که څه نړې د هغه په وسیله په وجود کی راغله، مګر کوم وخت چې هغه دا نړی ته راغله، څوک هغه ونه پیژندلو. یوحنا انجیل لومړی باب لسم ایات.
ګرانو هیوادوالو! دا د خدای کلام دی چې د عیسی مسیح په اړه فرمایلې دی ځکه کله چی هغه راغله او د ځمکی په سر ژوند غوره کړو نو د هغه وخت یهودیانو په هغه باور ونه کړو او په عیسی مسیح باندی ناروا، تمهتونه ورپوری کړل اوهغه یې ونه منله، لیکن یو شمیر خلکو په هغه باندی ایمان رواړلو او د هغه د جملی څخه د هغه شاګردانو چې د هغه په رسولانو هم یادیږی.
“د خدای کلمه انسان شو او ددی ځمکی په سر او د موږ په منځ کی ژوند وکړو هغه د مینی ،بخښنې او د رښتینوالی څخه ډک وو، او موږ د هغه لوی او شوکت په خپلو سترګو ولیده یعنې د اسمانی پلار د خداې د ځوی لوی او شوکت.”
یوحنا لومړی باب ۱۴ ایات
کله چې ادم او حوا د لوی خدای د هدایت او لارښوونی څخه سرغړونی وکړی، د دوی دا بې اطاعتی په انسانی نړی کی د درد، رنځ،ناروغی او د مرګ لامل او سبب وګرځیدو او د هغه نه وروسته دا پدیدی د انسان سره مل شول.
څنګه کیدی شول چی بشر د خدای پاک د لارښوونې پر اساس او بنسټ، د مرګ څخه خلاص او د تل ژوندون خاوند شې؟ ددی سوال ځواب موږ او تاسوچیرته او په کوم کتاب کی پیدا کولای شو؟ ځواب روښانه او ښکاره ده، چې ددېسوال ځواب په انجیل شریف کی موندلی شو او بس.
په انجیل کی راغلی ده: “د هغې به زوی وشې او ته به د هغه نوم عیسی (نجات ورکونکی) کیږدی، ولې چې هغه خپل امت د ګناهونو نه خلاصوی.”
متی لومړی باب ۲۱ ایات
عیسی مسیح دا قدرت لری چې خپل امت د ګناهونو څخه خلاص او هر هغه څوک چې په هغه باندی د ایمان اقراروکړی د هغه ګناهونو وبخښې.
څه اړیکې د عیسی مسیح او د گناه څخه د خلاصون تر منځ وجود لری؟
ځکه موږ ټول د ادم د نسل او ګناهګار یوو.
(هر هغه سړې چې ګناه وکړې د هغه سزا مرګ دی ،اما هر هغه څوک چې د موږ د خداې په عیسی مسیح ایمان راوړې، د هغه انعام د خداې له طرفه تل ژوندون دی.
رومیان شپږم باب ۲۳ ایات
دا چې ټول انسانان ګناهګار دی ،نو یهودیانو د خپلو ګناهونو د کفاره په خاطرقربانې کولی او دا قوانین دوې ته لارښوونه کوله چې ګناه وجود لری او دوی فکر کوه چې د وینې په توییدو سره د ګناه بخښل امکان درلودلی شې نو دوی د خپلد کناهونه د بخښلو په خاطر قربانی کوله.
د لومړی پیمان په اساس ټول څیزونه د شریعت په ذریعه په وینه پاکولی شو او د وینې د توییدو نه پرته هیڅ ګناه نه بخښل کیده.
عبرانیان نهم باب ۲۲ ایات
همداسې په میلونو، میلونو قربانې ورکړی شو او دوې بریالې نشول چې ګناه او مرګ له منځه یووسې، دا ځکه چې د حیواناتو وینې نشې کولاې چې ګناه او مرګ مغلوب کړی او یا د ګناه د بخښلو سبب وګرځی.
په اسمانی کتاب کی په دې اړه فرمایې؛ “ځکه چې دا ممکنه نه ده چې د غوایو او وزیو (بزو) وینه ګناهونه لری کړی.”
