځه هم مور هم خور او هم ښځه ده، چی په ټولنه کی خپل خاص موقف لری، چی خدای پا ک دوی ته کامل حقوق او ازادی ورکړی ده.

پدی اړه په انجیل شریف کی راغلی ده، ( دغه شان خاوندانو ته لازم دی چی د خپلو ښځو سره د خپل بدن په شان مینه کوی، څوک چی د خپل ښځی سره مینه لری هغه د خپل بدن  سره مینه کوی.

افسیانو پنځم فصل دریم ایت)

په پورتنی ایات کی ولیدل شو چی د خپلی ښځی سره مینه څومره ارزښت لری لکه دا چی څوک د خپل بدن سره مینه کوی.

نو همغسې چی ښځه د مینی لایق دی همداسی د نارینو سره یوه شانته حقوق او حق لری او دا حق خدای پاک دوی ته ورپه برخه کړی ده نو لازم دی چی په ټولنه کی ښځی ته د احترام په سترګه وکتل شی.

هغه کوم امتیازات چی خدای پاک انسان ته د ځمکی پر سر ورکړی د هغه څخه ښځه هم په مساوی ډول برخمن دی.

هر انسان د خپل ځان سره مینه لری او د هر انسان خپل بدن د هغه ژوند ګڼل کیږی نو ایا انسان خپل بدن ته ضرر رسولی شی ؟

ځواب واضع او روښانه ده چی نه، لیکن په یو شمیر هیوادونو کی د ښځی سره نادرست چلند کیږی چی دا پخپله پدی معنی دی چی انسان خپل بدن ته ضرر رسوی.

ځکه چیری هم چا د خپل بدن سره دښمنی نه دی کړی بلکی هغه پالی او پرورش یې کوی داسی لکه چی عیسی مسیح د خلکو کولو،ځکه چی موږ د هغه د بدن اندامونه یوو.

نو هر انسان ته ضروری بریښی چی د ښځی په مقابل کی د مهربانی او لطف څخه کار واخلی او هغه کوم حقوق چی په ټولنه کی لری لکه زده کړه، حقوق، کور،ازادی او امنیت او داسی ورته روا حقوق ښځی ته باید ورکړی شی او هم داسی د هغی حقوق ته باید درناوی وشی او هم داسی د هغووی ستونزی باید حل کړی شی.

که چیری په یو هیواد، ټولنه او محیط کی د ښځو په مقابل کی درناوی وشی او د هغوی ټول حقوق ورکړی شی په هغه صورت کی یو هیواد ترقی او پرمختیګ کولای شی.

په وروستی پاتی هیوادنو کی د ښځو سره په ځنیو برخو کی ښه چلند نه ترسره کیږی او حتی دا چی ښځه وهل کیږی او توهینیږی او په ځنیو وختونو کی د وژلو تر سرحده رسیږی.

د نورو دلایلو برسیره یو دلیل دا هم کیدی شی چی دا هیوادونو د ترقی او پرمختیګ څخه وروسته پاتی شوی دی که چیری انسانان د خدای د کلام په مطابق ښځه ته خپل حقوق او حق ورکړی او ښځو ته په درناوی وکتل شی نو دوه ګټی لری یو خو خدای پاک د انسانانو څخه خوشحالیږی او بل دا چی یوه ټولنه پرمختیګ کوی.

مسیحت ښځه ته روا حقوق ور په برخه کړی او ښځه د نارینه سره په حقوق کی کوم تفاوت نلری بلکی خدای پاک انسان ازاد پیدا کړی او انسان باید ددی ازادی څخه چی خدای پاک ورته ورکړی په ښه شان استفاده وکړی ترڅو ګټی نورو ته ورسیږی.

په انجیل شریف کی راغلی ده.

( هم دغه وجه ده چی سړی د پلار او مور نه بیل شی او د خپلی ښځی سره به اوسیږی او هغه دواړه به یو بدن شې.)

خط د افسسیانو په نوم پنځم فصل ۳۱ ایات.

ګرانو هیوادوالو! په پورتنی ایات کی خدای پاک ښځی ته څومره لوی مقام ورکړی چی حتی د نارینه سره یو بدن او وجود بللی ده.

مسیحت ښځی ته لوړ مقام ورکړی او د نارینه سره په ټولو برخو کی مساوی ګڼی.

په درنښت، د ژوندون اداره