پا څیدل - قیام
د هغه وخت نه عیسې خپلو شاګردانو ته دا خبره څرګنده کړې وه ، چې ضرورې دې چې زه په بیت المقدس ته ځم او هلته به د مشرانو ، مشرانو کاهنانو او د شرعې عالما نو له لاسه ډیر ازارولې شم او په دریمه ورځ به بیا پاڅولې شم . متې ۱۶ باب ۲۱ ایات
او بیا هغوې ته تعلیم شروع کړو ، چې ابن ادم به په ځان ډیر تکلیفونه تیر کړې او مشران ، مشران کاهنان او شرعې عالمان به یې مجرم کړې او قتل به یې کړې خو په دریمه ورځ به هغه بیا ژوندې پاڅې . مرقوس اتم فصل ۳۱ ایات
پدې سر بیره چې عیسې مسیح مخکې د خپل مرګ څخه څو ځلې د خپل قیام او د مړو څخه پاڅیدل په دریمه ورځ باندې تاکید او خبرې کړې وه ، ولې د هغه شاګردانو د داسې پیښه او واقعه انتظار نه درلودې ، هغوې فکر کوه چې د عیسې مسیح خبرې د اسرار امیزې مثل په شان به وې.
کله چې سهار وختې ښځو د قبر خواته حرکت وکړو ، دا پدې وجه نه وو ، چې هغوې عیسې مسیح هلته ژوندې وګورې ، بلکې د هغه دود او رواج ) رسم او رواج ( په مطابق چې په هغه وخت کې خلک د یوې مړې په خاطر تر سره کوله دوې د قبر خواته لاړولوو.
یوازې یوحنا وو ، کله چې قبر یې تش ولید ، حقیقت یې درک کړو او ایمان یې راوړ، ) نو بیا کوم شاګرد چې مخکې راغلې وو هغه هم قبر ته ورننوتو او وې لیدل او یقین یې راغې . یوحنا ۲۰ فصل اتم ایات (
مریم مجدلیه یوازې پدې فکر کوه چې کوم څوک د عیسې مسیح جسد پورته کړې دې ، ) هغوې هغې ته وویل چې ، اې ښځې ! ته ولې ژاړې ؟ هغې ځواب ورکړو ، چې هغوې زما مالک چیرته وړې دې او ما ته دا ندې معلومه چې هغه یې کوم ځاې کې ښخ کړې دې . عیسې هغې ته وویل ته ولې ژاړې؟ ته څوک لټوې؟ ( یوحنا شلم باب ۱۳ او ۱۵ ایات .
د ښځو ګزارش پدې هکله چې عیسې مسیح د مړو څخه پاڅیدلې د شاګردانو په نظر ) احمقانه خبره ( راتله .
خو دا خبرې هغوې ته عبث ښکاره شول او هغوې پرې باور ونه کړو (لوقا ۲۴ باب یوولیسم ایات
حتې کله چې دوه شاګردانو د ژوندې عیسې مسیح په لیدو شهادت ورکړو ، د دوې شهادت یې تصدیق نکړو .
هغوې هم لاړل او دا خبره یې نورو ته ورسوو خو بیا هم هیچا پدې یقین ونه کړو . مرقوس ۱۶ فصل ۱۳ ایات
او هم داسې عیسې مسیح په غیر مشخص زمان او مکان کې یعقوب ته ښکاره شوه ، ) بیا یعقوب ته ښکاره شو او ددې نه پس ټولو رسولانو ته . اول کورنتیانو ۱۵ فصل اووم ایات (
پطرس ګزارش ورکوې چې عیسې مسیح دیته ځان ښکاره کړې او وویل یې ، دا رښتیاه دې چې مالک پاڅیدلې او شمعون ته ښکاره شوې ! سر بیره پر دې هغوې ایمان رانه وړه .
اخر هغه په یولسوو شاګردانو ته په هغه وخت ښکاره شو چې هغوې ډوډې ته ناست وو ، او هغه هغوې ته په سختو زړونو او بې یقینې ملامته کړل ، ځکه چې هغوې د هغه خلقو په وینا یقین نه وې کړې چا چې هغه دوباره ژوندې لیدلې وو. مرقوس ۱۶ فصل ۱۴ ایات
بنا پدی عیسې مسیح د خپل د مرګ څخه مخکې څو ځلې په دغه امر تاکید کړې وو، او بیا فرښتې دغه خبر یې ورکړو ،قبر ،تش وو او جسد هلته نه وو.
مریم مجدلیه هغه یې ولید ، نورو ښځوو هم هغه سره خبرې وکړې او دوې د عیسې مسیح د ظهور او دمړو څخه د پاڅیدو شاهدان ول ، عیسې مسیح پطرس ته ظاهر شوې وه ، لیکن ټولو شاګردانو ددې مسلې په رښتینوالې باندې یقین نه وې کړې او دغه امر او واقعه د دوې په نظر کې د نه باور وړ وو .
وروسته کله چې عیسې مسیح ځان یې لسو شاګردانو ته ښکاره کړو او هغوې یې د نه باور او د کم ایمانې په وجه ملامته کړو.