عبرانیانو لسم باب څلورم ایات.
دا ځکه چې دا امکان وجود نلری چې د حیواناتو وینې په توییدو سره ګناه له منځه یووړ شې او یا د ګناه د بخلښو سبب وګرځې داپده وجه چې د حیواناتو د وینې ارزښت دومره ندی چې د ګناه د بخښلو باعث وګرځی.
د ګناه د کفاره په خاطر باید څه شوې واې چې د ګناه د بخښلو باعث ګرځیدلې وای؟ خداې پاک د فدیه له طریقه د ګناه د بخښلو طریقه په نظر کې نیولووو، او فدیه کوونکی باید یو بې ګناه او کامل انسان واې چې د ادم په زامنو کی هیڅوک نشو کولاې چې دا فدیه ورکړې، ځکه د ادم نسل ټول ګناه ګار دی، دا پدې معنې چې ټول انسانانو د ادم څخه ګناه په میراث کی اخستیی ده.
او بشر ګناه ګار دی ځکه داسې انسان نشته چې ګناه یې نه وې کړې؟ په مقدس کتاب کی راغلې ده څوک دې چې ګناه ونګړی.
اول بادشاهان اتم باب ۴۶ ایات
هیڅوک او هیڅ انسان دیته حاظر به نشې چې خپل ورور ته فدیه ورکړی،هیڅوک نشې کولاې د خپل ځان بها خدای ته ورکړې او دا ځان بها هغه ته خلاصون ورکړې ،ځکه چې د انسان د ځان فدیه ډیر ارزښت لرې او څوک د هغه دورکړی قادر ندې، او هیڅوک نشې کولاې چې د انسان د مرګ مانع وګرځې او هغه ته تل ژوندون ورکړې.
زبور کتاب ۴۹ باب ۷ ـ۸ـ۹ ایات
پس څوک کولاې شو چې هغه فدیه ورکړی چې انسان ته تل ژوندون ورپه برخه کړې؟ او څوک کولاې شې چې د انسان ګناه وبخښې؟
هیر نکړې چې ادم د خداې په وړاندې د خپل ګناه په وجه خپل نسل ته مرګ راوړ، دا چې عیسی مسیح د خداې زوی او په خپله خدای وو او د انسان په شکل یوازنې کامل انسان وو چې پرته د ګناه څخه دا نړې ته راغلې وو په خپله وینه تل ژوندون یې خپل امت ته په ارمغان راوړ، په دې اړه خداې پاک فرمایې: “بلکی د یو بی کناه او بی عبیه وری یعنی د عیسی مسیح د قمیتی وینې په وسیله.”
اول پطرس لومړې باب ۱۹ ایات
دا چې ګناه د یو انسان د نافرمانی په وجه دا نړې ته داخل شو ،همداسې د عیسی مسیح د وینې په وسیله د تل ژوندون زیری خپل امت ته ورکړې شوې دی په انجیل شریف کی راغلی ده؛ د یو سړې په وسیله ګناه دنیاه ته راغله او د ګناه په وسیله مرګ ،او همداسې مرګ په ټوله انسانې نسل قبضه وکړله تر دې چې ټولو بنې ادمو ګناه وکړله، که چیرې د یو ی سړې په ګناه د مرګ بادشاهې شو، نو د خداې فضل به ددې په مقابله کې ډیر زیات دې او د هغه صداقت، بخښنه به ژوندون وې، د هغه یو سړی په وسیله بادشاهې کوې چې عیسی مسیح دې.
رومیان پنځم باب ۱۲او ۱۷ ایات
پس عیسی مسیح قادر او ځواکمن دې چې ټول انسانان ته نجات او خلاصون ورکړې ،ځکه هغه ژوندی دې او مرګ په هغه باندی واک او تسلط نلری او هر هغه څوک چې په هغه باندې ایمان راوړې او داسې اقرار وکړې چې هغه د خداې زوی او په خپله عیسی مسیح خداې دی، عیسی مسیح د هغه کناه بخښې او هغه ته تل ژوند ورپه برخه کوې.
