تیر ۱۷

 او کله چې خداې د خپلې نقشې او اراده اې په مطابق چې د پخوا نه ټاکلې وو، تاسو ته اجازه درکړونو تاسو هغه د بې دین خلقو په وسیله سولې (صلیب) ته وخیژولو او مړ مو کړو . خو خداې هغه بیا راژوندې کړو او د مرګ د تکلیفونو نه یې خلاص کړو، ځکه چې دا ناممکنه وه چې هغه د مرګ په منګلولو قبضه کې پاتې شې . د رسولانو اعمال دویم فصل ۲۳ او ۲۴ ایات.

د پیدایښت کتاب په دویم فصل ۲۱ او۲۲ ایات کې لولو  چې خداې ادم  په ډوپ خوب کې و یده کړو او د هغه د یوې خوا څخه ښځه یې جوړ کړو،ممکن د عیسې مسیح مرګ د صلیب پر مخ لکه ادم په  شان  عیسې مسیح د خوا پهلو څخه کله چې هغه د صلیب پر مخ ځوړند وو خداې کلیساه چی د عیسی مسیح ناوی دی  جوړ کړی وی.

 

عیسې مسیح په رښتینې ډول د جلال څڅه ډک مرګ درلود ، ځکه چې د ځان کندن  ساه ورکولو  په وخت کې خپلو قاتلینو ته د بخښنې دعا وکړو  عیسې وویل ، پلاره ! دوې وبخښه ! ځکه چې هغوې نه پوهیږې چې څه کوې . لوقا ۲۳ باب ۳۴ ایات  او هم داسې یو جنایت کار ته د جنت وعده ورکړه او خپل مور ته د کور تدارک ولید چې دا د  عیسې مسیح د ځمکنې کارونو څخه اخرین کارونه وو، د ظهر څخه تر ۳ بجو پورې ټول ځایوو کې تیاره خپور شوه، هغه د صلیب په اولو ساعتو کې د مهربانې او لطف څخه خبرې کولې ، چې د عیسې مسیح د رحم ، مینې ، مهربانې ، د زغم او بردبارې څخه دلالت کو .

د صلیب پر مخ  عیسې مسیح  او په هغه موقع کې د بشر د ګناهونه کفاره نهایې حد ته رسیدلې وو ، داسې احتمال شته چې د تیارو خپیریدل د صلیب پر وخت د فدیه عمل کمال ته رسیدل ول ، دا چې عیسې مسیح په هغه اولو ساعتو کې د څه ډول درد او رنځ سره مخامخ وو او دا لوې درد یې وزغمل ، دا هغه واقعیت  دې چې په بله نړې کې  د هغه په  پوهیدو او درک باندې به بریالې شو.

خو کله چې هغوې د عیسې خواته راغلل نو هغه یې ولید چې مړ دې ، نو هغوې د هغه پښې ماتې نکړلې . سربیره پر دې په سپاهیانو کې یو د هغه پوښتې په نیزه ووهله او سمدستې ترې د وینې او اوبو دارې روانې شوې  . یوحنا ۱۹ فصل ۳۳ او ۳۴ ایات 

ګرانو ورونو!  د عیسې مسیح او د صلیب پر مخ دهغه مرگ د مسیحیانو د پاره د ژوند او ایمان مبدا ګڼل کیږې ، او هغوې چې تر اوسه  په عیسې مسیح باندې ایمان نلرې هغوې ته د ایمان د راوړلو مبدا ګڼل کیږې.

هر مسیحیې او غیر مسیحیې باید تفکر وکړې چې عیسې مسیح د  رنځ او درد په حالات کې خپلو دښمنانو ته د خیر او بخښنې دعا کوې ، دا په حقیقیت کې هغوې ته د ایمان بلنه وو او هم  تاسو هر یو ته د عیسې مسیح د وینې پیغام او د ایمان راوړلو پیغام دې .. 

دپیدایښت کتاب په دویم فصل ۲۱ او۲۲ ایات کې لولو  چې خداې ادم  په ډوب خوب کې و یده کړو او د هغه د یوې خوا څخه ښځه یې جوړ کړو،ممکن د عیسې مسیح مرګ د صلیب پر مخ لکه ادم په  شان  عیسې مسیح د خوا پهلو څخه کله چې هغه د صلیب پر مخ ځوړند وو خداې کلیساه جوړ کړی وی.

د عیسې مسیح دا  بلنه موږ او تاسو ته لارښونه کوې چې خپل دښمنان وبخښو او د چا په مقابل کې کینه په زړه کې ونه ساتو او په ټولنه کې په مینه او محبت ژوند وکړو تر څو نورو ته سرمشق اوسوو، پدې  توګه کله چې خلک د موږ او تاسو اعمال وګورې هغوې هم د عیسې مسیح ،  حقانیت درک کوې او د ایمان اقرار کوې .

بله دا چې و مو لیدل چې عیسې مسیح یو جنایت کار ته د جنت وعده ورکوې او د هغه گناهونه بخښې ،دلته دا مطلب نغښتې دې چې هر سړې د خداې په نزد ګناهګار دې او په نتیجه کې قضاوت او داورې د خداې سره دې او خداې د همدې لارې انسان بخښې ،دا په دې معنې دې چې هر مجرم او جنایت کار کولاې شې په عیسې مسیح باندې د ایمان اقرار وکړې او د خپلو بدو اعمالو څخه توبه وکړې او د خپل د ګناه اعتراف دی  و کړې نو خداې هغه بخښې .

د عیسې مسیح