لیکن سر بیره پدې هغوې فکر کوله چې هغه یوه شبح دې ، په هم دې وجه د هغه څخه دوې غوښتنه وکړلو تر څو دوې ته نژدې شې تر څو دوې هغه لمس کړې .
عیسې مسیح همداسې د دوې څخه د غذا غوښتنه وکړو او د دوې په مخ کې یې وخوړله .
) هغه واخسته او د هغوې په وړاندې یې وخوړله . لوقا ۲۴ فصل ۴۳ ایات (
وروسته د ټولو نه نوبت) توما( ته ورسید ، هغه شک او تردید درلوده او هغه خفه او افسرده وو ، هغه فکر کوه چې کوم اشتباه شوې او د عیسې مسیح قیام او د مړو څخه د هغه پاڅیدلو باندې باور، ونه کړو ، تر هغه چې یو هفته وروسته شخصآ عیسې مسیح یې ولید.
) عیسې وویل په دې چې تا زه ولیدم نو ایمان د راوړو ، بختور دې هغوې چې زه یې نه یم لیدلې خو ایمان راوړې(
یو حنا، شلم فصل ، نه وویشتیم ایات . په همدی ډول د خدای جلال د عیسی مسیح په وسیله ظاهریدی شی او بس ، کله چی انسان د گناه مرتکب شو د هغه نه وروسته انسان د فنا او نابودی تابع کړی شوی دی ، هغه وخت چی انسان گناه وکړو او د خدای د احکامو څخه سرغړونه وکړ د هغه ورځی نه وروسته چی گناه نړې ته راغی ، انسان فناکیدونکی او هرمرو د مرگ خواته درومی او یوازنی لاره چی انسان کولای شی د تل ژوندون خاوند شی هغه لاره یوازی او یوازی په عیسی مسیح باندی د ایمان اقرار دی ، چی بلاخره انسان د عیسی مسیح د فیض او برکت په وجه د فنا کیدو او د مرگ د منگولو څخه ازادیدی شی او بس
په اخر کې پولس ته ښکاره شوه ،)هغه تپوس وکړو مالکه ته څوک یې ، جواب راغې چې زه عیسې یم چې ته یې ربړوې . د رسولانو اعمال نهم باب ۵ ایات)
بنا په دې هغوې چې د لومړې ځلې د پاره د عیسې مسیح د مړو څخه پاڅیدل او ژوندې کیدو خبر یې خپور او منتشر کړو ، هغوې د کم ایمانې ، تردید او شک لاره یې طې کړې وو او دوې بلاخره داسې ځاې ته ورسیدلو چې ددې امر څخه یقین حاصل کړو، چې عیسې مسیح د مړو څخه پاڅیدلې او ژوندې شوې دې ، او کله چې دوې پدې امر باندې ایمان راوړلو ، دوې هر یو تر شهادت سرحده پورې د عیسې مسیح د مړو څخه د پاڅیدو او ژوندې کیدو ګواهې یې ورکړو .
که چیرې د هغه دښمنان گویا د هغه جسد یې غلا او یا پټ کړې وو ، هغوې پرته ددې نه چې باعث شوې وې چې د عیسې مسیح د ژوندې کیدو داستان رامنځته شې بله نتیجه یې نه درلوده ، ځکه وروسته دوې، ددې واقعه او د عیسې مسیح د ژوندې کیدو او د مړو څخه د هغه پاڅیدل د بې اعتبار کیدو د پاره د هغه دښمنان کوښښ وکړو که چیرې د عیسی مسیح دوستان ګویا د هغه جسد یې غلا او یا پټ کړې وو ، وروسته دوې متوجه کیدل چې د دوې اعتقاد ، ایمان او یقین یوازې درواغ دې .
انسان هیڅکله د درواغ په خاطر خپل ځان نه قربانوې ، ځکه اکثرو دوې د عیسې مسیح د مړو څخه د پاڅیدود خبر د اعلامولو په لاره کې په شهادت ورسیدلو. مخکې مې د شاګردانو د اعتقاد او باور په اړه یو څه معلومات مې وړاندې کړه ، لیکن یو مسلم څیز ، هغه دا چې ټول کسان چې د لومړې ځلې د پاره د عیسې مسیح د مړو څخه پاڅیدل یې منتشر کړو دوې هر یو پدې امر باندې ایمان او اعتقاد درلودلې ، هغوې خپل ایمان یوازې نه دا چې په تش قبر باندې بلکې د دوې خبرې او ملاقات د عیسې مسیح سره پس دهغه نه چې هغه د مړو څخه پاڅیدلې وه شوې وو.
دا ملاقاتونه نه دا چې یو ځلې یا دوه ځلې بلکې په څو مختلفو وختونو کې د دوې ملاقاتونه او مخامخ لیدل د عیسې مسیح سره شوې وو .
