که چیری د خدای روح په تاسو که اوسی نو بیا خدای چې عیسی مسیح د مړو څخه ژوندی کړی دی د هغه روح په وسیله چی په تاسو کی اوسې به ستاسو دی فانی وجودنو ته هم نوی ژوندون ورکړی.
رومیان ۸ باب ۱۱ ایات.
ګرانو هیوادوالو ورونو! په عیسی مسیح کی نه یوازی دا چې د ګناهونو بخښل منو بلکی یوی نوی ژوند ته داخلیږو، او دا همغه نوی زیږیدنه دی،زمونږ او تاسو طبیعی ژوند د خدای د روح په وسیله موږ ته بخښل شوې او د خدای په قدرت د یو روح په شکل د موږ په منځ او وجود کی زیږیدل کیږی. دا امر زمونږ او تاسو د جسمی زیږیدلو په شان دی چې منبع او سرچنیه یې د ادم څخه شروع شوی دی او مونږ او تاسو د خپل مور او پلار څخه د خدای په امر ژوند لاسته راوړی دی.
بنا پدی طبیعی ژوند د ادم څخه او نوی الهی ژوند د عیسی مسیح څخه موږ او تاسو ته رسیدلی دا هغه واقعیت دی چې د موږ په دننه کی نغښتی دی او ممکن دی چی هغه احساس نکړو او د هغه د پښیدو ته پام او توجه ونکړو، لیګن دا ژوند او حیات د موږ په دننه کی ځای نیولی دی او مونږ هغه د ایمان له لاری منلی دی، دا حیات د مونږ په دننه کی د درک وړ یو پدیده دی.
دا الهی ژوند چې د خدای د روح څخه یو وړکی ماشوم په صورت کی موږ او تاسو کی ځای نیولی د خداې د مینی او پاملرانی په وجه په مونږ کی په نه ستړی کیدونکی ډول سره عمل کوی تر څو د موږ د ژوند ټوله برخه په خپل لاس او واک کی ونسې، او د خپل ځان په شکل واړوی، دا هغه حیات دی چې د خدای د فنا نه منونکی جلال له لاری د قیامت په ورځ به وغوړیږی.
ای زما ورونو ددی مطلب دادی چی مونږ مجبور یوو، خو داسې نه چې د انسانی فطرت په مطابق ژوند تیر کړو، او چې د خدای بچې یوو نو وراثان هم یوو مونږ د خدای وارثان او د عیسی مسیح په جلال کی شریک یوو که داسی وی چې مونږ د هغه د تکلیفونو په زغملو کی شامل یوو نو د هغه په جلال کې به هم شامل شو. رومیان ۸ باب ۱۲ او ۱۷ ایات.
د روح په نسبت د موږ تعهدات څه ده؟
د روح له اړخه هدایت کیدل پدی معنی دی چی موږ په مطلق ډول پرته د قید او شرط څخه په عیسی مسیح پوری اړه لرو او دا خلاصون او نجات لاره دې او د ژوند کولو په خاطر د هغه قوانین پر اساس تلاښ او کوښښ کوو، پولس د عیسی مسیح رسول په مطلق ډول روښانه کوی چې د خدای فیض موږ یوازی نه پریږدی تر ځو د یو ښه ژوند په خاطر په خپل قدرت او ځان باندی متکی اوسوو.
د جسم لخوا لارښونه او هدایت پدی معنی دی چې موږ په پوره ډول خپل نفسانی غوښتنی ته ځان سپارو او یا تسلیموو، د موږ بدن همغه د موږ جسم دی ځنی جسمانی غوښتنی کاملآ طبیعی او ضروری دی اما ځنیې د هغوو څخه ښه نه دی چی باید د هغه څخه ډډه وکړو.
هغه طبیعې او جسمی غوښتنی چې خدای پاک موږ ته راکړی کولای شو خوند او لذت تری واخلو اما باید پاملرنه وکړو چې د هغی د استفادی څخه د حد او مرز نه خارج نشو.