په همدې لامل او دلیل عیسی مسیح فرمایې: “دا چې زه مسیح یم ددې د پاره نه یمه راغلې چې د هغه د خدمت وکړې شې، بلکې د نورو خدمت د وکړې او خپل ژوند د ډیرو د خلاصون د پاره قربان کړې.”
متې شلم باب ۲۸ ایات
عیسی مسیح د ډیرو د پاره ځان یې قربان کړو او ثابت کړو چې د خپل مرګ په وجه د انسان د نجات او خلاصون لاره یې چمتو کړې دې، د هغه مرګ د هغه د کمزورتیا په وجه نه وو بلکی د لوی خداې د غوښتنې او رضا په خاطر خپلځان یې قربان کړو او پدې توګه د انسان د خلاصون لاره یې هغوې ته چې په هغه باندې د ایمان اقرار کوې پرانست.
عیسی مسیح فرمایې: “هغه وخت ما وویل چې ګورې، زه راغلې یم لکه چې په اسمانې کتاب کې زما په اړه پیشګویې شوې دی، اې خدایه زه راغلی یم چې ستا غوښتنه پوره کړم او خپل ځان قربان کړم.” عبرانیان لسم فصل اووم ایات
ګرانو هیوادوالو! په پورتنی ایات کی ولیدل شو چې د عیسی مسیح مرګ د هغه په خوښه او رضا نه وو بلکی د خداې په رضا او غوښتنه د هغه وینه په صلیب (سولی) کی جاری کړې شو او د خداې په قدرت په دریمه ورځ ژوندې کړې شو.
عیسی مسیح بیا هم د خپل مرګ په اړه داسې فرمایی: “پلار زما سره مینه کوې، ځکه چې زه خپل ځان قربانوم ،ددی د پاره چې بیایې ومومم دا زما نه څوک په زور نه اخلې، زه دا په خپله خوښه قربانوم، دا زما اختیار دی چې ځان قربان کړم او دا کی هم اختیار دې چې بیا یې هم ومومم، دا اختیار ماته خپل پلار راکړې دی.”
یوحنا لسم فصل ۱۷ او ۱۸ ایات
ایا خدای دا اجازه ورکوله چې عیسی مسیح په ابدی مرګ کې ویده پاتې شې ؟ نه په هیڅ وجه نه!
خداې عهد کړې وو چې هغه (قدوس) د مرګ په حالت کی پاتې نشې په مقدس کتاب کې راغلې ده ځکه چې ته ما د مرګ په منګولو پری نږدې او هغه څوک چې خوښوې نه به پریږدې چې له منځه لاړ شې.
زبور کتاب ۱۶ باب لسم ایات
یهودیانو فکر کوه چې د عیسی مسیح په وژلو سره تر ابده د هغه د لاس څخه به خلاص شې، ولی خداې عیسی مسیح یې په دریمه ورځ ژوندې کړو او وروسته اسمان ته یې پورته کړو. په اسمانې کتاب کې راغلی ده: “داود پیغمبر په حقیقت کې د عیسی مسیح په اړه پیشګویې کوله، هغه خداې بیا راژوندې کړې دی او موږ ټول په خپلو سترګو ولید او ددی خبری شاهدان یوو. او هغه د خداې ښې لاس ته ناست دی، هغه د پلار نه د وعدی په مطابق روح القدس حاصل کړو او په موږ یې نازل کړو اوس چې تاسو وینې او اورې.”
اعمال د رسولانو دویم باب ۳۲او۳۳ ایات
د خداې غوښتنه د موږ او تاسو څخه څه دې؟لاندی ایات ته پاملرنه وکړی.
“خداې ددې دنیاه سره داسې مینه وکړله چې خپل یوازنې زوی یې هم ورکړو، چې هر هغه څوک چې د خداې په ځوې ایمان راوړې هغه هلاک نشې خو د تل عمرې ژوندون بیا مومې.”
یوحنا دریم باب ۱۶ ایات.
په درنښت،
د ژوندون اداره