دا ملاقاتونه نه یوازې په انفرادې شکل بلکې په ګروهې ډول صورت نیولې وو ، چې په دوه کسیزه ، اوه کسیزه ، لس کسیزه او حتې پنځه سوه کسیزه ډلو ته عیسې مسیح ښکاره شوې وو، او لیدل او کتل صورت نیولې وه .
چې دوې د ژوندې عیسې مسیح د ظهور شاهدان ول ، نو ځکه دوې پدې حقیقت باندې چې عیسې مسیح د مړو څخه پاڅیدلې ، ایمان او اعتقاد درلودلې . ایا دا ممکن دې چې دا جریان د تفکراتو محصول وې؟
ایا دا کیدې شې چې د عیسې مسیح د مړو څخه پاڅیدل او ژوندې کیدل یوه خیال او تصور وې ؟
په ځواب کې باید وویل شې چې د شاګردانو اعتقاد ،باور او ایمان دا هغه حقیقت دې چې دوې په دې مقدس لاره کې شهیدان شول او دوې هر یو ډیر کړاونه او غمونه پدې لاه کې وزغمولې ، او نوې لوظ نامه او هم داسې کلیساه رامنځته شو.
چې دا واقعیات د تاریخ یوه شاندره حقیقت جوړوې چې هیڅوک نشې کولاې چې دا منونکې حقیقت انکار کړې .
د دویم سوال په ځواب کې باید وویل شې چې څنګه کیدې شې چې د خلکو ) ۵۰۰ ( پنځه سوه کیسزه ډله په یو وخت کې داسې یو شانته خیال وګورې او یا دا څنګه کیدې شې چې دا ډله یوه شانته تصور وکړې ځکه دوې د داسې یوې واقعه انتظار نه درلودلې تر څو چې دوې په عینې توګه ولیدل او اعتقاد او باور یې پیدا کړو .
دا واقعیات ټول ددې ګواهې ورکوې چې د عیسې مسیح د مړو څخه پاڅیدل یوه ساختګې امر چې د هیجاناتو څخه الهام اخستې وې ندې ، بنا په دې دا یو منل شوې حقیقت دې .
د عیسې مسیح قیام او د مړو څخه پاڅیدل پرته د شک څخه یوه داسې واقعه دې چې په غوره توګه په تاریخ کې ثبت شوې دې ، که څوک د عیسې مسیح د مړو څخه پاڅیدل باندې نه پوهیږې هغه په واقیعت کې د تاریخ په اړه په هیڅ نه پوهیږې ځکه عیسې مسیح د خداې قدرت دې .
د عیسې مسیح د مړو څخه پاڅیدل او قیام یوه بهترین او مهم موضوع دې چې کولاې شو د بشر په تاریخ کې پیدا کړو ،. دا موضوع او واقعه په واقع کې د بشرې تاریخ لوې واقعه دې چې د تاریخ په صفحاتو کې په زرین کرښو لیکل شوې دې ، چې د ځمکې څیره ته یې تغیر ورکړې دې ، چې په قطعې ډول تاریخې شواهد صریحآ هغه ثابتوی .
د عیسې مسیح شاګردانو د هغه د صعود او اسمان ته د تللو شاهدان وو او هغوې پخپلو سترګو ولیدو چې اسمان ته د تللو په لاره کې د وریځو په منځ کې ورک شو .
که تاریخې شواهدو ته مراجعه وکړو ، ګورو چې تاریخ د مسحیانو په ګروه باندې بحث کوې ، ځکه دا ډله په تاریخ کې مطرح وو او دوې د اول څخه اعتقاد او ایمان درلوده او دوې ، ددې حقیقت شاهدان ول چې عیسې مسیح د مړو څخه پاڅیدلې ده ، بنا په دې دا جریان وروسته د مسحیانو په ایمان کې اضافه شوې نه دې ، بلکې په ابتدا کې د دوې د سترګو لیدلې حال وو چې په هغه باندې ایمان او اعتقاد درلودې او د مسیحیت مبدا، دمړو څخه د عیسې مسیح د ژوندې کیدو موضوع تشکیلوې .
څه د جلال څخه ډک پیغام چې پدې ایمان کې پروت دې او دا پیغام د انسانانو د ژوند او تل ژوندون د پاره دې .
د عیسې مسیح قیام او تل ژوندون د فلسفې تصوراتو پر اساس چې د ابدې ژوند پا اړه خبرې کوې ندې ، بلکې په اسمانې او تاریخې واقیعاتو باندې استوار دې چې هغه د خداې قدرت دې .
خو په حقیقت کې مسیح راژوندې شوې وو ، داسې هغه په مړو کې اولنې ژوندې شوې سړې دې . ځکه چې د یو سړې په سبب په دینا کې مرګ راغې او د یو سړې په سبب د مړو نه راژوندې کیدل راغلل . لکه څنګه چې ټول خلک چې د ادم اولاد دې ، مرې ، هغه شان څوک چې د مسیح دې ټول به ژوندې کړې شې . اول کورنتیانو ۱۵ فصل ۲۰ ، ۲۱ ، او ۲۲ ایات (
په درنښت
ژوندون اداره .