زما په حیال کی ددی وخت دا تکلیفونه چې موږ یې زغموو د هغه جلال سره هیڅ مطابقت نلری کوم چې موږ باندی ظاهریدونکی دی. رومیان ۸ باب ۱۸ او ۲۵ ایات.
د خلقت عذاب په څه معنی ده؟
دا پدی معنی دی چی ټول مخلوقات چی موږ هم پدی کی شامل یوو، نو پدی انتظار کی یوو چې په هستی کی ښه ترتیب ولرو او انسان ددی د پاره کوښښ او زیار باسې، دا امر هغه وخت پوره کیدی شې چی د خلاصون وخت برابر شی، دا هغه وخت دی چی ددی جسم د موت څخه خلاصون پیدا کړو او د اسمان د جلال ازادی ومومو چې دا د عیسی مسیح د کار اساسی برخه جوړوی، ځکه چی په ګناه کی ککړ طبیعت د خدای په ضد دی.
او موږ د امید په وسیله خلاصون موندلی شو، امید یعنی د هغه څیز په انتظار چې تر اوسه یې نلرو، ځکه که څوک کوم څیز په اختیار کی ولری ددی حاجت نشته چی د هغه په امید اوسی. رومیان ۸ باب ۲۴ ایات.
د روح شفاعت په څه معنی ده؟
د روح القدس اوسیدل په موږ کی د عیسی مسیح د قیام بیعانه او د هغه په جلال اشاره کوی او ددی په خوا کی روح د موږ لخوا دعا کوی ځکه روح القدس د خدای د ارادی په غوښتنه دعا کوی موږ باید ډاډه او مطمین اوسوو، هر هغه څه چې د موږ په ژوند پښیږې د موږ د خیریت په جهت عمل کوې او موږ ممکن دی چې هیر کړو چې دعا وکړو لیکن روح القدس هیڅکله نه هیروی.
خدای تل موږ د روح له طریقه ګوروی نو لازمه دی چی په هغه باندی توکل وکړو او هغه هیر نکړو، پدی اړه په انجیل شریف کی راغلی ده. (روح القدس هم پدی شان د موږ په کمزورتیا کی مرسته کوی، موږ ته دا هم ندی معلومه چې دعا څنګه کول پکار دی، خو روح القدس په اسویلو د موږ شفاعت کوی چې په لفظونو نشې بیان کیدی، او هم دا د مخکی نه مقرر کړی شوې هم وو او هغه څوک چی هغه رابللی دی هغه چې صادقان کړی هم دی او هغه څوک چې دی صادقان کړی دی، هغوی ته خپل جلال وربخښلی دی. رومیان ۲۶ باب ۳۰ ایات.
د خدای دا بیان د عیسی مسیح د مینی ښکارندوی ده هغه د موږ د پاره مړ شو او موږ یې وبخښل هغه د روح القدس په شکل د موږ په اختیار کی قرار ونیول که چیری موږ د هغه پوری متعلق یوو، پس د نړی او د ځمکی پر سر، په اسمانونو او په بحرنو کی هیڅ څوک نشې کولای چې د هغه په ابدی پاچاهی کی د موږ مخنیوی وکړی، لاندی ایات ته پاملرنه وکړی.
(نو اوس موږ ددی خبرو په حق کی ځه ویلی شو؟ که خدای د موږ په طرف دی نو بیا د موږ مخالف څوک کیدی شې نه اوسنی او نه راتلونکو څیزونه نه پاسنی دنیا او نه لاندی دنیا او نه په څه مخلوقات کی داسې هیڅ څیز نشته چی موږ د خدای د مینی چې د عیسی مسیح په فداکارانه مرګ کی ښکاره شوې محروم کړی. رومیان ۸ باب ۳۹ ایات.
د ژوندون اداره